د مياشتني عادت ځنډېدل

885

ښځوته مياشتنی عادت په هرو ( ٢٨) ورځوکې يو ځل پېښېږي.

کله ناکله ليدل شوي چې، د ځينو نجونو مياشتنی عادت تر څو مياشتو پوري ځنډېږي.

په مياشتني عادت د ځنډ عوامل!

دغه ځنډ بېلابېل عوامل لري، لکه امېدواري، ماشوم ته د شيدو ورکول او ځينې ناروغۍ، لکه دوينو لږوالی (کم خوني)، نری رنځ، شکره او داسې نورې ناروغۍ

کله چې، د ځينو نجونو مياشتنی عادت وځنډېږي، هغوی شرمېږي او دغه حال پټوي، په داسې حال کې چې هغوی بايد و نه شرمېږي، ځکه چې، د مياشتني عادت ځنډېدل نورې روغتيايي ستونځې پيداکوي“.

يوه نجلۍ د خپل مياشتني عادت د ځنډېدو په هکله وايي :” کله چې مې مياشتني عادت وځنډيږي پر مخ مې داغونه پيدا کيږي، طبيعت مي ښه نه وي، ډېره وينه راتلل او خواګرځی راته پيداکيږي“.

په مياشتني عادت کې ځنډ له دوو څخه نيولې بيا ترشپږو مياشتو پورې دوام کوي او ځينو نجونو ته تر (١٧) يا (١٨) کلنۍ پورې مياشتنی عادت نه راځي.

په دغه حالت کې د نجونو له پاره تر ټولو لوی خطردا دی چې، که چېرې د حيض يا مياشتني عادت وينه په رحم کې پاتې شي او بهر ته لار و نه مومي، نو په نتيجه کې دغه وينه سره غونډېږي او په رحم کې د تومور بڼه غوره کوي.

که چيرې په لومړي سرکې د دغه ډول تومور درملنه و نه شي وروسته درد کوي او جراحي عملياتواړتيا پيداکيږي خو، که دغه تومور نور هم پرمختګ وکړي کېدای شي چې په سرطان واوړي چې، په دې صورت کې بايد غونډ رحم له خپله ځايه ليري کړل شي.

په مياشتني عادت کې ځنډ يوه روغتيايي ستونزه ده خو ځينې وخت له دې حالت څخه د خلکو د ناخبرۍ له کبله په کورنيو کې ګډوډي او تاوتريخوالی پيداکيږي نو له همدې امله په دې باب د مور او پلار پوهه او خبرتيا ضروري ده.

نجوني او مېندې بايدپوه شي چې، د مياشتني عادتونو ترمنځ ځنډ، کېدای شي چې، د څومياشتو پورې وغځيږي .

بايد ډېر پام وشي چې، هرکله د کومې نجلۍ مياشتنی عادت تر ټاکلي مودې واوړي، نو بايد خامخا ډاکتر ته ولاړه شي، ځکه دا يوه روغتيايي ستونزه ده او درملنه لري.

د ډاکټر له مشورې سره سم دې خپل درمل وخوري او ددې تر څنګ دې هغه خواړه وخوري چې کالوري، پروټين او وسپنه و لري. خو د دې لپاره چې د دغې ستونزې مخه ونيول شي، ډاکټران وايي:

”دمياشتني عادت پرمهال نظافت ته پام کول، پرخپل سر له درملنې ډډه کول، د ډول ډول خوراکونو خوړل او په کال کې لږ ترلږه يو ځل ځان ډاکټر ته ورښکاره کول د نوموړې ستونزې په مخنيوي کې ګټور تمامېدا
——————————————————————-

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.