شاه زرګري

نقیب احمد قریشي

440

نور مي بد راځي له سپینو اوښکو خپلو

شاه زرګري! سلام واخله د ځپلو!

د ناروغ وجود د زړه د وینوداره

خوبولي سترګي راغلم ستا تر ښاره

د دردونو باوجود مي ته وې یاده

تور سترګي، توري زلفي، سپین “رخساره”

ستا نظر یو نظر نه و؛ څو انسانه

باراني نظر دي وخوړل هینداره

کوټي! مات وجود راغلی یم و تاته

شاه زرګري! تور ویښته دي راکړه ماته

باغيچه د څڼو وسپړه ښایستوکي

ځان دي وباسه له هر ډول نيوکي

د وطن بدرنګ ګردونه معطر کړه

بیا یې توی کړه د پردیسو په لېمه کي

د مور زړه يې، د پلار سترګي، د خور هیله

ته د هر چا، هر څه يې زما ملوکي

ما درواخله! ساه مي وباسه له کاره

شاه زرګري! در جارېږم په زر واره

ته رڼا يې د وطن و څراغو ته

هم و مړو ته او هم ګراني ژوندو ته

ژوند ور وبخښه او مينه ور واري کړه

چي له تا يې هم بد کيږي و هغؤ ته

لېونی نقيب چي ويني _ ويني ژاړي

نن راغلی دی هغه ستا و لیدو ته

مروره نه سې ته په دې تیاره کي

شاه زرګري! په غزل او په ټپه کي

د وجود هر اندام، تاته په سلام دی

د سجدو هر قیام، تاته په سلام دی

هر یو ګل دي له ګلاب مخه شرمېږي

زما هر یو کلام، تاته په سلام دی

د شیرین ګیلاس شيريني اوبه راکړه

د کتاب هر پیام، تاته په سلام دی

سترګي سرې وړمه له قهره له عذابه

شاه زرګري! ستا الفاظ له کوم کتابه؟

سرې سکروټي را وريږي له آسمانه

جدايي یې سازه کړې له پېزوانه

موسم بیا عشقانه دی ساقیاني!

دوه روحونه لولپه دي له بارانه

که مرګ غواړو هم مستان یو په سازونو

ګیله من نه یوو له دې بېلتونیستانه

پوروړي زړونه مه اخله په کالداري

شاه زرګري! د سروزرو دواکانداري

٤١ جون ٢٠٢٢/کندهار

نقیب احمد قریشي

 

—————————————————————————————————–

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.