د وچ ادرک چای که د روغتیایي ګټو سرچینه

942

د وچ ادرک چای که د روغتیایي ګټو سرچینه ؛ دا مو له ډېرو ناروغیو خوندي ساتي لاندې ليکنه یو ځل درسره ولولئ .

د وچ ادرک یا زنجبیل روغتیایي دومره زیاتې دي چې حیران به مو کړي، دا په ژمي کې له زکام سره مبارزه کې ګټور وي، په ځانګړي توګه د ادرک چای په ویټامین سي، مګنیزیم او نورو منرالونو بډایه مواد لري چې له امله یې د روغتیا لپاره زیاتې ګټې لري. کله چې له وچ ادرک چای تیار شو، نو د خوند لپاره تور مرچ، شات او لېمو هم ور اضافه کولی شئ چې په دې سره یې ګټې نورې هم زیاتېږي.

1 – د معافیت سیستم پیاوړتیا : د روغتیا له سختو شرایطو سره د مقابلې لپاره خوندي او سالم پاتې کیدل مهم وي او دا هغه وخت ممکن دی چې تاسې خپل معافیت پیاوړی کړئ. په وچ ادرک یو ډول غوړ وي چې د التهاب ضد خاصیت لري او د سر درد، زکام او د حیض درد لپاره ښه درمل دي. او هغه خلک چې د اوستیوآرتریتس، یعنی د مفصلونو په ناروغۍ اخته دي، که هغوی په منظم ډول د ادرک چای وڅښي نو دا ورته د درملو په توګه ګټې لري.

2 – د هاضمې سیستم لپاره: ادرک یا زنجبیل د هاضمې سیستم لپاره ګټور وي او دغه پروسه ښه کوي، چې د دې پروسې ښه والی د سالم ژوند په لور لومړنی ګام دی او د خوراکي توکو پوهان وايي، چې په پخلنځي کې د ادرک یا زنجبیل لرل مو له ناروغیو لرې ساتي. همدغه راز هغه کسان چې بدهضمي لري، د هغوی لپاره غوره انتخاب دی.

3 – د زړه بدوالي لپاره : په سفر له وتلو دمخه د وچ ادرک یوه پیاله چای څښل د زړه بدوالی او کانګې کولو مخه نیسي او هغه خلک چې دغه ستونزه لري هغوی دې د ادرک چای وڅښي.

4 – د تنفسي ستونزو په مخنیوي کې مرسته کوي : د تنفسي ستونزو د مخنیوي لپاره د ادرک یا زنجبیل چای یوه پیاله سپارښتنه کیږي او هغوی چې د چاپیریال سره حساسیت لري، د ادرک چای دې وڅښي.

5 – د وینې جریان ښه کوي : ادرک یا زنجبیل د ویټامینونو، منرالونو او امینو اسیدونو د شتون له امله د وینې جریان ښه کوي او چې د زړه د ناروغیو خطر کموي. همدغه راز وچ ادرک په شریانونو کې د وازدګې د زیرمو مخه نیسي او د زړه د حملې او فلج په مخنیوي کې مرسته کوي.

6 – میاشتني تکلیف کموي: دا د ټولو هغو ښځو لپاره چې حیض درد لري ډېر ګټور وي، هغوی چې دغه درد لري د وچ ادرک یا زنجبیل په چای کې دست پاک ډوب کړئ او د ګیډې په ښکته برخه یې کېږدئ نو دردونه به مو آرام کړي او په دې چای کې د شاتو اضافه کول هم درد کموي.

7 – د فشار کمول : د وچ ادرک چای داسې ارامونکي مواد لري چې د عصبي فشار او اضطراب په حالت کې بدن او دماغو ته راحت ورکوي.

8 – د مفصلونو لپاره : په بدن کې د زهرجنو او فاضله موادو راټولېدل د التهاب لامل کیږي، خو که تاسو د وچ ادرک یا زنجبیل چای استعمال کړئ، نو دغه ستونزه به مو له منځه یوسي او په دې توګه به د مفصلونو له دردونو څخه وژغورل شي او عضلات به مو پیاوړي شي.

9 – د التهاب مخنیوی کوي : وچ ادرک یا زنجبیل د التهاب ضد خاصیت لري او که د عضلاتو یا مفصلونو درد تجربه کوئ نو د ادرک چای مو درد له منځه وړي او د چای ترڅنګ که ادرک په اوبو کې واچوئ او بیا دا اوبه د عضلاتو د مالش لپاره وکاروئ نو ستونزې به مو حل کړي.

*****************************************

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.