ترهېدلی ماشوم

ملیحه ناصري

973

دا ماشومان هڅه کوي هر رقم چې وي کورنۍ شخړه هواره کړي.
په هغو کورنیو کې چې خاوند او مېرمن یې خپلو کړنو ته پام نه کوي، هر څه ورته چټي ښکاري، هلته ماشومان له سترو ننګونو سره مخ وي. دوی د ماشومتوب خوند نه شي کتلی، دوی په لس کلنۍ کې اخته وي د مور او پلار تر مینځ سوله کوي، یانې د سپین ږیرو په څېر اړ دي کورنۍ شخړو کې جرګه‌مار شي.

ستاسو په اند دا له ماشوم سره غټ ظلم نه دی؟
هو! ولې یې د ماشومتوب لوبې د غټانو د جګړو له امله تل ګډې وډې وي. په هغه وخت کې چې باید له ژونده خوند واخلي، د زهرجن ژوند غوړپ کوي. په هغو کورنیو کې چې ماشومان تل د لویانو په ځانګړي ډول د مور او پلار د جنګونو شاهدان وي، ماشوم هڅه کوي کورني ته هوساینه راولي. که په هره لاره وي؛ خو د ارامښت په پار ځان اړ ګڼي چې باید دې کورنۍ کې سوله وي.

مثلاً: که چېرې یو ماشوم سهار وخته د مور او پلار د جنګ په غږ راويښېږي، د ټولې شپې راحت یې په یوه جګړه خرابېږي، ډارېږي او په ترهېدلي انداز د سهارنۍ ننداره کوي. کله چې ویني مور او پلار یې سره نښتي، جنګ کوي او کورنی وضعیت یې خراب کړی، دی ځان مسوول ګڼي چې کورنۍ بېرته سره پخلا کړي. دوې لارې لري، یا به له خپل ورور/خور سره شخړه پیلوي چې د مور او پلار یې دوی ته راپام شي او شخړه ختمه کړي، یا به ورځي مور او پلار ته به زارۍ کوي چې خیر دی بس یې کړئ!
که چېرې پوه شي چې مثبته پایله یې ورنه کړه، ضد، مخالفت او تُند خويۍ ته مخه کوي چې د یوې بلې راروانې سترې ستونزې خبرداری دی.

هغه ماشومان چې د کورنۍ د غړو تر مینځ یا خصوصاً د ژوند د اصلي کرکټرانو( مور او پلار) تر مینځ شخړې وینې، سهار په جنګ له خوبه راپاڅېږي، شپې خپه ویده کېږي، ډېر ژر به یو مات او غمځپلی شخصیت ټولنې ته وړاندې شي. دا ډول کورنۍ د اولاد شخصیت داسې جوړوي چې تل په شک/کومان کې ژوند کوي.

هغه ماشومان چې په جګړه‌مارو کورنیو کې لویېږي، دې پایلې ته رسېږي چې واده کړی ژوند هېڅ ښه نه دی. نه مینه پکې شته نه ارامښت، تر ټولو ستره خبره دا ده چې دوی د هرې اړیکې پر وړاندې شکمن نظر لري چې ایا په خلکو باور کول پکار دي که نه.
هره اړیکه یې متزلزله او ټکنی وي. دوی ښو خلکو باندې هم شکمن وي، پر ژوند شمکن وي، خوند نه شي ترې اخیستلی. دا ډول ماشومان تر خپل عمره غټ غټ کارونه کوي. دوی ناخوښه داسې مسوولیته مني چې هېڅ ورته متوجه نه وي او دوی پورې به اړه نه لري؛ خو د دې لپاره چې دوی له ماشوماتوبه په جنګ کې غټ شوي خپل لومړیتوبونه نه پېژني او ځان نه د حالاتو قرباني جوړوي.

پیغام: خپل راتلونکی نسل وژغورئ!

 

////////////////////////////////////////////////////////////////////////

 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.