ریتیک روشن

رضوان خان

708

پیژندنه: اصلي نوم یې “ریتیک راکیش ناګرات” دی
دبالیوډ لقبونه یې Duggu او Greek God دي
د اداکاری تر څنګ تجارت هم کوي 180 سانتي متره یې دقد اوږدوالی او 85 کیلو ګرامه یې وزن دی
دسترګو رنګ یې نصواري زرغون او د وریښتانو اصلي رنګ یې تور دی
په 1974م کال دجنوري دمیاشتي پر 10م تاریخ زیږیدلی دی او کور دممبی په ښار کې دی دهندویزم د دین پیروی دی
دسوداګری په بخش کې یې تر لیسانس تر کچي زده کړي کړي دي.
دمسلک لومړنی فلم یې د “کهو نا پیار هي” فلم وه چې په بوکس آفس کې بلاک باسټر سوی وه.
کورنۍ: پلار یې “راکیش روشن” یو فلم جوړونکی او ډایرکټر دی،
مور یي “پینکي خان” نومیږي چې مسلمانه ده،
اکا یې “راجیش روشن” نومیږي چې دفلمونو موسیقي جوړونکی دی،
ورور نلري د “سونینا” په نامه فقط یوه مشره خور لري.
#مدني_حالت: کرینا کپور، باربارا موري، کنګنا رناوت او شویتا بچن یې انډیوالاني او ګرفرینډاني تیري سوي دي
ریتیک په 2000م کال کې د ” فردین خان” داکا د لور او د “زاهد خان” دخور “سوزن خان” سره واده وکړ،
او په 2014م کال کې یې طلاق ځینې واخېست ویل کیږي چې دطلاق وجه “آرجون رامپل” سره دده دمیرمني پټه اړیکه وه.
دهغي میرمني څخه دوه زامن لري او اوس مجرد دی.
جایزې:- ریتیک روشن تر “شاهرخ خان” وروسته دبالیوډ دوهم اداکار دی چې ډیرې جایزې دځان سره لري چې شمیر یې 236 ته رسیږي مطلب د جایزو د اړخه یې دبالیوډ دوهم غوره اداکار بللای سوو
مهمه دا چې ریتیک خپل دمسلک د لومړني فلم پر سر دفلم فیر دغوره اداکار جایزه ترلاسه کړل وروسته بیا د “کویی میلګیا” “دوم 2” او “جودا اکبر” فلمونو په سر هم دفلم فیر څخه دکال دغوره اداکار جایزې ترلاسه کړي دي او تراوسه یې د اصلي فلم فیر جایزو شمیر 4 دی.
دخوښي_شیان:- د ریتیک سفر کول، سپورټ کول او مطالعه کول خوښیږي او دنڅا سره یې هم ډیره جوړه ده،
دخوښي اداکاران یې:- امتابچن، راج کپور او آل پاچینو دي،
دخوښي وړ ښځینه اداکاراني یې مدوبالا، ماهدوري دیکشیت او کاجل دیب ګن دي،
دخوښي وړ فلمونه یي:- دیلوالي دلهنیا لیجانګي، کهو نا پیار هي او شولي فلمونه دي،
دخوښي وړ رنګونه یې تور او سپین، او دخوښي وړ لوبه یې کرکېټ ده،
په میوه کې یې سیب، کیله، چیکو او انګور خوښیږي،
او دخوښي وړ نڅا کونکي یې شامي کپور او مایکل جکسن دي.
جالب حقایق:- د ریتیک اصلي نوم “ناګرات” دی،
د رتیک په راسته لاس کې 6 ګوتي دي مطلب لاسونو کې ټولي 11 ګوتي لري،
ریتیک دلومړي ځل دپاره په 6 کلنۍ کې د “سرې دیوي ترڅنګ په 1980م کال کې د “آشا” په نامه فلم کې دیوه هلک رول اوبولی وه،
ریتیک د خپل پلار دطرفه په جوړیدونکو فلمونو لکه “کرن آرجون” او “کویلا” فلمونو کې دکومکي لارښود وظیفه هم پرمخ بیول او ترڅنګ یې دچاې راوړلو او اداکارانو ته د خدمت کولو وظیفه هم ترسره کول،
د “کهو نا پیار هي” فلم وړاندیز راکیش لومړی و “شاهرخ خان” ته کړی وه خو دشاه دطرفه هغه فلم رد سوی وه بیا راکیش پر دا فلم نور هم کار کړی وه او خوندور کړی یې وه او بیا یې دا فلم دخپل زوې سره جوړ کړ،
د “کهو نا پیار هي” فلم د ریلیز وروسته ریتیک په هغه کال د واده 30000 وړاندیزونه ترلاسه کړي وه،
په “ډون” او “سوادیس” فلم کې د شاهرخ خان و رول ته او په “دل چاهتا هي” کې د” اکشي کهنا” رول ته دا فلمونو کې د ډایرکټرانو لومړنی انتخاب ریتیک روشن وه خو دا ټول فلمونه ریتیک رد کړی وه چې دامله یې وروسته ډیر دپښیمانی احساس هم کړی دی په تیره بیا کله چې یې “باهوبلي” فلم ډکولو ته یا ویلي وه،
په هلک والي کې دریتیک “مدوبالا” او “پروین بابي” په نامه اداکاراني ډیري سختي خوښیدي،
د “زنده ګي نا میلیګي دوباره” فلم د هوا، آب بازي، د غوایي څخه د ځغاستي او نوري ټولي سختي صحني ریتیک بیله کومه کومکه پخپله ډکي کړي وي،
د “بنګ بنګ” فلم د ډکولو وروسته ریتیک دبالیوډ لومړنی اداکار سوو چې خپل یوه فلم کې یې د Fly Board څخه کار اخېستي وه چې هغه وختونو کې تازه جوړه سوي تکنالوژي وه،
“ریتیک اول سر کې د سګریټو او شرابو څخه لږ لږ استفاده کول خو وروسته یې داندام او بدن پخاطر پر مخ پریښول
او د داغه اندام پخاطر ریتیک تل پرهیز کوي او داسي څه هیڅکله نه خوړي چې دده بدن یا صحت ته زیان ورسیږي.
#په_آخیرکې:- ریتیک روشن دیوه فلم پر سر 35/40 کروړو شاوخوا دستمزد اخلي او مکمله شتمني 215 میلیونه ډالره یاهم 1428 کروړه ده
تر ټولو ډیر ستایل سوی رول یې په “کویي میلګیا” فلم کې د ‘روهیت’ رول وه او د مسلک ټولو لوی کامیابه سوی فلم یې “کهو نا پیار هي” فلم دی چې دبالیوډ دتاریخ 16م لوی بلاک باسټر فلم دی.
راتلونکي فلمونه یې “فایټر” او “کریش 4” فلمونه دي

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.