!پوهیږم

پتانه ژوند

501

پوهیږم !
چې ته دومره هم بد نه یې
ستا سړه سیلۍ په شدت واره وروي
پوهیږم چې ولي واوره ځمکي ته په نڅا، نڅا راځي
پوهیږم د واوري دا نڅا  د بهار د راتلو غږ حس کوي

پوهیږم
ما ستا ښه نیت ولید چې دیوال ته دي د غره پڅیر واوره ودروله او ښکلې سپین مخې خپل او جود د لمر په تودوخۍ سره ویلي او وغوړاوو

زه پوهیږم چې هغه اوبه د سپرلي د ګلونو د ژوند هیله ده
او هغه اوبه به د ځمکي سپیره بخت زرغونوي.

مګر متاسفه یم ما وبخښه:

زه ستا د ښیګړي او ستا د نیت سترګو  ته نه شم کتلای
زه په تیټو سترګو یم
زه بخشنه غواړم

دا باید ته زما نه واورې
زه بله لاره نه لرم

که ته دلته پاته شې زه به مې بې شمیره هغه انسانان چې د کور چت یې نړیدلی او ستا د اوسیدو توان نه لري له لاسه ورکړم

که چیرته واوره خپل کدمونه درانه کړي او سیلۍ خپل شدت ونیسي د هغوی کوټې به ونړیږي هغه به بې کوره شي,ډوډۍ به یې له خاورو ډکه شي بیا به هیڅ ونه لري چې مرګ ته ځواب ورکړای شي

نو ته هڅه وکړه خپله سیلۍ او د واوري شدت دي درټول کړه په هغه چا ووره چې له وریدو دي خوند اخلي موږ نه شو کولای

زما هر ماښام په هغو اندیښنو پیلیږي چې بیا به کوم څوک د ښار کوڅه کې د یخنۍ قرباني وي او سوي اسویلي به یې د کوڅه ډبو سپو په خوله کې خیژي

زه دا زجر نور نه شم یستی
زه په یو غټ عزاب کې یم

اورې؟

دا کیسه شاید ستا لپاره وړه وي چې زما د ښار په کوڅه کې یو څوک خپل ژوند بایلي او غوښي یې سپي خوري, مګر زه دا نه شم لیدی.

خزانه!  زه دي دوامداره نه شم زغملی
زما له ښاره ووځه
سپین مخې ته دي ووایه چې خپله نڅا بس کړي
د باد دا موسیکې غلې کړئ
زما په ښار کې ویر ده
زما د ښار په کوڅو کې ماشومان ستا یخني وژلي او کوڅه ډبو سپو یې نازکې غوښي په خپلو کسیفو غاښو شکولې
ته قاتل یې
دا درد د زغملو وړ نه ده زما اوښکې نه دریږي

بس دی نور بس دی

زما له ښار ووځه
ووځه زما له ښاره.

پتانه ژوند

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.