د ژوند په ارزښت متمرکز اخلاق

پوهاند محمد بشیر دودیال

598

د ژوند په ارزښت متمرکز اخلاق biocentric ethic

 

په دې باندې عقیده لرل چې ټول ژوند (ونو – بوټو او ژويو) ته باید درناوی وشي، د چاپیریال ژوندۍ برخه باید زیانمنه نشی، دغه برخه باید یواځې د انسان له ژوند څخه قرباني نشي، خو کیدای شی د انسان په ګټه وکارول شی. اوسني وخت کې  د بشر لخوا په صنعت کی د افراط او وسله والو سیالیو له امله د ژوند چاپیریال او ایکوسیستم ته د ګواښونو په پیښیدو د دغو اخلاقیاتو پلویان زیات شول او اوس یی یو نوی نړۍ لید (biocentric world view) رامنځته کړی. دغه نړۍ لید ټول ژوندي موجودات د نړۍ د خلقت (لوی کیهان) محور بولي.

د ژوند تنوع biodiversity

د ځمکی پرمخ د ایکوسیستم په ټوله مجموعه کې د راز راز ژوندیو موجوداتو شتون. د ژوند رنګارنګی. د ځمکی پرمخ د ژوند بډایتوب چی په میلیونونو بوټي، ونې او ژوي (له یو حجروی موجوداتو نیولی تر لویو پورې) پکې راځي او هيڅ  یو ډول هم باید له انقراض سره مخامخ نشي. د ژوند رنګارنګی ساتل. biodiversity د علمي څیړنو په پایله کې یوه اړتیا بلل شوی ده. علمی څیړنې وایي چې نور نو باید د نړۍ په سره کتاب کی یو نوم هم ور زیات نشی او د ځمکې د مخ کم له کمه ۱۲ سلنه باید د انسان له هر ډول فعالیت پرته نورو ژوندیو ته پریښودل شی.په یوه ټاکلی ساحه کې د ژوندیو موجوداتو (ونو بوټو، ژویو) بیلابیل ډولونه چې هر ډول د انقراض له خطر څخه بچ او د یوه سالم ایکوسیستم استازیتوب کوي. د بیلابیلو ژوندیو موجوداتو د ټولنې یو ګډ ترکیب.

 

////////////////////////////////////////////////////////////////////////

 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.