اتومي برېښناکوټونه د هېوادونو د پرمختګ دروازې

لیکنه: محمد سلیم سلیمان

391
 

په نړۍ کې روانو سياسي کشمکشونو، مالي بحرانونو او ساري ناروغيو نړیوال اقتصاد ته ډېر زيان اړولی دی. حتی پرمختللي هیوادونه لا نه شي کولی په بشپړ ډول له دې بحران څخه روغ ووځي او وراوښتي تاوانونه جبران کړي. همدارنګه دا وضعیت د بين المللي سیاسي او ټولنیزو کړکیچونو له امله لا پسې خراب او بدتر شوی دی. د نړۍ د هېوادونو ترمنځ جهاني همکاري او همغږي تر بل هر وخت په ناسم وضعيت کې قرار لري؛ اوږدمهاله اړيکې او شراکتونه تر ډېره محکم نه پاتې کېږي. نو له مشکلاتو څخه د وتلو لپاره اقتصادي کارپوهان وايي چې د وضعیت د خوندي کولو لپاره هېوادونو ته اقتصادي ځان بسياينه او په ځان متکي کېدل تر بل هر وخت ډېره زياته او مهمه اړتیا ده، او د دې د تضمین يوه عمده لاره (د اتومي انرژۍ په برخه کې پرمختګ) کېدلی شي. ګټونکي به هغه هېوادونه وي چې ځواکمنه، ارزانه، پرېمانه او خپلواکه انرژي لاسته راوړي او يا د داسې انرژي توليدونکي وي.

مخکې له دې چې اصلي موضوع ته راشو بايد اتومي انرژي تعريف کړو او په دې وپوهېږو چې څه ډول له اتومي انرژي او اتومي برېښناکوټونو څخه انرژي لاس ته راځي.

د سوله يیزې اتومي ټکنالوژي تر ټولو پېژندل شوې څانګه د اتومي انرژي او یا هم د اتومي برېښنا تولید دی. اتومي انرژي د یورانیمو هستې له چاودنې څخه رامنځته کېږي. د چاودنې دې تعامل ته اتومي انشقاق ويل کېږي.

د انشقاق په ترڅ کې رامنځته شوې تودوخه په اتومي بټۍ کې اوبه تودوې او بیا دا اوبه د لوړې تودوخې له امله په بخار اوړي. دا بخار بیا د برېښنا ټربین (توربین) او ټربين بیا پخپل وار سره د برېښنا تولیدوونکی یا جرنېټر ګرځوي.

د تېلو او سکرو په مرسته مشهوره حرارتي برېښنا هم کټ مټ په همدې میکانیزم تولیدېږي، خو یوازینی توپیر یې دا دی چې اتومي بټۍ د اوبو تودولو او په بخار اړولو لپاره د اتومي انشقاق انرژي کاروي، خو حرارتي برېښنا بیا د اوبو تودولو او په بخار اړولو لپاره له تېلو او سکرو څخه کار اخلي.

د اتومي بټۍ امنیتي او مصؤونیتي تدابیر د حرارتي هغې په پرتله ځکه ډېر زیات دي چې اتومي بټۍ د پلوټونیمو په شان نور راډیواکټیف پاتې شوني لري او دا چاره چاپیریال او وګړو ته لوړ روغتیايي خطرونه را منځته کولای شي.

یورانیم په طبیعیت کې بېلابېل ډولونه یا بېلابېل ایزوټوپونه لري چې یوازې یورانیم ۲۳۵ یې د انشقاق او اتومي انرژۍ تولید وړتیا لري. په طبیعیت کې د ټولو شته یورانیمو له مینځه یوازې صفر اعشاره اووه سلنه یې یورانیم ۲۳۵ دي.

د اتومي انرژي په برخه کې د نړۍ ټول پرمختللي هېوادونه يو تر بله هڅه کوي چې د فوسيلي انرژي پرځای اتومي انرژي ته وده ورکړي، د اتومي انرژي بټۍ جوړې کړې  او ځانونه په دې انرژي باندې متکي کړي او همدارنګه یې د خپلو شرکتونو او ساينسپوهانو په مرسته په نورو هغو هېوادونو کې چې  غواړي د اتومي انرژي په برخه کې خپلې اړتياوې رفع کړي او يا په دې برخه کې ستونزې او اړتياوې لري د پيسو په مقابل کې اتومي برېښناکوټونه او اتومي بټۍ  ورته جوړ کړي .

اتومي انرژي له هرې بلې انرژي څخه قوي، دوامداره، ډاډمنه او پاکه ده. که څه هم په دې برخه کې ځينې سياسي ستونزې شته، مثلا زبرځواکونه په ځانګړي ډول امريکا د ملګروملتونو په اډانه کې په هغو هېوادونو چې د اتومي انرژي په برخه کې هڅې کوي او يا غواړي چې په خپل سر د اتومي انرژي په برخه کې کارونه پيل کړي مشکلات او ستونزې ورته جوړوي، تر اقتصادي بنديزونو لاندې یې نيسي او په يو نه، يو ډول ددې هېوادونو د خپل سري کار مخه نيسي. نړيوالو ته دا فکر ورکوي چې ګويا ياد هېوادونه هڅه کوي چې د اتومي وسلو د جوړولو لپاره ابتدايي لارې چارې جوړې کړي او  يا (د نړيوال امنيت لپاره خطر ) ډنډوره پسې غږوي. (دا د ستونزې يو بل اړخ او مهم اړخ دی چې بل وخت به  خبرې پرې وشي).

له ټولو مخکې به د اتومي انرژي په برخه کې په مخکښو هېوادونو لکه: روسيه، امريکا، ،چين، جاپان ، سويلي کوريا، فرانسې، کاناډا او نورو نظر واچوو او يو پر يو به د اتومي انرژي په برخه کې د دوی پرهڅو ، توليد او اتومي برېښناکوټونو او د اتومي انرژي په بټيو  وغږېږو.

په پيل کې به د اتومي انرژي  او اتومي برېښناکوټونو په برخه کې د روسيې په کردار خبرې وکړو چې په نړۍ کې په دې برخه کې يو مهم لوبغاړی دی او په خپل هېواد سربېره یې د نړۍ په ځينو هېوادونو کې د هغو هېوادونو په غوښتنه د اتومي انرژي برېښناکوټونه جوړ کړي دي او ځينې یې لا د جوړولو په حال کې دي.

د روسیې فدراسیون سره له دې چې اوسمهال له نړيوالو  بندیزونو او  فشارونو سره مخ دی خو لا هم په دې برخه کې پانګونې کوي او په خپل هېواد سربیره په بهر کې د خپلو اټومي انرژي پروژو ته وده ورکولو کې د نړۍ د مخکښو هېوادونو په ډله کې راځي.

روسيه د ROSATOM کمپنۍ تر نامه لاندې په خپل هېواد او نړۍ کې د سوله ييزې اتومي انرژي او اتومي برېښناکوټونو د جوړولو او پراخولو په برخه کې کار کوي چې  اوس مهال د نړۍ له پنځوسو څخه ډېر هیوادونه د ROSATOM روس اتوم خدمات کاروي. او په اروپا کې په دې برخه کې لومړنی ستر شرکت دی. له مالي بحرانونو سره سره  روسیه په بهر کې د اټومي انرژي کارخانو په جوړولو کې په نړۍ کې لومړی راغلې. روسي متخصصينو ۳۸ ریکټرونه (بټۍ) جوړې کړې او يا تر کار لاندې دي چې ټولټال  28.5GW برېښنا توليدوي او دوه تر ټولو ستر، ستر اتومي برېښناکوټونه یې د( Kursk II-1 and Kursk II-2 ) په نامه اوسمهال تر کار لاندې دي چې په یوازې سر 2.3GW برېښنا توليدوي. د روس اتوم يا د اتومي انرژي په برخه کې د روسي شرکت د کار جغرافیه منځنی ختیځ ، آسیا ، د افریقا لویه وچه او اروپا پوښي.

د اتومي انرژي په برخه کې د روسيې خدمات د  ارزونې ، نسبي ارزونې ، اعتبار او مصونیت  له پلوه په ډېره ښه درجه کې راځي او د کار د دوام له پلوه هم بيخي ښه اغېزمن دي.

نن سبا په سوله ييز ډول اتومي انرژي تر بل هر وخت د نړۍ د هېوادونو ډېره اړتيا ده چې د انرژي د تر لاسه کولو لپاره بايد لاس رسی ورته ولري،

روس اټوم د اتومي انرژي په برخه کې هغو هېوادونو ته چې دوی اتومي بټۍ ورته جوړوي له مسلکي کسانو سره  دتجربو په شریکولو ، ځایي پرسونل په روزنه ، او په خپله د بریښنا د نوي تاسیساتو د عملیاتي ملاتړ په برخه کې هم کار او مشورې ورکوي او هم مسلکي پرسونل ورته روزي. روس اټوم د نړۍ بیلابیلو هیوادونو ته  ټول هغه ماشينونه او کارخونې لومړی په خپله د روسیې فدراسیون په خاوره کې ازمويي چې فعاليت يې ښه و بيا یې په هغو هېوادونو کې چې له دوی یې د بټيو غوښتنه کړې نصبوي، دوی دا کار ددې لپاره کوي چې خپل لا ډېر مشتريان پيدا کړي او په دې برخه کې له سيالو هېوادونو څخه ميدان ونيسي. او دا یې د کیفیت غوره ثبوت هم دی.

د مثال په توګه د روس اټوم شرکت يو مهم پراجيکټ  چې په ترکيه کې  یې تر کار لاندې دی د Akkuyu Nuclear Power Plant  په نامه دی، په  ۲۰۲۳ کې به د ۲۰ ميليارده ډالرو په لګښت د روس اتوم لخوا جوړ شي او دا به د ترکيې لومړنی اتومي برېښناکوټ وي. چې د ټولو څلورو واړو واحدونو په بشپړېدا سره به 4.8 GW برېښنا برابروي.او د اتومي انرژي د کار کولو عمر او ګېرنټي به یې تر ۶۰ کلونو څخه ډېره وي.

د روس اټوم شرکت لخوا په هند کې د Kudankulam Nuclear Power Plant بټۍ ، په ایران کې د بوشهر دوه  د اټومي انرژي بټۍ ، په چین کې د Tianwan  او  Xudabao اټومي بټۍ ، او په بنګله دیش کې د Rooppur اتومي برېښناکوټونه تر کار لاندې دي او په دې سربېره  په مصر ، ترکیه ، ویتنام ، بیلاروس او داسې نورو هېوادونو کې هم د اتومي برېښناکوټونو د جوړولو په حال کې دی.

د روس اټوم کمپنۍ د اتومي انرژي د بټيو د جوړولو ټول عايد شاوخوا 133 ملیارد ډالرو څخه ډیر دی او د راتلونکې يوې لسيزې لپاره په نړۍ کې د اټومي بټيو د جوړولو قراردادونه يې اخيستي دي. د جاپاني اټومي بریښنا کارخانې “فوکوشیما” کې له حادثې وروسته د روسیې د اټومي انرژي پرکار باندې د نړۍ د هېوادونو باور ډېر شو او په دې برخه کې یې د کار له پلوه تر نورو خوندي کمپنۍ وبلله.

سره له دې چې روسيه په نوره نړۍ کې د اتومي انرژي د برېښناکوټونو د جوړولو په حال کې ده په خپل هېواد کې یې هم د ۱۰ په شاوخوا کې د اتومي انرژي په برخه کې بټۍ د جوړولو لاندې دي چې په راتلونکو کالونو کې به یې ګټې اخيستنې ته چمتو کړي.  شرکت یې ادعا کوي چې د نوې ټيکنالوجي په مرسته به د راډيو اکټيو مضرو وړانګو  د کمولو اندازه هم تقريبا صفر ته راټيټه کړي.

نن سبا روسيه ډېر زيات فوکس د اتومي انرژي او د نړۍ په هېوادونو کې د اتومي انرژي د سټېشنونو په جوړولو کوي او دا یې د خپل هېواد په اقتصادي وده کې د پام وړ تاثير لري او له دې لارې ډېر زيات عايد لاس ته راوړي

په روسيه کې د شوروي له وخته د اتومي انرژي او اتومي برېښناکوټونو د جوړولو په برخه کې جدي کار راپیل شوی و او همداسې په پوره جديت سره لا تر اوسه روان دی. روسيې د اتومي انرژي لومړنۍ بټۍ ددې هېواد په  اوبنينسک  ښار کې جوړه کړه چې په ريکارډ  تېز وخت يانې يوازې ۴ کلونو کې ګټې اخيستنې ته وسپارل شوه دا پروژه د ايګور واسيليوويچ کورچاتوف لخوا رهبري کېدله چې نړۍ به د اتومي بم د پلار  په نامه يادوه خو په دې کار سره په تدريج سره د اتومي سوله ييزې انرژي د پلار په نامه وپېژندل شو.

که څه هم  د روسيې سيالان لکه فرانسه، جاپان،کوريا او نور هېوادونه هڅه کوي چې د اتومي انرژي په برخه کې ورڅخه د نړۍ بازارونه ونیسي او له  هېوادونو سره دا ډول قراردادونه لاسليک کړي خو بريالي شوي نه دي.

که څه هم په اروپا کې د اتومي انرژي په برخه کې فرانسوی شرکت Électricité de France S.A په اروپا کې لومړی او تر ټولو ستر  شرکت ګڼل کېږي خو نن سبا له سخت بحران سره مخ دی ، اداره يې خرابه شوې، عاید یې د سقوط په حال کې دي، د بانکونو قرضدار دی او معلومېږي چې ښه راتلونکې نه لري او يو خورا ډېرو مشکلاتو او بحران سره مخ دی.

د Orano SA په نامه شرکت چې د Électricité de France عمومي شرکت دی په فنلېنډ هېواد کې یې د Olkiluoto Nuclear Power Plant اتومي برېښناکوټ  چې کلونه پخوا یې پيل کړی دریم واحد لا تر اوسه سرته نه دی رسولی.

ساختماني کار يې له 2005 ميلادي راهیسې روان دی او له هغه وخت راهیسې د کار لګښت له لومړني 3.2 میلیارده یورو څخه 8.5 ملیاردو یورو ته لوړ شو. او په اروپا کې د اتومي انرژي تر ټولو اوږدمهالې اتومي بټۍ ده چې بشپړېدا یې ډېر زيات وخت ونيو.

ستونزې یې ډېرې زياتې دي، ټيټ کيفيته تجهيزات او د مسلکي کسانو نه شتون یې لوی مشکلات دي د کار د تجربې په برخه کې دوی د نړۍ د بېلابېلو سيمو لپاره ساينسپوهان ، اينجينران او کارګران نه لري پخواني هغه تقاعد کېږي او پرځای یې هغسې مسلکي او تکړه کسان نه ګومارل کېږي چې د دوی ځای ونیسي. د فنيلنډ اولکیلوټو اتومي انرژي بټۍ بايد د نوي جنرېشن رییکټر (EPR-1600) سره تقویت شي. دا رييکټر په پراخه کچه خورا معتبر او اغیزمن رييکټر دی چې خورا  مهم او کارنده ثابت شوی دی.

ياد شرکت په امریکا، هند،کاناډا او برتانيا کې هم له ورته مشکلاتو او ستونزو سره مخ دی.

همدارنګه یې په ۲۰۰۷ زېږدي کال کې له جاپاني کمپنۍ ميتسوبيشي Heave Industries ( MHI ) سره په جاپان کې سرمايه ګزاري وکړه د اتومي انرژي هغه بټۍ چې دوی جوړوله د رييکټر د III + نسل څخه وه او نوم یې ATMEA -1 و ، که څه هم د جوړښت له پلوه له روسي اتومي انرژي له بټۍ VVER-1200 سره یې ورته والی درلود ، ډيزاين او لومړنۍ چارې یې په ۲۰۱۵ ميلادي کال کې پای ته ورسېدلې خو لا يې هم عملي کار نه دی پيل شوی او هماغسې یې نقشې د کاغذ پرمخ پرتې دي.

همدارنګه ددې فرانسوي شرکت پر وړاندې د فساد او غبن خبرې هم راپورته شوې؛ د ۲۰۱۱ په مني کې د فرانسې لويې څارنوالي ځينې داسې اسناد وموندل چې ياد شرکت په اړه پکې د فساد او غلا خبرې شوې وې چې په نايجيريا هېواد کې ترسره شوې وې، بيا يې (اريوا Areva) چې ددې اتومي شرکت لنډ نوم دی په نورو کمپنيو وپلوره او معلومه شوه چې Areva رييس ۱۰۰ ميلیونه ډالر فساد کړی و.

همدارنګه امريکايي شرکت Westinghouse Electric Company LLC چې د اتومي انرژي د برېښناکوټونو په برخه کې فعاليت کوي فعاليت هم چندان ښه نه دی، له ۱۹۹۹ ميلادي کال څخه چې ددې شرکت بنسټ اېښودل شوی دی په يو پراخ او اوږد پلان جوړ شوی و خو کله يې چې په ۱۹۹۹ ميلادي کال کې د III + نسل اتومي ريکټرونه د AP-600 په نامه د جوړولو اعلان وکړ، پراخ تبليغات یې ورته وکړل خو لا تراوسه يې ددې ډول کوم ماډل نه دی جوړ کړی سره له دې چې له دې وروسته یې د AP-1000  لپاره هم لا تبليغات کول په داسې حال کې چې د مخکني پلان یې لا عملي نه کړ.

په ۲۰۰۴ ميلادي کال کې امريکا د خپلو پراخو تبليغاتو په لړکې  او هم د سياسي او ډیپلوماټيکو فشارونو په نتيجه کې چين دې ته وهڅاوه چې له امريکا څخه په دې برخه کې مرسته وغواړي او اتومي برېښناکوټونه ورته جوړ کړي ، خو وروسته وروسته معلومه شوه چې د دوی د اتومي برېښناکوټونو محافظت ضعيف، ساتنه یې ستونزمنه، تجهيزات او قطعات یې کم کيفيته دي.

همدارنګه بيا امريکا هڅه وکړه چې په هند، چک جمهوريت او بلغاريا باندې د اتومي برېښناکوټونو ځينې تجهيزات وپلوري خو دا چې هغو سيمو ته مخکې له مخکې برتانويانو سترګې خښې کړې وي په خپل منځ کې يې په دې برخه کې يو پربل انتقادونه پیل کړل.

په ۲۰۱۴ ميلادي کال اوکراين چې له د داخلي کشمکش او کورنيو مشکلاتو سره مخ و ويې غوښتل چې  امریکا یې په هېواد کې د اتومي انرژي په برخه کې سرمايه ګزاري وکړي  او اتومي انرژي بټۍ ورته جوړه کړي، خو دا چې مخکې له دې په اوکراین کې د روسيې اتومي ريکټرونو کار کاوه، د دواړو هېوادونو د اړيکو د مشکلاتو لامل شول او د کارپوهانو د وينا له مخې د امريکا دا هڅه يوه ناسمه او مشکل جوړونکی کار و.

نن سبا د وسټينګهاوس نړيوالې پروژې په ابهام او نامعلوم حالت کې قرار لري او په ۲۰۱۷ کې دا کمپنۍ دېوالي شوه.

خلاصه دا چې نن سبا د دنيا په اقتصاد او سياست کې انرژي او د هغه منابع تر ټولو مهم رول لري او هغه هېوادونه چې د انرژي سرچينې له يو بل سره شريکوي تر ټولو ښه ملګرتيا سره کوي او په نړۍ کې  د نړيوالو تر منځ تر بل هرڅه اقتصادي ګټې مهمې او اقتصادي ملګرتيا تر بل هرڅه ډېر رول لري او د اوږدمهالې او تل پاتې ملګرتيا فلسفه نوره نه چلېږي او هغه هېوادونه د يو بل ښه ملګري دي چې په نورو چارو سربېره د انرژي په برخه کې د یو بل اړتيا ورپوره کوي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.