سیاسي مشروعیت 

لیکنه: مقتصد ستړی

563
پوښتنه: 
لکه څرنګه چې په ولسواکو حکومتونو کې د ولس اراده د سیاسي مشروعیت سرچینه بلل کېږي، په اسلامي حکومت کې د سیاسي مشروعیت لپاره د خلکو اراده څومره مهمه ده؟ 
ځواب:
 ــ د اسلامي حکومت د مشروعیت یوازینۍ سرچینه الهي قانون یا د خدای اراده بلل شي نو ځکه د خلکو اراده د اسلامي سیاسي نظام د مشروعیت سرچینه نشي بلل کېدای.
خو د هر ملت له اساسي حقوقو څخه یو یې دا دی چې خپل سرنوشت وټاکي او د حکومت بڼه او ډول په خپل لاس کې ولري، سربېره پر دې چې د اسلامي معيارونو په چوکاټ کې د حکومت د ډول او شکل ټاکل د خلکو دنده ده، ځکه چې هر مشروع سياسي نظام يوازې د خلکو په اراده او ملاتړ سره دوام کولای شي.
یانې که خلک د یوه حکومت ملاتړ وکړي، دا حکومت به نه ړنګیږي او هرکله چې یو ملت پخپله اراده یو نظام رامنځته کړي او بیا یې کلک ملاتړی اوسي، هیڅکله به دا نظام کمزوری او له منځه لاړ نشي.
راځئ چې دا موضوع لږ نوره هم واضح کړو او د اسلامي حکومت او استبدادي حکومت په توپیر باندې وغږېږو:
استبدادي حکومت د زور په کارولو سره ټولنه اداره کوي او د دې مشروعیت سرچینه د خلکو له ارادې څخه نه شي رامینځته کېدلای، حاکم ځان د هیڅ شي مسؤل نه ګڼي او هیڅوک نشي کولی د حاکم په کړنو اعتراض وکړي، ځکه هغه ځان په ټولنه کې له هر ډول قانون څخه وتلی ګڼي.
دا هغه ځانګړنه ده چې د ډیموکراټیک حکومت څخه د دیکتاتور حکومت توپیر را په ګوته کوي، همدارنګه استبدادي حکومت له اسلامي حکومت څخه په بنسټیز ډول توپیر لري.
د اسلامي حکومت د مشروعیت سرچینه د خدای اراده او الهي قوانین دي، له همدې امله اسلامي حاکم بايد د اسلامي قوانينو پر بنسټ د هېواد اداره وکړي، که چیري د اسلامي ټولنې مشر له الهي احکامو څخه سرغړونه وکړي، خپل مشروعیت له لاسه ورکوي.
له بلې خوا اسلامي حکومت په ډیرو چارو کې د خلکو اراده له ځان سره لري، د خلکو اراده د قدرت سرچینه او د خدای اراده د اسلامي حکومت د مشروعیت سرچینه بلل کېږي، په داسې حال کې چې یو استبدادي حکومت د واک له لحاظه د خلکو په ارادې پوري اړه نلري او نه هم د مشروعیت له مخې د خدای په اراده او الهي قوانینو تکیه لګوي.
خو د خلکو اراده پخپله یو معیار ته اړتیا لري چې د هغې مشروعیت تصدیق کړي، ځکه عدالت او وړتیا د خلکو د ارادې نه بېلېدونکې اړتیاوې دي او په یو اسلامي حکومت کې د خلکو اراده، د عدالت په رامنځته کولو کې مهم رول لري.
همدارنګه خدای انسان ته الهي قانون د دې لپاره ورکړی چې د اسلامي معیارونو په مرسته یو عادلانه ټولنیز نظام رامینځته کړي، تر څو په دې وسيله انسان په هر اړخ کې سوکاله او متمدن ژوند ولري.
اوس تاسو د پورتني متن تر لوستلو وروسته ویلی شئ چې د افغانستان اوسنی حکومت، اسلامي دی، استبدادي دی او که هیڅ ډول سیاسي مشروعیت نلري؟

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.