د هډوکو کمزوري د څه شي څخه پیدا کېږي ؟

492

په هډوکو کې د کلسیم د تراکم / کمښت او د هډوکو د طبیعي ځواک کموالی دی چې د هډوکو د کمزورۍ او ماتېدو سبب ګرځي .

 لاملونه : د اوږدې مودې لپاره په خوړو کې د کلسیم او پروټین کموالی . په ښځو کې د عقامت ( شنډتوب ) نه وروسته د اسټروجن کموالی . په ورځني چارو کې د فعالیت ، ورزش او حرکاتو کموالی .

په خوړو کې د وېټامین سي او ډي کموالی . د سګرېټو او الکولو استعمال . کورټیکوسټېرویډ دواګانو دوامداره استعمال . د تایروید غدې ( جاغور ) زیات فعالیت . سرطاني ناروغۍ . ارثیت یانې د کورنۍ په نورو غړو کې د ورته ستونزې شتون .

 تشدیدوونکي لاملونه : د عملیات په واسطه د ښځو د تخمدان ویستل . د سرطان د درملنې له پاره راډیوتهراپي . خوړو کې د کلسیم ، پروټین او ویټامینونو کموالی . الکول او سګرېټ استعمالول د هډوکو کمزوري دوه چنده کوي .

 نښې : د ملا په تیر او نورو هډوکو کې د درد احساس . په پرمختللي حالاتو کې د ملا په تیر کې ناڅاپه درد پیداکېدل . د ملا د تیر د بڼې بدلېدل . د عادي ګوزار ( ضربه ) سره د هډوکو ماتېدل . د هډوکو ځواک له لاسه ورکول .

 مخنیوی او درملنه : د شېدو ، مستو او پنېرو ډېر خوړل . په یوه ورځ کې په وقایوي ډول د ۱۵۰۰ ملي ګرامو کلسیم اخستل . ورزش کول او پلی تګ کول . الکول او سګرېټ پرېښودل . د کار او تګ په وخت کې ډېر احتیاط کول ، تر څو د غورځېدو او د هډوکو د ماتېدو مخه ونیول شي . د بدن د وزن د زیاتوالي په صورت کې د وزن کمول . د درد د کمولو لپاره غړو ته ګرم ټکور ورکړﺉ او یا ۵۰۰ ملي ګرام هر اته ساعته وروسته
Tab.Paracetamol

یا
Tab. Acetaminophen

استعمال کړﺉ.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.