مرخېړي یا خریړي یا ځمکې غوښه

1,199

 مرخېړي یا خریړي یا د ځمکې غوښه Mashroom طبي ګټې

 مرخېړیو ته د پښتنو په بیلا بیلو سیمو کې خریړي ، خامیړي ، خارمیري ، خرړي ، ستوری ، دوړنګ ، ډينګرۍ ، ايرړۍ ، ګو بلکه ، خرمره، مارپوچکي، خوټوری، خوړخوړکی، کټوخی، کوړکوچک، ځمکۍ غوښه، خومبه، شیشتري، او د کارغه خولۍ هم وایي چې په انګریزي ژبه یې مشروم Mushroom بولي . همدا راز مرخېړیو یا خریړو ته په فارسي ژبه کې سمارق یا سماروغ وایی . ایرانیان ورته قارچ چتري او په عربی ژبه یې عيش الغراب او المشروم بولي چې ښه او ګټور خواړه دي .

مرخېړي د غوښې پر ځای خوندور او لږ کالورۍ لرونکي خواړه دي چې کولای شي د وزن پر کمولو ښې اغېزې ولري . که په هر ځل خوړو کې د غوښې پر ځای مرخیړي وخوړل شي نو اضافي کالوري به مو له بدنه لېرې کړې وي . مرخېړي د B ويټامينو او منرالو ښه منبع ده. معمولا د سلاتې سره خام خوړل کیږي ، خو ځيني خلک یې د غوښې په څير په سيخانو کې د کباب په شا نې پخوي او خینې خلک یې په غوړیو کې د پیازو او رومي بانجانو ( ټماټرو ) سره یو ځای سره کوي .

مرخېړي د شکرې ناروغۍ سربیره د وينې لوړ فشار او د زړه په ناروغيو اخته کسانو لپاره مناسبه غذا ګڼل کيږي. مرخېړي په خپل جوړښت کې پروبيوتک دي. پروبيوتک هغه خوراکي توکو ته ويل کېږي چې په کولمو کې ګټورې باکترياوې له منځه نه وړي بلکې د هغوی په وده کې مرسته کوي. مرخیړي بي ویټا مین ، ډي ویټا مین اوسی ویټامین هم لري او ددې تر څنګ کلشیم، مګنیشیم، پوتاشیم او معدني مواد هم لري. مرخېړي تر لسو زرو پورې ډولونه لري، خو ډیر ډولونه یې بیا زهرجن دي چې نه خوړل کېږي او روغتیا ته زیان رسوي.

*********************************************

;

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.