د امیر حمزه شینواري یاد

ډاکتر کبیر ستوري

503
د پښتو غزل بابا ابوالمراد امیر حمزه شینواری په ۱۹۰۷ عیسوي کال د ډسمبر په میاشت کې په لواړګي کې د قومي مشر ملک بازميرخان په کور کې ځیږیدلی دی. حمزه شینواری دوه کلن ؤ چې د مور د سر سیوری ئي دسره کم شو. پلار ئي يو مالدار ، ملک اوسرکاري ټېکه دار وو، او په خپلو کارونو بوخت ؤ چې لدې کبله ئي حمزه ته پوره وخت نه لرلو او مشر ورور ئي هم ورته ډیره پاملرنه نه شوه کولی او د ژوند تودو سړو ته له کوشنیوالی ېوازې پاتي شوی ؤ.
ښاغلي حمزه شینواري د شپږو کلونو په عمر د لنډي کوتل په ښوونځي کې په زده کړه پیل وکړ او بیا په پيښور کې اسلامیه کالج ته لاړ، هلته ئي د نهم ټولګي (جماعته) پوري زده کړه وکړه او بیا ئي ښوونځی پریښود.
د زده کړي او سبق د پریښودو علت د حمزه شینواري په اقتصادي ستونزو او یا په بي توانۍ او د استعداد په کموالي کې پروت نه دی، بلکې د یو ښوونکي (استاد) دښوونې او روزنې په نیمګړتیا کې چې دده زړه ئي د زده کړي (سبق) څخه تور کړی ؤ پروت دی. د میر حسین شاه دقول له مخي دی پخپله وائي: «سبق ته تلم راتلم، په تختې به مې پټۍ هم لیکله، خو یوه ورځ چې مې کور کې د پټۍ لیکل وکړل ، نو یو نوی خیال مې په ‌ذهن کې وغونځیده. د تختې دپاسه مې د پټۍ په ځای د انسانانو خاکې جوړي کړي،پخپله ورته د خوشالۍ نه کټ مټ په خندا شوم، او سهار چې مدرسې ته تلم نو د خوشالۍ نه په جامو کې نه راتلم. خو چې استاد ته مې تختۍ ورښکاره کړه او هغه وکته نو اکر بکر ئي وران شو او چغه ئي کړه ٬٬ نا لایقه دادی څه کړي٬٬ او ورسره ئي بيډ راواخستو بس نو بیا استاد جي دا پروا نه کوله چې سر مې لګي که پښي، خو بیدریغه بیډونه ئي چلول او چې نهم جماعت ته لاړم نو د ځوانۍ سپرلی مې د بغاوت جذبه نوره هم تیزه کړه. بیا راباندی د چا لاس نه رسیدو نو تعلیم مې پریښود او نیمګړی پاتی شوم. یو بې کیفه اضطراب ؤ او زه ؤم.
نن چې دا څه اوتي بوتي لیکلی شم د پنځوسو کالو د مطالعي حاصل دی او بس»

(رح) امیر حمزه شینواري
ښاغلی حمزه شینواری لا په پنځم ټولکي (جماعت) کې ؤ چې په اردو ژبه ئی شعرونو غوټۍ وسپړدي، خو په پښتو شعر ئي د ۲۳ کالو په عمر په ۱۹۳۰ عیسوي کال کې پیل وکړ . ده ته په دغه کال کې پیر سید عبدالستار شاه چشتي نظامي نیازي وویل چې د اردو پر ځای په خپله مورنۍ ژبه شعرونه جوړوه، ځکه چې د هغه په خیال ده په خپله مورنۍ ژبه ظلم کاوه.
ښاغلي ابوالمراد امیر حمزه شینواري د پیر سید عبدالستار شاه خبره سیند ته ونه غورځوله او د پښتو شعر په ویلو ئي پیل وکړ او په معجزانه توګه ئي د اردو شاعرۍ ته مخه ښه وویله او د خپلې ژبې شاعرۍ ته ئي غيږ پرانسته.
د پیر سید عبدالستار شاه تصوفي نظریاتو په ده ډیره اغیزه کړي ده. حمزه شینواری ډیر کلونه دده مورید او شاګرد ؤ او لاس نیوی ئي ورنه کړیدی، همدا وجه ده چې د تصوفي نظریاتو خواته د حمزه تمایل دده په ټولو اثارواو د لیکوالۍ د ټول فعالیت په جریان کې لیدل کیږي.
د 1941 په اخر کې د پښتوفلم لیلا او مجنون د سندرو او مکالمو لپاره د بمبئ يوې فلمي کمپنۍ وغوښت، په دغو ورځو کې د حمزه شاعرۍ ټول روح د غزل په بڼه کې څرګند شوو.
د ښاغلي حمزه شینواري تصوف د پښتو اوپښتونولۍ سره مل دی، لکه چې وائي:
حمزه سفر که د اعجاز وي نو هم
زه د پښتون د قافلو سره ځم
د رحمان بابا نه وروسته امیر حمزه خان شینواري د تصوف په پاچاهئ کې په پښتو ادب کې ملي وږمي خوري کړي دي او په تیره بیا د پښتو غزل ته ئي نوی ژوند وربښخلی دی او د پښتو د غزل بابا ګڼل کیږي.
د ده د وینو سرخۍ د پښتو غزل ته د ځوانۍ جوش او مستي ورکړي ده، لکه چې وائي:
ستا په اننګو کې د حمزه د وینو سره دی
ته شوي د پښتو غزله ځوان زه دې بابا کړم
د پښتو دغزل بابا امیر حمزه شینواري د نورو شاعرانو په هکله چې د غزل په هنر کې ګوتي وهي وائي:
حق به ادا نن د غزل نه کړي
پل چې هر څوک ځما په پل نه کړي
حمزه شینواري به له نورو شاعرانو سره هم راشه درشه لرله او ملګرتیا به ورسره پالـله .په ۱۹۸۳ ع کال کې چې زه د ضیاالحق مارشلا ئي رژیم له خوا دپښتنو دیووالي او ازادۍ په خاطر د سیاسي فعالیتونو په نامه نیول شوی وم او د پیښور په سنټرل جیل (مرکزي زندان) بندي او د نظارت لاندي وم نو پدغه وخت کې د پښتو ژبي تکړه لیکوال او شاعر ښاغلی عبدالرحمن لوګی کاکا خیل چې د«زه او حمزه » د سرلیک لاندي کتاب ئي هم لیکلی دی، په سنټرل جیل کې بندي ؤ. حمزه شینواری به ئی ملاقات ته راتلو. حمزه شینواری چې له ما څخه خبر شو نو د ملاقات ډیر کوښښ ئي وکړ خو له بده مرغه هوم سیکرټريټ (کورنیو چارو سوبائي دفتر) او دجیل انتظامې ورته زما د ملاقات اجازه ور نه کړه، ځکه چې سیاسي بندي وم او ملاقات راباندې بند ؤ.
بیا ما ته عبدالرحمن لوګي صیب دده د ملاقات د کوښښونو وویل، خو زما ملاقات ورسره ونه شو ، خو هر وخت چې به ئي له لوګي صیب سره ملاقات کاوه نو زما دحال احوال به ئي له هغې څخه اخسته . لوګې صیب به هم ډیر ښه ښه شعرونه ویل چې د بیلګی په توګه ئي دا شعرونه لیکم.:
کله راته ځان نه دا جهان وړوکی ښکاري
کله د هر چا نه راته ځان وړوکی ښکاري
وی به په غلطه که تحقیق ورپسي وکړی
چا ته چې لوګی عبدالرحمن وړوکی ښکاری
ښاغلي حمزه شینواري د پېښور راډيو لپاره هم ډيري ډرامې او افساني ليکلی دی ، په 1937ع کښي د تصوف په حقله يو کتاب (تجلیات محمدیه) هم چاپ شوی دی. په دې کال کې ئي له پېښوره د «رڼا» مجله هم جاري کړي وه.
حمزه شینواری د شعر ، شاعرۍ نظم ، نثر او نورو لیکنې تر څنګ زمیندار ، ژرنده ګړی، کوچیانۍ پیغله ،جهاد ، میراته، خارغلی مورچه ،شلیدلئ بڼه او داسې نوري ډیرې په زړه پوري ډرامې او افسانې لیکلي دی. ده د لیلا مجنون پښتو کیسه هم لیکلې وه چې بیا تری لومړنی پښتو فلم جوړ شو.
حمزه شینواري د ۱۹۹۶ عیسوي کال د فبرورۍ په ۱۸ مه نیټه ددې فاني نړۍ څخه د تل لپاره سترګي پټي کړی او د فرورۍ په ۱۹ مه نیټه په خیبر کې په خپله پلرنۍ هدیره کې خاورو ته وسپارل شو. روح دې خاد وي.
(ډاکتر کبیر ستوري)
د لیکلو نیټه: 1996 فبروري

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.