د جګړې د ريښو، محرکاتو او ماهيت پيژندنه له جګړې څخه باعزته سولې ته د ليږد لپاره يوه له مهمو مسئلو څخه ده

لیکنه : مقتصد ستړی

737

د جګړې د ريښو، محرکاتو او ماهيت پيژندنه

له جګړې څخه باعزته سولې ته د ليږد لپاره

يوه له مهمو مسئلو څخه ده!

هغه څه چې په ۱۵ م اګست د هیواد له ځانګړو شرایطو څخه په ناوړه ګټه اخیستنې ترسره شول، یو نه جبرانېدنکی جرم او له فساده ډک عمل دی.
موږ وليدل چې په دې روانه مرحله کې د همدې ناوړه پېښې په بنسټ د تاوتريخوالي او بحران څپه لاپسې ګړندۍ او ګڼ شمېر هېوادوال یې متاثره کړل، له بنیادي انساني او ملي حقونو بې برخې شوي او هره ورځ له بې شمېره ستونزو او کړاوونو سره مخامخ دي.
نن او پرون سوله راوستونکي بنسټونه او په هغه کې شاملې ډلې ټپلې او کسان‌ د افغانستان د ستونزې د سياسي آواري لپاره رڼه او په ريښتينولۍ ولاړه تګلاره نلري او دا چې دوى د متضادو دريځونو او مخينې سره سره بيا هم په يوه ټغر د راټولدنې هڅی کوي،د بهرنيو هيوادونو د استخباراتي سازمانونو د فشار پايله بلا شي، ځکه چې تاريخ ته په پام سره په ډاګه ويلاى شو چې کله هم د غه اشخاص د یو ملي حرکت په توګه نه دي راپاڅيدلي او تل يې د بهرنيو هيوادونو د ګټو لپاره د افغانانو په وينو لوبې کړي دي.
 ددې لپاره چې په هیواد کې ملي حاکمیت، بشپړې خپلواکۍ او باعزته سولې ته ورسېږو باید چارواکي دا ومني چې په یو طرفه دریځ د ټینګار او خلکو ته یې د خطاب کولو وخت پای ته رسیدلی او د څېړنې، تحلیل او خبرو اترو له لارې ټولنیزو، اقتصادي او سیاسي مسلو ته علمي او عملي حل لارې لپاره لازمي ګامونه پورته کړل شي.
له تاوتریخوالي او جګړو څخه د دایمي انتقال لپاره اړینه ده، چې د جګړې په ریښو، لاملونو او ماهیت څېړنې ټولې خواوې پوه شي، ځکه چې د جګړې د پای ته رسولو او باعزته سولې ته د رسېدو لپاره د جګړې او د هغې د پېچلو پرتونو پېژندل او درک کول لومړنۍ او جدي اړتیا ده.
باید ووایم چې د جګړې د ريښو، محرکاتو او ماهيت پيژندنه له جګړې څخه باعزته سولې ته د ليږد لپاره يوه له مهمو مسئلو څخه ده، په جګړه کې د ښکېلو هېوادونو تجربې ښودلې ده چې هېڅ شخړه د جګړې له لارې نه شي ختمېداى او دوامداره تاوتریخوالي ته لاره هواروي.
په افغانستان کې په داسې حال کې چې جګړه مارو ډلو په نړۍ کې تر ټولو پرمختللې وسلې او په دې ډګر کې د جګړې او جګړې نوي ډولونه چې تل د جګړې لپاره چمتو وي، ازمويلي دي او زموږ د هیواد لپاره سوله جوړونکي او په ځانګړې توګه هغه بنسټونه چې د جګړې او شخړې د پای ته رسولو په برخه کې کار کوي په صحي مانا د جګړې د پای ته رسولو لپاره د حل لارې په موندلو کې نه دي بریالي شوي.
ځکه چې د جګړې او تاوتريخوالي بهرني او پېچلي واقعيتونه له هغه څه جلا دي چې په افغانستان کې د پلان جوړونکو او د سولې د اجنټانو په ذهن او سترګو کې پېښېږي؛ په همدې اساس په ټولو هغو بنسټونو او سوله جوړونکو اشخاصو چې په دې برخه کې فعال دي تکیه کول به دوامداره خنډونو ته د ښه راغلاست په مانا وي.
افغان ځوانان بايد د خپلو موخو او څېړنو په لړ کې دغه ډول کړنلارې ته په پاملرنې او ټينګار سره، د سولې او امنيت مطالعاتو او له جګړې څخه د لېږد اغېزمنو لارو چارو ته مهم لومړيتوب ورکړي او د خپل سرنوشت په ټاکلو کې هر اړخیزه ونډه ترسره کړي.
په درنښت

*********************************************

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.