محـبس او قفـس -نهمه برخه

عبدالقیوم

471

حاجي ميرويس خان نیکه

   هیله لرم چي لوستونکي په سړه سینه زما لیکنه ولولي، رښتیا لیکم، د افغنستان د معاصر تاریخ له لیکني څخه هر لوی او واړه تاریخ پوهه ځان یوې او بلي خواته تېر کړیدئ، د سردارمحمد داود خان د جمهوریت تر پایه چا زړه نه ښه کاوه چي یو څه پر ولیکي، تر هغه را وروسته هم یوازي اکادمیسن محمد ابراهیم عطائي “د افغانستان پر معاصر تاریخ یو لنډ کتنه” کتاب لیکلۍ دئ. اوس که هر څوک پر معاصر تاریخ یوڅه لیکي هغه لیکوال له سختو غبرګونو سره مخامخ کېږي، پدې چي دوی ټول عمر د واقعیتونو خلاف څه لوستي او اورېدلي دي.

 زما په فکرد افغانستان معاصر تاریخ د حاجي میرویس خان نیکه له مشرتوب څخه را پیل کېږي.هق

که څه هم چي د معاصر تاریخ پر مبدأ باندي اتفاق نسته، خدای بخښلۍ محمد ابراهیم عطائي صاحب هم د خپلو څېړونو په پای کي د نورو د نظریاتو خلاف داسي لیکي: “د سدوزو شهزاده ګانو لکه د لرغوني روم ګلادیاتوران یو د بل ګيډي څېرلو ته تیار شول. دا حوادث د معاصرتاریخ مبدأ کیدای شی، خو تر اوسه دا یوازي زما نظر دئ او پوخ سوی نه دئ، نو ځکه زه د سلفوتاریخ لیکونکو تقسیم مراعاتوم او د معاصر تاریخ پیل ته به د افغاني امپراطوری تأسیس د مبدأ په حیص را وړم”  د افغانستان معاصر تاریخ ته یوه لنډه کتنه. زما په فکر  دا خبره عطائي صاحب ته هم شکمنه پاته وو.

   حاجي ميرويس خان نیکه په کال۱۶۷۳م – ۱۰۲۵ هجري، شمسي کال کي زیږېدلی دئ. د پلارنوم يې ښاعلم خان هوتک وو. میرویس خان درې وروڼه لرل: ميرعبدالعزیز، ميریحيې او عبدالقادر. دوه يې زامن وه: محمود او ميرحسين. د حاجي میرویس خان غوره صفتونه لرل یو له هغو صفتو څخه یې دا وو چي ميروس خان یو واده کړې وو یعني یوه ښځه يې لرل، دا د وخت په مشرانو کي یوه استثنا وه، چي کوم واکداردي پریوه واده قانع پاته سوئ وي. د میرویس خان ښځه د جعفرخان سدوزی لوروه، د مورنوم يې نازو وو، د موسي خان توخي لوروه.

   حاجي ميرويس خان په کال ۱۷۰۹م یا ۱۰۸۸هجري شمسي کي د پارس د اشغال گرو د ظالمانه چلند پرضد د کندهاراو شاوخوا پرتو سيمو د اوسېدونکو قومونو په منځ کي د یووالي، مقاومت او آزادۍ روحیه راژوندی او غښتلې کړل. د لته ميرويس خان له خپلي هغې پوهي څخه چي لرل يې د خپل ځان او پښتنو په ګټه  پر ځای گټه پورته کړل. د قومونو د مشرانو سره يې هغسي کار وکړئ چي لازم وو. د  ټولو  مینه او رضایت یې په لاس را وړ، دوی ټول يې دیووالی، پاڅون او ایراني واکمنو، صفوي لښکرو څخه دآزادۍ دپاره سره متحد کړه. د افغانستان په تاریخ کي دا لومړئ د ستایلو وړښه کار وو، چي بیله خارجي مرستي او لاس لرلو یې په خپل ابتکار او خپلو امکاناتو سره د پردو څخه د خپلي خاوري او خپل ولس آزادول په جنگ او قربانې ورکولو سره آزاده کړه. د ميرويس خان تر قیادت لاندي دا بری د خلگو په نسیب سو.

   د کندهار په سيمو کي د پرتو قومونو په منځ کي  یې د یووالي او وحدت خبره په خه کړه. کله چي میرویس خان د گورگین پواسط ایران ته وا ستول سو، گورگین د ایران له دولته غوښتنه لرل چي میرویس خان هلته په ایران کي تر نظارت لاندي وساتي.

   دا ځکه دلته د میروس خان اعتباراو گرانښت په ولسونوکي ورځ تربلي زیاتېدۍ. مېرویس خان سره د گورگین له بد نظره چي ورته لاره یې په خپل علمیت او تدبېر سره د ایران په دولت کي د لوړپوړو  دولتي مامورینو توجه ځان ته جلب کړه. او داځل نه د گورگین په خوښه بلکي دایران د لوي واکدارو لخوا په رسمي مکتوب د کندهار د ښار کلا نتر(مشر) و ټاکل سو.

    میرویس خان مخکي له دې چي کندهار ته راسي له هغه لوري يوځل حج ته ولاړ. لته په حج کي يې د ا سلامي علماوو څخه د ایران د پوځونو په خلاف د جهاد  فتوأ په لاس راوړل او بیا  کندهارته راغی. مېرویس خان  کندهار ته د راتلو سره سم د قومي مشرانوسره لومړۍ پټه غونډه یا جرگه د کندهارد ښار په غرب کوکران یا خپل کور او کلي کي چيري چي اوس یې هلته مقبره ده جوړه ده جرګه وکړه.

   دوهمه تر لمړۍ جرګې نسبتا لویه غونډه یاجرگه یې په مانجه نومي کلي کي چي د کندهار له ښاره لېري شرق لوري ته ده هلته  جوړه کړه. چي هلته  په غونډه کي د نورزو د قوم مشرعزیزالله خان، د الکوزود قوم مشرنصرالله خان، د ناصرو د قوم مشر سیدال ناصرخان، د بابیانو د قوم مشر بابوخان، د بړیڅو د قوم مشر نورخان، ملأ پیرمحمد میانجي، نورمحمد هوتک، د بابړود قوم مشر گلخان بابړ، یوسف خان هوتک، د کاکړو د قوم مشر یونس خان کاکړ، بها درخان، میرویس خان او څه نورخلگ شامل وه.

    د لته دا خبرهم د شنلو وړ او لازمي بولم چي محقیقین او تاریخ لیکونکې يې وڅیړي د مانجي د جرگي د برخوالو په نوملړ کي د پو پلزو او بارکزود قومونو دا ستازو نومونه ما پیدانه کړل. ایا دوی ودغه جرگي ته رابلل سوي نه وه؟ ددوئ مشرانو په دې جرگه کي حضورلاره او که نه؟ او که يې حضور لاره ولې يې د نومونو ذکر نسته ؟. او که نه وه رابلل سوي علت به یې څه وو؟ او نور. . . . ميرويس خان هغه وخت د کندهار ښارکلا نتر(مشر) و.

کلا نتر( مشر): د بازاریا ښارد دوکاندارانو(پلورونکو) مشرپخوا به د هر بازار یا ښار هټۍ والو یو تن د خپل مشر په نوم نوماوه چي د حکومت او د وکاندارانو ترمنځ پُل سي، د حکومت آمرونه تردوکاندارانو او د خلگوپرابلمونه تر حکومت ورسوې. نوموړي مشر کلا نتر ته به یوه معینه اندازه پیسې د هري میاشتي په ورستیو کي له دوکاندارانو څخه د کلا نتري په نوم ټولې دې او کلا نترته سپارل کې دې. دا دود تر ورستیو کلونو پوري موجود وو، اوس هم سته یوازي یې نوم بدل سویدئ، اوس ورته وکیل، نماینده واي. کلا نتر ته د حکومت لخوا د حکومتي بودیجې څخه معاش نه ور کول کې دئ. پیرمحمد اکا دپنجوایي د بازار کلا نتروو. نوموړي شخص به حکومت او خلگوته د منلو وړشخص وو.

   د حاجي ميرويس خان نیکه اړیکي د خلگوسره نسبت هربل چاته ډېري ټېنګي او ښې وې ځکه د نوموړي کار او تماس د خلگو سره وو. د ه د خپلو روابطو څخه د ولس او وطن د آزادۍ په لاره کي پر ځای او منا سب گټه پورته کړه. د حاجي ميرويس خان د مړاني، شهامت او پوهي او تد بیر زورو چي یوخوا ته روسيه، بلۍ خواته عثماني ترکیه او ایرانې صفوي دښمنو د ولتو په شتون کي یې خپله آزادي او استقلال په لاس راوړل او ويې ساتل. دغه پېښي د افغانستان د معاصر تاریخ د چوکاټ بندی د شمزی حیثیت لري او په ځان پسي یې نوري پېښي را تعقیبولې. د افغانستان د هغې ورځي په جیوپولیتکي جوړښت د مېرویس خان نقش عمده وو، چي هیواد یې د د باندني استعمار څخه خپلواک کړه، او دا کار د مره اغېزناک وو چي تر ده وروسته د ده زوی او وراره (محمود او اشرف) د هغه مسلط استعمار د امپراطورئ ماڼۍ و نیول او دوخت امپراطور یې مجبور کړه چي خپل تاج د محمود پر سره کښېښود.البته حاجي مېرویس خان ۱۷۱۳ م خپل ورور حاجي امکو(میر یحی) د ډهلي دربارته د سفیر په حیث ولېږئ د هند ګورګاني دولت د کندهار ملي حکومت په رسمیت و پېژندئ.

   د هوتکي حکومت اقتصاد کمزورۍ وو عسکرو یې د غنمو نیني خوړلې، ژوند يې کاوه خود ملت مال يې نه چور کاوه. رشوت او خیانت يې نه کاوه. د گورگین تر وژلو وروسته او د میرویس خان تر مشرتوب وروسته ایران خپل دوه نمایندگان هریو: خسروخان او بل د میرویس خان د حج د سفر ملگرۍ محمد خان، کندهار ته راواستول څو دایران د زوراو برم خبري میرویس خان ته وکړي او که وکولای سي چي میرویس خان د آزادۍ تر ږغ تیرسي. مگر میرویس خان دایران د واړه نماینده گان لمړی شخص بندي او د وهم ترنظارت لاندي ونيوی.

    څلورځله ایران پر کندهار باندي حملې وکړې په ډیر پوځ او ډېر قوت سره به راغلل مگرد میړڼي افغان پوځونو لخوا به پر شا وتمبول سول، ډېر به يې مړه سول. د میرویس خان په پوځ کي ترغلجي پښتنو، نور پښتانه اوپه خاصه بلوڅ وروڼه ډېر وو. دا د مړاني صفت خپله په ميرويس خان کي وو چي رشوت او خیانت ته يې لاره نه وه خلاصه پري ایښې.

   که څه هم د ميرويس ترمرگ وروسته دا دقومونو ترمینځ  را جوړاتحاد ونه ساتل سو دا چي دا وحدت هغه وخت چا مات کړئ؟، ولې يې مات کړئ؟ د نه ساتلو او نه دوام مسؤلیت يې چاته تکيه کوي څیړل او لڅول غواړي. ځکه د هوتکي اقتدارد د منځه وړلو اساسي عامل،همدا د قومونو د اتحاد ماتول وو. په هرصورت ميرويس خان د قومي مشرانو د جرگې د پرېکړي د مخی د پارس د تجاوز گرو پر ضد د مقاومت او جگړې مشري ومنل. نودهغه د پلان له مخي وو چي دارغستان، معرف او ښوراوک خلگو و گورگین ته د مالې له ورکړي څخه سرغړونه وکړه. گورگین ډېر شمېر پوځونه د سرغړونکو د ځپلو له پاره  د کندهار له ښاره څخه هلته واستول کله چي پوځونه د ښاره ووتل، میرویس خان ته هم د گورگین لخو وظیفه ورکړل سول چي ارغستان( د جنګ میدان) ته ولاړسي . مېرویس خان ارغستان ته ځي،  بیا د یوه منظم پلان له مخي گورگین دارغستان و شیخانو کلۍ ته را دعوت کوي. گورگین او پوځونه  چي یې شیخانو کلي ته رسېږي، په دغه شپه میرویس خان د ولس په مرسته گورگین او پوځونه یې له منځه وړي. میرویس خان د گورگین درېشي اغوندي او دعسکرو کالي په کلیوالو سړو اغوندي، د کندهار ښارته راګرځي بله شپه  کندهار ښار ته راځي، ښارد گورگینانو له واکه خلاصوي، خپل حکومت جوړي او آزادي اعلا نوي.

   ښاغلي عبدالحی حبیبي تاریخ مختصر افغانستان ص ۲۴۴. د خلگو په مټ او خپله مړانه يې د پارس حاکم گرگین سره د  ټولو عسکرو د منځه یو وړل. وروسته تردوینم سووکلو ټوټه، ټوټه کیدو لومړنی پښتونخوأ، افغانی دولت د ميرويس خان ترمشری لاندي جوړسو. د ميرويس خان بل ښوالۍ دا وچي ځان يې خلیفه، امیراو پاچا ونه بلی د قوم د مشر نوم يې د خپل حکومت ترورستۍ ورځي وساتۍ.

بل د ستاینی وړکار يې دا وو چي ترځان وروسته يې د محمد مصطفی (ص) او د هغه داصحابو په ډول حکومت ته میراثی رنگ ورنه کړه، خپل ځای ناستۍ يې نه دئ ټاکلی، د خلگو امانت يې درسول د خدای د هدایت سره سم خلگو ته پرېښاوه. بل لوی او قیمت لرونکې کار د میرویس خان لا دا وو چي په لمړي ځل ددې هیواد په تاریخ کي وه چي پښتو ژبه یې دربار ته را وستل. او په دربارکي په پښتوخبري او لیکل شروع سول.

   مگر میرویس خان ډېر ژر ډېر ځوان د ۴۱ کالو په عمروفات سو. ښاغلي محمدابراهیم عطایي په خپل ا ثرکي لیکي : “چي حاجي میرویس خان نیکه ته د ایران په لمسون خپل ورورعبدالعزیزخان، زهر ورکړل او د هغه زهر خوړلو څخه مړ سو. “

   نوټ: دا خبره باېد څه روښانه سي،کله چي د ميرويس خان او گورگین ترمنځ د جوړی او اعتماد را پیدا کیدو دپاره، گورگین د میرويس خان ته یو شرط اېښئ وو، هغه دا چي د خپلي لورد ورکړي  په صورت کي مو اعتماد قایم کېداسي. میرويس خان  موضوع  د قوم سره شریکه کړه، د قوم په مشوره یې گورگین ته د خپلي لور په عوض بله جنی ورواده کړه. سوال دادئ چي دا انجلی څوک وه، څه نومیده؟  ویل کېږي چي د انجلی د واده يې کال پوره نه وو چي گورگین ووژل سو، دا ښځه بیاڅه سول؟ آیا دغه انجلې ووژل سول؟ ژندې پاته سوه؟ ایا دې ښځي شهامت نه وو کړئ، چي دا راز يې ساتلی وو. ؟ هو، پوهیږم مزدوره به وه، غریبه به وه، دغریب سړي لوربه وه. خو انسانه، مسلمانه او افغانه وه. په هرشکل، د هرڅه په بدل کي چي وو، لوی کار يې کړئ دئ . د دې ښځي او کورنۍ نوم باید ذکر سوئ واي. د لته دا خبره نه د ه چي هغه د میرویس خان لور نه وه، هغه یوه افغانه وه د افغانیت نوم تردي ډیر لوړدي چي څوک وایې دا خو د میرویس خان لورنه وه کله چي د ناموس خبره وي نو یوازي د پاچا کورنۍ باید د افغانانو ناموس ونه بلل سي.

   د میروس نیکه ترمرگ وروسته د دود برابر بیا مشران سره جرگه سوه. دجمعی تصميم له مخی يې د میروس نیکه ورور عبدالعزیزخان خپل مشر وټاکئ. بد بختانه عبدالعزیز و نه سوای کولای سم مشرتوب وکړي. د قومونو اتحاد مات کړل سو. بیا دکندهاری پښتنو په منځ کي دښمنانو ته دا موقع برابره سوه، چي لمړی دوی دوه ځایه، وروسته يې مات کړي. او د پښتنوترمنځ د بی اتفاقۍ اورته د ډېره پخوا څخه ایرانی صفوي حکومتو کار کاوه.

   هغه وو چي د ابدالي قوم دوه مشران عبدالله خان او زمان خان، یې د خپلو قبیلو سره هرات ته ور وبلل سوه په دغه وخت کي هرات د صفويا نو ترلاس لاندي یا قبضه کي وو. لږ وخت وروسته هرات ته ورغلي پښتانه د عبدالله خان ترمشرۍ لاندي د صفويانوقوت ماتوي اود هرات چاري په خپل لاس کي نسي، د ابدالي په نوم دولت جوړوي، عبدالله خان يې مشر کوي. د پښتنو دوه ځانگړي دولتونه، یوکندهار او بل هرات کي راپیدا کيږي. خو یو دبل مخالف درېځونه يې لرل. دا خبره باید لڅه سي چي ولۍ، چا دا اورتازه کی، څوک د خارجي دښمن تر اثرلاندي راغلل، او چا تراوسه دا قومي اورتازه ساتلی دئ؟.

   عبدالعزیزخان د قوم او خپلي کورنۍ د مشترک تصميم له مخی وژل کیږي، که څه هم د عبدالعزیزد مرگ موضوع په پټه خزانه کي لیکل سوې ده چي عبدالعزېز خان له قصرنارنج څخه را ولویدئ. اکا ډمی کاندید محمدابراهیم عطائی بیا لیکي “چي عبدالعزیزد میرویس خان زوی، د دوستانو او قومي مشرانو یو د بل په موافقه د بامه را وغورځاوه.

په یوه بل روایت وايې څه وخت چي عبدالعزیز دایران حکومت ته خط ولیکئ او وا ستوئ چي د ایران سره اړیکي ښې کړي او یا ځان ایران ته نژدې کړي، دا خط محمود ولید او ولوست، نو محمود په قهرسو اکا عبدالعزیزخان بیده وو او محمود توره را وا خیستل او  له عبدالغزېر خان څخه يې سر پري کړه او هغه خط يې د خلگو په حضور کي ولوستۍ. رښتیا خوداده چي میرمحمود د خپلي کورنۍ او قومي مشرانو سره په موا فقه کي میرعبدالعزیز ووژی. پر ځای يې د میرويس خان زوی محمود، د خلگوله لوري د شاه محمود په نوم پر تخت کښینول سوئ دئ.

    محمود۱۷۱۷م پر تخت کښنستې چي ۱۸ کاله عمريې لاره چي پاچا سو ، اوس نو محمود شاه په – ۱۷۲۲م، علاوه پرلوی کندهار،هرات او د ایران پاچهې هم ونيول. جنگو ته زور ورکوي خپله پاچهې تراصفحانه پوري وړي

   شاه محمود دوژنو او جگړو کیسې نو ډېري دي. په کندهار کي اوازه خپره سول چي شاه محمود د عبدالعزیزد زوی شاه اشرف د لا سه وژل سوئ دي. شاه اشرف د سردارعبدالله بلوڅ په لاس وژل کیږي. لمړی په اصفحان ورپسې هرات کي د پښتنوحکومت د منځه ځي. یوازي په کندهار کي شاه حسين د څه وخت دپاره قدرت په لاس کي ساتي. څو ډېرژر د ایران واکدار نادرافشارد خپلو اتیا زري ۸۰ زري لښکرو په زوراو ورسر مل ابدالي سرداران وو چي د نادرشاه صفوي په پوځ کي د مقام خاوندان وه راغله. د هغو ابدالې پښتنو په ملاتړ يې، د پښتنی حکومت اصلی مرکز قصر نارنج او ښار ونړا وه. هوتکي اقتدارپښتني مرکز ته يې د پای ټکي کيښود.

پنځلس سوه هوتکي کورنۍ يې د کندهاره وایران، ترکستان او هند وستان ته تبعید کړې. او یوشمېريې بخارا، مازندران او دایران په ارد بیل کي ميشته سول. د محقیق ډاکټرعبدالطیف یا دطالبې ا ثر”پښتني قبیلې شجرې”۲۹۵ص، مځکي او ملکیتونه يې ځينی واخیستل .

۱ – حاجي میرویس خان د ۱۷۰۹څخه تر ۱۷۱۵ م کال پوري ملي مشرتوب وکړی.

۲ – عبدالعزیزخان د میرویس خان ورورد ۱۷۱۵څخه تر ۱۷۱۷ م کال پوري مشروو.

۳ – شا محمود خان د میرویس خان زوی د ۱۷۱۷څخه تر ۱۷۲۵م کال پوري پاچا وو.

۴ – شااشرف خان د عبدالعزیزخان زوی د ۱۷۲۵څخه تر ۱۷۲۹ م کال پوري پاچاوو.

۵ – شاحسین هوتکي د میرویس خان زوی د ۱۷۲۹څخه تر۱۷۳۸م کال پوري پاچهۍ وکړل.

البته د ۱۷۳۸م کال څخه تر ۱۷۴۷م کال پوري ۹ کاله د افغانستان خاوره د ایراني امپراتورنا درافشار په قبضه کي وو، چي د نادرافشار نماینده، عبدالغني خان الکوزی د احمد شاه بابا د مور زرغونې انا، ورور وو. نا درافشاردامام قلی پوستین گنډونکي زوی وو. ۸۶۷ش کال کي زېږېدلی دی . د ملک محمود سيستانی عسکر سو، څه وخت چي محمود سيستانی خراب سو، وخان قلات ته ورغلی، د طهماسب سره ملگرئ سو. په دې ډول يې شروع وکړه امپراتورسو.

ټوله یودي که غلجي که ابدالي دي ښه هغه چي يې د زړه ښیښه صفاوي.  د نهمي برخي پای.

*********************************************

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.