له تورو تیارو نه د خلاصون په تمه یولیک

آصف بهاند

463

له تورو تیارو نه د خلاصون په تمه یولیک

د مارچ اتمه، د ښځو نړیواله ورځ

ځینې خلک د خپلو خبرو پیل په دې جمله کوي:

«زه نه پوهېږم چې ولې…»

خو زه خپلې خبرې برعکس داسې پیل کوم چې:

زه ښه پوهېـږم چې ولې زموږ په ټولنه کې هر څه د ښځې او نجلۍ په لمنې او د ټیکري په پیڅکي پورې تړلي دي:

ــ دا ځکه چې په افغانستان کوم څه چې اوس حاکم دي، د هغو په دایره کې ښځه د هېڅ شي د مالکیت حق نه لري، حتی پر خپل بدن باندې د مالکیت حق،

ــ دا ځکه چې بېسوادي او ناپوهي د میراث په څېر له یوه نسل نه بل ته لېـږدول کېـږي او دا لړۍ هېڅ غوڅېـږي نه.

له هماغه پیل نه تر نن پورې یو قهرمان پیدا نه شو چې دا لړۍ او دا لکۍ غوڅه کړي، نجلۍ او ښځه له دې شر نه وژغوري او د ازاد ژوند ډالۍ ورپه برخه کړي.

موږ د یوویشتمې پېـړۍ په دریمه لسیزه کې هم هر څه د نجونو او ښځو په لمن او ټیکري پورې غوټه کړي دي او د ټولو نارینه گانو تر ټولو درانه بارونه همدا نجونې او ښځې پر اوږو او سرباندې چلوي. یو لیکوال بېځایه نه دي ویلي چې:

«د ورور د شرف تاج یې او د سترگو لگیدو ځای ته ورکوې، د پلار د وقار شمله هسکه ساتې، د کور حیا او عزت پۀ تا خوندي کوي، د قام او قبیلې زاړه او زنگ وهلي باورونه ستا پۀ اوږو پراته دي. د فلک دې انصاف روزي شي، که خدای مۀ کړه ته نۀ وای، نو نارینه بۀ د خپل غرور، عزت، شرف، وقار… ترازو لۀ کومه کوله؟»

زموږ په ټولنه کې همدې حاکمو نادودو ته په پام سره لیدل کېـږي چې د ښځو او نجونو نسلونه ـ نسلونه د نارینه د غرور او غیرت؟ قرباني شوي دي او په پټه خوله یې ژوند په همدې دونیا کې په دوزخ کې تېر کړی دی. دلته به هغه بشپـړ لیک راواخلم چې زموږ د ټولنې د نجونو او ښځو د محکوم ژوند همداسې یو انځور په کې وړاندې شوی دی او هیله ښودل شوې ده چې یوه ورځ به زموږ ښځمنې د دې ظلم له دایرې نه خلاصېږي:«

یو پرېښته صفته انسان ته لیک!

د خدای تعالی د ذات د ښایست کرشمې!

د رواج او شرف پۀ نوم د تهمتونو او پابندیو پۀ بند کې ناکرارې او بندیوانې نجلۍ، پوهېږم چې د خپل جنسیت د گناه څومره لوړه بیه پرې کوې او خپل ښځیتوب دې د غاړه طوق گرځیدلی چې هره شيبه دې د ژوند نفس گواښي.

پوهېږم چې لۀ ادمه تر دې دمه دې دویم نوم تېروتنه دی. د تاریخ لمن ستا د ویر او ظلمت پۀ کیسو داغ، داغ پرته ده. ته کله د خدایانو او دیوتاگانو د قربانۍ توکی وې، کله هم د شاهانو د سلطنتونو د پرځیدو وسیله بلل شوې یې او کله هم د نرانو د هلاکت سبب گرځیدلي یې.

حتی تاریخ ستا پۀ حق کې ظالم دی. ته یې محوه کړې یې، ستا قربانۍ یې هېرې کړې او ته یې…

د روایاتونو پۀ چوکاټ کې ایسارې نجلۍ! ته خو د حوصلې غر یې، حاکم روایات راته وايي چې کمزوري او ناکاره یې. ته گوره کنه چې همدوی د ټولنې ابرو او عزت ستا پۀ مخ او لوپټه پورې غوټه کړي دي. د ورور د شرف تاج یې او د سترگو لگیدو ځای ته ورکوې، د پلار د وقار شمله هسکه ساتې، د کور حیا او عزت پۀ تا خوندي کوي، د قام او قبیلې زاړه او زنگ وهلي باورونه ستا پۀ اوږو پراته دي. د فلک انصاف دې روزي شي، که خدای مۀ کړه ته نۀ وای، نو نارینه بۀ د خپل غرور، عزت، شرف، وقار… ترازو لۀ کومه کوله؟ یعنې که ته نۀ، دوی «هېڅ» وو؟ لکه تا لکه چې «هېڅ» گڼي؟؟؟

فرېښته صفت بشره! ستا غږ، خبره دې، د جامو رنگ دې، د لوپټې پیڅکه دې، ستا سینگار او شوخي د نارینه د ایمان او عقیدې ځنځیرونه شکوي. د هوس پۀ اور لوغړنې ټولنې ته ستا د زلفو کمڅۍ د گمراهۍ زولنې ښکاري. ملکوتي خندا دې حرامه موسیقي ده.

تا څومره لوی جرم ته لاس اچولی دی. ستا د شعور ویښتیا د پېړیو د اوږده جبر اهتمام دی. ستا پوهه او بیداري د نسلونو د باورونو ماتي ده او د روایاتو نزول دی. ځکه خو د تاریکۍ لارویان ستا پۀ لاس کې د علم بلوو څراغونو ته پۀ بې رحمۍ پوکي ورکوي.

محبوبې نجلۍ! صبر ولره، زه دې د درد لۀ هرې څړیکې راوگرځم. درک کولای دې شم چې پۀ سینه کې دې د ماتو هیلو سیلۍ پۀ څپو دي. صبر ولره، یو ورځ بۀ ضرور د افق لۀ ژورو څنډو د روښنايۍ لمر راخیژي. د تیارو تور سیوري بۀ پۀ منډو وي، ستا هسکه غاړه بۀ د ازادۍ باد وهي او ته بۀ د خپلو هیلو نوی باب پرانیزې او موږ ټول بۀ یو ځل بیا پۀ گډه د علم، مینې او وطندوستۍ سندرې غږوو.

هو، یو ځل بیا وایم:

ځگ دې که پښې کېښوې پۀ سر، صبر سمندره!

څــۀ وکـــړو اسـمـان د بـې هـنـرو پۀ طرف دی

 

*****************************************

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.