مهرباني څه ته وايي او څه ګټه لري

670

تاسو ته به د مهربانۍ ګټه څه وي. سړی په خپل زړه کې تودوالی احساسوي او یا ښه احساس کوي؟ دا به رښتیا وي، خو اوس ساینسپوهان او اکاډمیک کسان په نویو موندنو کي مومي چې مهرباني تر دې ډېر څه کولای شي – مهرباي مو ژوند اوږدولای شي.
کارپوهان غواړي همدا خبره و ارزوي.
د کلیفورنیا پوهنتون “بیداري د مهربانۍ انستیتوت” مشر ښاغلی فیسلر دې څېړنه کې دې ته کتلي چې څنګه کولای شو خلک مهربانۍ ته وهڅوو – او د مهرباني په تجربه کولو سره خلک پخپله هم مهرباني وکړي – او غواړي پوه شي د مهربانۍ ګټه چا ته رسېږي.
دی وايي “فکر کوم دا به بې انصافي نه وي چې ووایم موږ په یوه بې مهره زمانه کې اوسېږو. موږ هم په امریکا او هم نړۍ کې د خلکو ترمنځ د زیاتېدونکي تاوتریخوالي شاهدان یو چې مختلف/متضاد سیاسي او مذهبي نظریات لري”.
د ده په اند، “مهرباني هغه “فکر، احساس یا باور دی چې نورو ته له ګټه رسونې سره تړاو لري، چې مطلب یوازې د ګټې رسونې وي او بس.”
او مهرباني نه کول بیا “بې زغمه اعمال، د نورو د هوساینې په اړه بې حسي” ده.
د شل میلیونه ډالرو د دغې څېړنې موخه دا ده چې له عامو وګړو سره مرسته وکړي او مشران/مخکښان تشویق کړي.
د څېړنډلې بل غړی ښاغلی هاریس وايي څېړني ته اړتیا وه “چې پوه شو ولې په عصري نړۍ کې مهرباني دومره نایابه ده” او بل دا چې “د ساینس او روحانیت ترمنځ پول رامنځ ته کړو.”
ښاغلی فیسلر وايي ناوړه فشار – لکه یو ننګونکی وضعیت چې څوک یې په اړه څه نشي کولای – روغتیا ته ضرر لري.
دی وايي، “له داسې خلکو سره ژوند چې یا ستاسو په اړه بې توپيره وي او یا په ډاګه دښمني در سره کوي تاسو ته ډېر زیان لري. دا مو عمر لنډوي.”
“خو برعکس بیا، له نورو د مهربانۍ لیدل او له نورو سره مهرباني کول دواړه د فشار د زهرجن وضعیت رفع کوونکي دي. ډېره ګټه درته لري.”
ان ظاهراً عادي کړنې لا د خلکو له روغتیا سره مرسته کولای شي، لکه دوکاندار چې درته وخاندي او وپوښتي چې ورځ دې څنګه ده.
دی وايي “مهربانه کړنې او د ښو کارونو په اړه فکر کول د وینې فشار ښکته کوي. روغتیايي ګټې لري. د ژور خپګان او اضطراب درملنه کې مرسته کولای شي.”

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.