کیفي څېړنه / تحقیق

عزت‌الله ادیب

596

په دې برخه کې د کیفي څیړنو د پیژندنې، تګلارو، اړتیاوو، عملي پروسو او تحلیل په اړه بحث کوو. د کیفي او کمي څیړنو ترمنځ د فرق په اړه هر څوک مالومات لري، یانې کمي څيړنې د عددونو او شمیر په ډول خو کیفي څیړنې تشریحي او توصیفي مالومات را ټولوي. خو که دا تعریف لږ نور هم په مسلکي ډول ولیکو نو ویلی شو چې، کیفي تحقیق د څيړنو په برخه کې د تګلارو هغه مهمه برخه ده چې د اندازو یا ارقامو پر ځای د پیښو یا پدیدو پر ځانګړتیاوو تمرکز کوي، یانې د ارقامو پر ځای د ټولنیزو پدیدو پر مواصفاتو، خصوصیاتو او چلندونو بحث کوي. که چیرته تاسو کمي څیړنو ته پام وکړی، په کمي راپور کې څيړونکی د احصائیوي تحلیل او اندازو پر مټ د پدیدو کمیت تشریح کوي، خو د دې اندازو تر شاه د ځواب ویونکو د تصوراتو، فکرونو او تجربو په اړه د پوهیدلو لپاره له کیفي کړنلارو څخه کار اخیستل کیږي، ) Pat Bazeley). کیفي څیړنې د پدیدو د توصیف یا څرګندولو، تشریح کولو او اټکلولو یا وړاندوینو لپاره کارول کیږي، چې پر مټ یې  د «څه، ولې، او څنګه» پوښتنو ته د ځواب موندلو لپاره کارول کیږي، (Blaikie, 2010).

پورته مو د څرګندولو، تشریح او اټکلولو نومونه یاد کړل، د هر یو مطلب او هدف لاندې تشریح کوم:

  • څرګندول: د یوې ټولنیزې پدیدې ځانګړتیاوې او اجزاوې روښانه او څرګندول. د دې ډول کړنلارې پوښتنه داسې مطرح کولی شو، (د ښځو د زدکړو خلاف وسلوال په کومه عقیده دي؟) او یا دا (د دوی لاریونونه به څه پایلې ولري؟). او داسې نور.
  • تشریح کول: د چلند، خاصیت او صفاتو تر منځ د اړیکو ایجادول. ددې کړنلارې پوښتنې داسې مطرح کولی شو، (طالبانو ولی شهرت تر لاسه او قدرت ته ورسیدل؟) او یا دا چې، (ولې ښي اړخه افراطیان نژاد پرست دي؟).
  • اټکلول: په تیوریکي توګه د هغه لارو چارو وړاندوینه کول، په کومه چې ټولنیزه پدیده را مالومیږي. ددې کړنلارې پوښتنې داسې مطرح کولی شو، (په کومو شرایطو کې ښځینه د افراطي ډلو غړیتوب اخلي؟) او یا دا چې، ( هغه ښځې چې میړونه یې د افراطي ډلو غړي دي، څنګه بریالی کیږي چې له افراطیت لاس واخلي؟).

پورته تعریف ته په کتلو، که د کیفي څیړنو د تحلیل له نظره دغه ډول کړنلارې درجه بندي کړو، نو ویلی شو چې ډيری کیفي څيړنې دا څرګندوي چې یوه موضوع یا پدیده د څه شي په اړه ده،  او ځینې کیفي څیړنې دې پایلې ته رسیږي چې ولې بعضې شیان په یوه خاص ډول واقع کیږي، خو یوازې یو څو کیفي څیړنې ممکن د ځينو پیښود د واقع کیدو اټکل وکړي. نو له دې مالومیږي چې د څرنګوالي برخه ډيره، د تشریح برخه کمه او د وړاندوینو برخه لږ یا ډيره لږ عملي او ترسره کیږي. زموږ په هیواد افغانستان کې اکثر یا لویه کچه کیفي څيړنې یوازې د موضوعاتو د توصیفي اړخ په اړه ترسره کیږي، او د تشریح په برخه کې هم ځینې کارونه ترسره شوي دي او یا ترسره کیږي، خو د اټکلونو یا د تیوري د اټکل په برخه کې کیفي کار په نشت حساب دی.

د کیفي تحقیق دوه مشهور لیکوالان کیفي څیړنې او تحلیل یې خورا په زړه پورې بولي، دوی پر دې باور دي چې انسان له کیفي ډاټا سره د مینې تر کچې رسیدلی شي. د دوی په نظر کیفي څیړنې یوازې تشریحي یا توصیفي مالومات نه دي، بلکه تر دې ور هاخوا، د ټولنیز ژوند په برخه کې ځانګړی ځای لري.

کیفي څيړنې د پیژندنې‌وړ ټولنیزو شرایطو کې د بډایه، مدللو توضیحاتو او څرګندونو سرچینه ده. د کیفي څیړنو پرمټ انسانان کولی شي د تاریخي جریانونو ساتنه وکړي، او په ډير دقت سره د پیښو د څرنګوالي او پایلو څرګندونه کولی او ګټور توضیحات تر لاسه کولی شي. بیا هم کیفي ډاټا یا د ښه کیفیت لرونکي مالومات له څيړونکو او خلکو سره د لویو پیښو د پیښیدو د مخنیوي او مهمو مالوماتو د موندلو په برخه کې مرسته کوي. ( Matthew Miles and Michael Huberman).

که له کیفي څیړنو را اووزو او له ځان سره فکر وکړو چې آیا په افغانستان کې څيړنیز کار تر سره شوی دی، اهمیت ورکول شوی دی، زدکړه ترې شوې ده، پر مټ یې د هیواد او خلکو ناخوالو او ستونزو ته د حل لار موندلو هڅه شوې ده، نو د ټولو لپاره ځواب یو ډول دی، یانې «نه» دی. نو همدا دلیل دی چې هر ډول ټولنیزې پیښې پر موږ بیا بیا تکراریږي او د مخنیوي لپاره یې هیڅ د حل لاره نه لرو، یا ان د موندلو کوښښ یې هم شوی نه دی. ما د څيړنو د اهمیت په برخه کې د ال‌سیلوادور هیواد د ملي ستونزې د حل ذکر کړی چې د څیړنو پر مټ یې ملي ستونزه او د کلونو سیاسي کړکیچ حل کړی دی.

 په طبیعي توګه انسانان هر وخت په یو ډول څيړنو یا کیفي څیړنو کې بوخت وي، ځکه هیڅ داسې حالت نشته چې انسان پکې د معلوماتو را ټولولو ته اړتیا ونلري، تر څو ځینې ټولنیزو پدیدو ته د عکس العمل لپاره یې وکاروي. خو انسانان په ندرت سره د ټولنیزو څیړنو د پروسو او مرحلو څخه خبر وي چې ګویا دوی په طبیعي ډول د خپلو ستونزو د حل لپاره له دې پروسو او کړنلارو څخه کار اخلي. نو له دې امله ویلی شو چې څيړنې یا ټولنیزې څیړنې د انسانانو د ورځني ژوند مهمه برخه ده چې په طبعیي او اتومات ډول یې ترسره کوي، او د رسمي پروسو او کړنلارو په اړه یې فکر نه کوي. نو له همدې امله، د څيړنو اهمیت ته باید ځانګړې پاملرنه وشي تر څو د ځینې لویو او کوچنیو ستونزو لپاره حل ولټوو او په ګران هیواد کې د تکراري پیښېدونکو ستونزو لپاره د حل دایمي لاره پیدا کړو.

که له کیفي څيړنو سره په علمي او مسلکی ډول اشنایي پیدا شي، نو کار یې رښتیا هم خورا په زړه پورې وي، ځکه ددې ډول کړنلارې پر مټ انسان کولی شي د موجوده مفکورو ور هاخوا داسې څه پیدا کړي چې تر اوسه یې په اړه چا فکر هم کړی نه وي. کیفي څيړنې مو د انسانانو د تصوراتو، خیالونو او مفکورو تل ته ورښکته کوي، او له څيړونکي سره د ټولنیزو پدیدو، د پدیدو د هر اړخ، او د پدیدو د مختلفو اړخونو تر منځ د اړیکو او یو پر بل یې د اغیزو د پیژندنې په برخه کې مرسته کوي.

د مثال په ډول، ډيری افغانان پر دې باور دي چې اداري فساد د ښې حکومتولي، قانون د حاکمیت او دوامداره سولې ته د رسیدو پر وړاندې لوی خنډ وو، او پر دې هم باوري وو چې په افغانستان کې فساد له یو کال څخه بل کال ته پر زیاتیدو وو نو ځکه افغانستان د نړۍ یو له لسو مفسدو هیوادونو څخه شمیر کیده، خو په دې اړه لا هیڅ مالومات نشته چې د فساد ټولنیز او اقتصادي فاکتورونه څه شي وو، ځکه هیواد کې اکثریت څيړنې د فساد د کمیت په اړه تر سره کیدلې، خو د کیفیت په اړه هومره چې ضرورت وو مسلکي څیړنې ترسره شوې نه دي.

څیړونکي په ټولنیزو څيړنو کې د خپلو تجربو او د مشاهدې، څرګندونو، تشریح، تفسیر، تجزیې و تحلیل او استنباط پر مټ د خلکو او ټولنیز ژوند په اړه علمي څيړنې کوي، تر څو خلک، ټولنه، ټولنیز ژوند او پدیدې په سمه او دقیقه توګه وپیژني. یانې د ټولنیز ژوند او ټولنیزو پدیدو د پیژندې لپاره باید څیړنه وشي. د انسانانو په ژوند کې لویې ننګونې هم ټولنیزې پدیدې دي، یا دا ننګونې او ستونزې داسې دلایل لري چې لا هم مالوم نه دي، نو باید ستونزو ته د حل موندلو په خاطر لومړی د ستونزو عوامل پیدا شي او بیا د حل لار و پلټل شي، چې ټولنیز ساینس او څیړنې یې د حل لاره ده.  د کیفي څیړنو او تحلیل سیستماتیکه پروسه د هغه ډول څیړنو او تحلیل برخه ده چې موږ یې په ورځني ژوند کې په عادي او طبیعي ډول ترسره کوو. موږ د انتقادي فکر کولو خپل طبیعي مهارتونه د څيړنو له سیستماتیکو او تخنیکي مهارتونو سره یو ځای د خلکو د افکارو، باورونو، او احساساتو په اړه د پریکړې، ارزونې، او شننې لپاره کاروو او په دې توګه د انسانانو، پیښو او پدیدو په اړه نوې مالومات ترلاسه کوو (Pat Bazely, 2018).

کیفي څیړنې د ټولنیز ساینس او په خپل ذات کې د تحلیل له نظره ډيره پراخه، تخنیکي او پیچلې ساحه، چې هر څوک یې د خپل ضرورت سره سم ډيزاین او کاروي. پورته مو د دې کړنلارې په اړه لنډ مالومات ولوستل، خو اوس مهم دی چې د طبعیت او تاریخ په اړه یې هم لنډ مالومات ولولو. همدا ډول، کیفي کړنلارې له کمي هغې سره د هدف، ډيزاین، نمونه اخیستنې، ډاټا ټولولو، تحلیل او راپور لیکلو په برخو کې ځانګړي توپیرونه لري، چې دې برخې ته به هم لنډه اشاره وکړو.

*****************************************

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.