له طالبانو سره تعامل په بدو کې تر ټولو ښه غوراوى دى

عبدالوحید وحید

831

مشروعیت او پیژندنه لا هم د طالبانو د رژیم په وړاندې چې د نړیوال منل شوي حکومت په توګه  فعالیت وکړي او په نړیوال سیسټم کې  خپل مسؤلیتونه سر ته ورسوي، د لویو او ستونځمنو فکتورونو په توګه دوام لري.  د نړۍ لخوا د یو هیواد په رسمیت پیژندل د ډیپلوماتانو په توګه د هغوى د استازو منلو ته لاره هواروي، له نورو هېوادونو سره ورته د تړونونو وړتیا برابروي د مرستو او پراختیايي پروژو ترلاسه کولو اهليت وربښي او په بهر کې خپلو شتمنیو ته د لاسرسي مشروعیت ورکوي.

طالبان پوهېږي چې له مشروعیت او پېژندګلوۍ پرته به په اغېزمنه توګه خپل حکومتي مسئوليتونه سرته ونشي رسولاى. نه د افغانانو له ملاتړه برخمن کيداى شي او نه هم د شته مهمو مالي، سیاسي او امنیتي ستونزو د هواري لپاره له نورو هېوادونو سره د راکړې ورکړې په وړاندې پراته خنډونه لرې کولاى شي، خو له بده مرغه هغوى د خپل محدود او مټکور ذهنیت تګلاره په کلکه تعقیبوي، په ځانګړي ډول لاهم ښوونځیو او پوهنتونونو ته د ښځو او نجونو د تګ مخه نیسي.

د پورتنیو ټولو خنډونو او ستونځو له شتون سره سره د افغانستان خلک او هغه هېوادونه چې له افغانستان څخه د خپل امنیت په هکله اندیښنې لري د طالبانو پر وړاندې د جګړې، د نیابتی ډلو د ملاتړ او يا هم د معمول سره سم په دښمن باندې د هوا له لارې د ګوزار کولو له ازمويل شويو ناکامو او خطرناکو تګلارو له پريښودو پرته بله غوره چاره نه لری.  د تعامل له غوراوي پرته د تاوتریخوالي پربنسټ ولاړه تګلاره په هيڅ ډول د اوسنيو بحراني شرایطو د ښه کولو لپاره اغيزمنه تګلاره نه ده.  په دقيق ډول تنظیم شوي، په کلکه توګه څارل شوي او کله ناکله د طالبانو د ښکیلتیا او سمون کچه ارزول په څرګند ډول ناوړه هڅې ښکاري مګر په بدو انتخابونو کې به خورا ښه غوراوى وي.

د طالبانو بریا په افغانستان کې یو غیرمعمولي سکون او امنیت رامنځته کړى دی.  د طالبانو له واکمنۍ وروسته په ټول هېواد کې د وینې تویونې په کچه کې د پام وړ کمى راغلى دى، خو ددې مطلب قطعاً دا نه دى چې هر څه سم دي او د سمون هڅو ته اړتیا نشته.  د مشروعیت او په رسمیت پیژندلو لپاره په کور دننه او نړیواله کچه ډیر څه باید وشي.

په داسې حال کې چې طالبان په افغانستان کې د واک په ټینګولو کې بریالي شوي او ښه بدیل يې شتون نه لري، نو لازمه ده چې دولتونه او بنسټونه له طالبانو سره د دښمني ترعنوان لاندې له هغو افغانانو سره چې د فقر تر کرښې لاندې ژوند کوي بشري مرستې بندې نه کړي.  تعامل او ښکیلتیا یوازې دوه اړخیز تفاهم څرګندوى د مشروعیت ستونځه جدا ده.  دغه لنډمهاله تګلاره کولی شي طالبان په تدریجي ډول د اعتدال لور ته بوځي،  د ښځینه افغانانو په زده کړو باندې لګيدلى بندیز، د بشري حقونو ساتنه، ټول شموله اداره جوړول نه يوازي د نړيوالې ټولنې لپاره د انديښنې وړ نيمګړتياوې دي بلکې افغانان يې هم په شدت سره له اوسنیو چارواکو څخه غوښتنه کوي.

البته د نړیوالې ټولنې تر ټولو لویه اندېښنه په سیمه کې د بهرنیو وسله والو ډلو د شتون او امنیتي ګواښونو ستونځه ده او د افغان ولس تر ټولو لویه غوښتنه د ښځو پر زده کړو د بندیز لرې کول دي. ددغو اندېښنو د ګاونډیو هیوادونو په شمول نړيواله ټولنه   باید په کلکه د جګړې د ملاتړ يا هم د ډرون بریدونو ته له بیرته راستنیدو څخه ډډه وکړي او پر طالبانو سياسي فشار ته دوام ورکړي چې نجونې تعلیمي موسسو ته پریږدي او د دوحې په تړون کې د هغوى لخوا ترسره ژمنې په دقيقه توګه پوره کړي.

برسېره پردې، د اصلاحاتو د پیلولو په برخه کې ښکېلتیا به طالبانو ته هم د خپلو ځواکونو د مسلکي وړتيا فرصتونه برابر کړي. دا به د هغوى د لوړ ظرفیت نښه وى چې د اسلامي بنسټيزو اصولو په رڼا کې له منتقدینو څخه د زده کړو په پايله کې خپله پالیسي ترتيب پلي کړي، د انتقام اخستلو له نفسياتي رنځونو څخه راووزي او د تیر حکومت چارواکو او امنیتي ځواکونو ته د بخښنې فرمان د عمل په ډګر کې په واقعي توګه پلى کړي.

افغانستان په امنیتي برخه کې  د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د دوه کاله پخوا په پرتله د پام وړ سوله ییز دی، خو که په مؤثره توګه د اصلاحاتو رامنځته کولو له امله د نا امنیو  مخه ونه نیول شي، د جګړو او نورو ناخوالو د رامنځته کيدو لپاره د داسې لویو  ګواښونو نښې او نښانې شته چې بيا به يې هيڅ ځواک هم د مخنیوي وړتیا او توان ونلري.

په افغانستان کې د دولت د وسله والو مخالفتونو اوسنۍ کچې او د کورنیو جګړو بدنام شاليد  ته په کتو سره طالبان د واک د پياوړي کولو لپاره له لوی ګواښ سره مخامخ نه دي، خو لا هم سترې ننګونې شته.  داسې نه بریښي چې ننګونې ژر حل شي او د افغانستان له پولو هاخوا اغیزې درلودلی شي چې همدغه اړخونه يې زموږ هېواد ته سترې ننګونې رامنځته کولاى شي.

د ستونځې په پټو استخباراتي برخو باندي نه پوهېږم خو ظاهراً د راپورونو له مخې داسې ښکاري چې طالبانو د اورپکو ډلو د کنټرول لپاره ځینې ګامونه پورته کړي دي، لکه له صفري نقطې څخه ښارونو او د کډوالو کمپونو ته د بهرنیو وسله والو  را لېږدول، ترڅو هغوى له پولې هاخوا بریدونه ستونزمن وګرزوي او په اسانۍ سره د طالبانو د چارواکو له خوا په هغوی باندې نظر وساتل شي. خورا اړينه ده چې د افغانانو د ملاتړ د ترلاسه کولو او د ګاونډیو او سیمه ییزو هېوادونو د اندېښنو د لرې کولو په موخه، طالبان باید خپل هغه ټول مکلفیتونه او مسوولیتونه سر ته ورسوي چې د دوحې د هوکړې په چوکاټ کې یې منلي دي.

یوه حساسه سناریو چې کیدای شي د امنیت د خرابیدو لامل شي او د رامنځته کيدو مخنیوى يې هم اړين دى. هغه دا چې که اورپکي ډلې د سیمه ایزو یا نورو بهرنیو نيابتي جګړو له پالونکو څخه د پام وړ ملاتړ ترلاسه کړي؛ لکه څنګه چې په تیرو دوه لسیزو کې پیښ شوي دي.  د سیمې ځینې هېوادونه کله ناکله له طالبانو ضد ډلو سره د خپلو تودو اړیکو ښودنه کوي چې يوازې د طالبانو اندېښنې یې لا پسې ژورې کړې دي.

له نېکه مرغه د امریکا، برتانیې او اروپايي ټولنې ځینو لوړ پوړو چارواکو په مستقیم یا غیر مستقیم ډول د طالبانو د وسله والو مخالفینو ملاتړ نه کولو څرګندونې کړې دي چې باید په نيک پال وګڼل شي. د نړیوالې ټولنې له خوا د دغه ډول دریځ نیول او د هغو کسانو له ملاتړ څخه ډډه کول چې د وسله وال مقاومت له لارې د سیاسي بدلون په لټه کې دي، په حقیقت کې د هیلو نښې نښانې بلل کېږي.  دغه تګلاره د تمدن نښه، د افغانستان د عيني واقعيتونو منعکس کوونکې او له خلکو سره مرسته ده.  ښايي د سیاسي فشار په اغيزمنتوب کې مرستندویه ثابت شي. ګاونډیان، سیمه ییز او لویدیځ اړخونه د طالبانو له خوا اداره شوي افغانستان ته د ورپېښو ګواښونو په اړه بېلابېل نظرونه لري، خو دوی ټول د خپل امنیت اړوند شريکې او د فهم وړ اندېښنې .

افغانان او یو شمېر سیمه ییز اړخونه په محتاطانه ډول هڅه کوي چې له طالبانو سره د جګړې یوازینی حقیقي ځمکني واقعیت په هېواد کې د ثبات راوستلو وړتیا ولري.  د طالبانو له واکمنۍ وروسته لا هم مثبت بدلونونه شته، خو د اوسنيو واکمنانو د منفي او غیر واقعي چلند له امله مثبتو بدلونونو ته هم د شک په سترګه کتل کېږي.  په اوس وخت کې له طالبانو سره د خبرو اترو بل بدیل نه دی، هیله مند کيدل غوره انتخاب دی چې دغه هیواد به لا هم د افغانانو او نورې نړۍ لپاره د نړيوالې جغرافيې داسې ټوته شي چې هم په خپله سينه کې امن ولري او هم نورو ته د امنیتي ګواښونو مخه ونیسي.

سره له دې چې طالبان له نړۍ سره د لا زیاتې ښکیلتیا هیله لري، خو له بده مرغه هغوى بيا هم خپلو سخت دریځو سیاستونو ته دوام ورکوي. د انجونو د په زده کړو باندې بنديز او ځينې نور مهم مسایل لاهم پرځاى پراته دي.   سپارښتنه داده چې طالبان په جدي توګه درک کړي چې د افغانستان له څلورو لسیزو څخه زیات تاریخ دا په ډاګه کوي چې د رژیم پر وړاندې بدیل او وسله والې مقاومتي ډلې راڅرګندیدل ډیر وخت نه نیسي.  دا د بهرنیو لوبغاړو تمایل هم په ګوته کوي چې په افغانستان کې د خپلو نیابتي ډلو ملاتړ وکړي.  که هیواد بیرته د بدنامي کورنۍ جګړې په ډګر بدل هم نه شي، خو بيا به هم متأسفانه د افغانانو کړاوونه، فاجعې او ناورينونه دوام وکړي.

*****************************************

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.