د المان حکومت افغانستان ته د مجرمینو اخراجول ارزوي

244
4 ساعتونه مخکې

د المان حکومت غواړي هغه افغان مهاجر چې بالقوه خطر ګڼل کیږي او په دغه هیواد کې عامه امنیت ته ګواښ پيښولی شي، بیرته خپل اصلي هیواد ته واستوي.

د “Bild am Sonntag” ورځپاڼې د امنیتي کړیو په حواله رپوټ ورکړی دی چې د المان د کورنیو چارو وزیره نانسي فایزر په ډیر جدیت سره پر دې کار کوي چې څرنګه کولی شي مجرم او ګواښ پيښوونکي افغان مهاجر بیرته د دوی اصلي هیواد (افغانستان) ته واستوي.

زیاته شوې ده چې له دغه بحران ځپلي هیواد سره باید د اسنادو ورکول او بیرته ستنولو د ځانګړې تګلارې په څیر پر مناسبو تګلارو او میتودونو موافقه رامنځته شي. د دې تر څنګ باید له اخراجیدونکو کسانو سره د ملګرتیا کوونکو الماني پولیسو او د هغوی د انتقالونکي الوتکې پرسونل امنیت تضمین شي.

د دې ترڅنګ خراب امنیتي وضعیت او په نړیواله کچه د طالبانو حکومت په رسمیت نه پيژندل کیدو په دې برخه کې ستونزې لا زیاتې کړي دي.

د معلوماتو له مخې د المان د کورنیو چارو وزارت غواړي د دغه هیواد له بهرنیو چارو وزارت سره په ګډه دغو پوښتنو ته ځواب یا په اصطلاح حل لاره پيدا کړي.

د ۲۰۲۱م کال په اګست میاشت کې د طالبانو له خوا په افغانستان کې د واک تر نیول کیدو وروسته د المان حکومت دغه هیواد ته د رد شوو مهاجرو د اخراجولو لړۍ ودروله. المان د دغه سخت دریځه اسلامپاله ډلې حکومت چې اوس په افغانستان کې د چارو واګې په لاس کې لري په رسمیت نه پيژني.

دویچه ویله

*****************************************

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.