سویدن د اروپا په شمال کې د بالتیک سمندرگي پر غاړہ د ناروې او فنلنډ په منځ کې پروت دی. دې ملکونو ته سکنډنیویائي ھیوادونه وایي. ټول یې ډیر ساړہ، غرني او تیارہ دي.
دا ھماغه ځایونه دي چې په ژمي کې ورځ او په اوړي کې شپه نه لري.
سویډن سل، یو نیم سل کاله پخوا ډیر فقیر ھیواد و. د مساحت له مخې تر انگلستان دوہ برابرہ ستر, خو ټول نفوس یې نژدې لس میلونه دی.
د دې پراخه ساړہ او غرني ھیواد ډیرہ سترہ برخه په ځنگلونو او واورو پټه وي.
په پخوا وختونو کې یې گوزارہ په ماھیگیرۍ، او د لرگیو پر خرڅلاو روانه وہ. نیکونو یې ځانونه وایکنگز ( Vikings ) بلل او قزاق (سمندري غله ) ول.
د کښتۍ په جوړولو کې یې خورا ډیر مھارت درلود، سترې کښتۍ به یې جوړولې او بیا د ھماغو کښتیو په وسیله به د روسیې د سانکتپیترز برگ ښار شاوخوا کلیو ته د غلاو لپارہ تلل، کله به یې پر لوټلو بریالي شول او کله به د روسیې د فوځ پر ټولیو واوښتل، څه به مړہ، ځینې به اسیران او پاته نور به یې بیرته سویدن ته په تیښته کامیاب شول!
دا کیسه له پیړیو راھیسې ھمداسې روانه وہ، سویډن نه کانونه لرل چې پر مټ یې خپله نیستي غوڅه کړي او نه د زراعت لپارہ صالحه ځمکه نو له بدې ورځې یې، په سمندر کې غلاوې کولې.
د فقر یې دا حال و چې، کلونه وړاندې راته یوې زړې سویډنۍ ابۍ ویلي و:
“ماته یاد شي چې په لومړي ځل مې بادنجان رومي ولید! غالبا چا له ترکیې راوړی و، موږ یې نه په خوراک پوھیدو او نه په پخلي”!
په ۱۸۶۶ م کې سویډني الفریډ نوبل چې اوس یې ھر کال په نوم د نوبل جایزہ ھم ویشل کیږي، ډائنمنټ او پټاکۍ اختراع کړہ، سویډن د وسلو جوړولو صنعت او نورو ته توجه وکړہ خو ھغه مھال په اروپا کې صنعتي انقلاب
( ۱۸۴۰-۱۷۶۰ م) راغلی و.
انگلستان، فرانسه، ھالنډ، جرمني او نور ھیوادونه ھم د صنعتي انقلاب په منډہ کې په ډیرہ تیزۍ مخ په وړاندې روان و. نورو اروپایي ھیوادونو ډیر امکانات لرل چې سویډن نه په ھغه اندازہ اقتصادي ځواک درلود او نه د افرادي قوت له مخې دومرہ مضبوط و چې د اروپا له نورو ھیوادونو سرہ د پرمختگ په دې ځغاسته کې اوږہ په اوږہ برخه واخلي.
په ۱۹۱۴ م کې لومړۍ نړیواله جگړہ پیښه شوہ. سویډن په جگړہ کې د برخې نه اخیستلو پریکړہ وکړہ، خو د وسلو او نورو تخنیکي توکو جوړولو ته یې کش ورکړ.
جگړې څلور کاله دوام وکړ، سویډن په جگړہ کې ښکیل دواړو غاړو باندې وسلې او نور مھمات خرڅول، خو ډیرہ بریالۍ نه وہ.
ورپسې په ۱۹۳۹ م کې دویمه نړیواله جگړہ ونښتله.
سویډن بیا د پخوانۍ تجربې پر بنسټ د ناپئیلتوب په بھانه د وسلو او نورو توکو د خرڅولو پلان په کار واچوہ.
د تیر په څیر یې دا ځل ھم د جگړې په دواړو ښکیلو غاړو وسلې او مھمات خرڅول چې ډیرہ زیاته گټه یې پکې وکړہ.
تر جگړې پس، نورہ اروپا د خپلو زخمونو پر څټلو بوخته وہ او سویډن له شرقي اروپا او ترکیې څخه خپلو فابریکو ته کارگر را واردول.
ماته یوہ سپین ږیري ترکي کیسه کوله چې زموږ کلي ته بس راغلی و، اعلانونه یې کول چې، ھر څوک موږ سرہ سویدن ته ځي او زموږ په فابریکو کې کار کوي موږ ورته د ژوند ټول امکانات لکه کور، ښوونځۍ،، روغتیایي خدمات، لوړ معاش او نور تھیه کوو. موږ مو له مور او پلار سرہ یو ځای بس ته را وختلو!
سویډن، په دویمه نړیواله جگړہ کې، د ناپئیلتوب له طلائي فرصت څخه پر گټه پورته کولو، وتوانید چې د نړۍ د ثروتمندو او ډیرو پرمختللیو ھیوادونو په کتار کې ځان ته ځای برابر کړي.
ھغه سویډن چې تر پرون پورې یې د یوې وچې گولې د پیدا کولو لپارہ په سمندر کې غلاوې کولې، اوس د نړۍ ډیر شتمن او پرمختللی ھیواد دی!
افغانستان
تیرې دوہ پیړۍ د دوہ سترو قدرتونو تر منځ بفر زون و. د امان الله خان د ناکامۍ تر ټولو ستر لامل ھم د یوې داسې خرابې او بنجر ځمکې
( بفر زون ) د ابادولو احساساتي ھڅه وہ چې مخې او شاته یې پرتو دوہ مقتدرو خانانو ( شوروي_ انگریز ) دا ځمکه پخپلو کې د نه تصادم لپارہ د یوہ حائل په توگه پیژندلې وہ!
خو دا بفر زون ھغه مھال کمزوری شو چې انگریز د ھندوستان له لویې وچې څخه په ۱۹۴۷ م کې ووت او بیا ھغه مھال مات شو چې په تعقیب یې درې څلور لسیزې وروسته یانې په ۱۹۷۹ م کې شوروي اتحاد پر افغانستان یرغل وکړ!
تیرې څلور نیمې لسیزې دا سیمه له روس او بیا د امریکا په مشرۍ له ناټو سرہ په جگړو کې ښکیله پاته شوہ، خو د ناټو تر ماتې پس، دې سیمې ته د پرمختگ نوي فرصتونه په لاس ورغلل چې ښایي داسې فرصتونه د دې ھیواد په تاریخ کې ساری ونلري.
د ھغو فرصتونو له ډلې څخه ځینې مھم یې دا دي:
۱- امنیت
موږ داسې امنیت په تیرو پنځوسو کلونو کې نه و لیدلی.
امنیت موخه نه بلکې فرصت او وسیله دہ چې د ھیواد د پرمختگ، ترقۍ او سوکالۍ لپارہ یې شتون اړین دی.
که امنیت نه وي، پرمختگ ممکن نه دی، ځکه خو ابراھیم علیه السلام مکې ته لومړی د امنیت دعا کوي؛ وَإِذْ قَالَ إِبْرَاهِيمُ رَبِّ اجْعَلْ هَذَا بَلَدًا آمِنًا..سورت البقرة.
۲-بفر زون
د لوی ھندوستان څخه د انگریز وتل، او د شوروي اتحاد څخه د روسیې جوړیدل, نور افغانستان د بفر زون له حالت څخه و ایست. ھغه دوہ قدرتونه چې موږ یې د یوې نا لیکلې معاھدې له مخې پخپلو منځونوکې د حائل په توگه ساتلو، نور وجود نه لري.
۳- اقتصادي څلور لارې
د مرکزي اسیا په طبیعي زیرمو مالامال ریاستونو ازادي، افغانستان ته د تجارتي څلورلارې فرصت برابر کړ.
موږ د خپل جغرافیایي موقعیت څخه په گټه اخیستنې کولای شو د مرکزي اسیا، جنوبي اسیا، منځني ختیز او نورې نړۍ تر منځ د وصل د نکتې کردار اداء کړو.
۴- افرادي قوت
افغانستان په کافي اندازہ ځوان او د کار جوگه افرادي قوت لري. موږ د وطن په بیا رغاونه کې لکه د سویډن، د نورو مټو ته احتیاج نه لرو.
۵- طبیعي زیرمې
افغانستان له لیتیوم، تیل، گاز، د ډبرو سکارہ او قیمتي کاڼو څخه را نیولې تر مس، یورانیم او نورو گران بیه کانونو پورې پخپل زړہ کې ذخیرہ کړي.
اوس مھال افغانستان له فساد څخه پاک،سالم او صالح قیادت لري چې که په وړو او نا مطلوبو مسائلو ځان بوخت نه کړي، یواځې د خپلو طبیعي زیرمو د استخراج له فرصت څخه په گټه اخیستنې، کولای شي د څو کلونو په مودہ کې خپل ھیواد د نړۍ د شتمنو ھیوادونو په کتار کې ودروي.
۶- حریص گاونډیان
موږ ته په سیمه او کور کې د ډیری ستونزو د را پیدا کولو اصلي عاملین زموږ گاونډیان ھم دي.
د افغانستان په اړہ د پاکستان د پالیسۍ عمق پر یوہ تحت الحمایه او ورپسې یوہ نارامه افغانستان ولاړہ وہ.
ایران د شیعه لږکیو په وسیله د سعودي سرہ زموږ په خاورہ د نیابتي جگړۍ اور ته لمن وھله.
د ایران سیاست ھم د نارامه او جگړو کې ښکیل افغانستان پر تداوم ولاړ و، تر څو:
الف: د افغانستان له افرادي قوت څخه په عراق، سوریه او نورو ځایونو کې د جگړې د سوند موادو پڅیر گټه پورته کړي.
ب: د ھلمند د اوبو حساب ورسرہ ونشي.
ت: امریکا په افغانستان کې ښکیله پاته شي، تر څو یې پخپل گاونډ کې د حضور د زغملو له لیارې اړہ کړي چې په نورو ھیوادونو لکه سوریه، عراق وغیرہ کې ورته په امتیازاتو قایله شي.
ج: د توکو بازار
خپلو بې ارزښته او بې کیفیته توکو ته د خرڅلاو د منډوي کار ترې واخلي.
موږ یواځې تیر کال له ایران سرہ د ۲ میلیاردہ ډالرو په ارزښت تجارت درلود چې له بدہ مرغه یواځې شل سلنه یې زموږ صادرات و، او نور…
د شمال گاونډیان مو ھم ځینې یې د روسیې د سیاست تر څنگ د ژبني تبعیض سیاست درلود،
خو اوس، الله عزوجل موږ ته یو عجیب طلائي فرصت په لآس راکړی؛
پاکستان پخپلو قرضونو کې تر غوږونو ډوب دی، روپۍ یې ورځ په ورځ خپل ارزښت له لاسه ورکوي، د ټي ټي پي او بلوڅو وسله وال پاڅونونو، د فوځ د مشرانو مالي فساد او ټولنیزو نابرابریو یې ادارہ د دیوالي کیدو او حتمي تباھۍ کندې ته رسولی.
ایران پخپله په داخل کې سخت زخمي دی، د اخوندانو حکومت له کلک ازادي غوښتونکي ولسي مقاومت سرہ مخ دی، امریکا نور په سیمه کې حضور نه لري نو ھغه امتیاز ھم نور نشته او نور.
د شمال گاونډیان یو څه د داعش له ویرې او یو څه د امارت په مقابل کې د روسیې د نرم دریځ څخه د تأثر له امله د تیر پڅیر امارتي دښمنانو ته د کولابي سیاست چاپیریال نه برابروي.
که وکتل شي زموږ ھر گاونډی یا پخپلو ستونزو کې تر غوږونو ډوب دی او یا ھم سیاست یې نور دا نه ایجابوي چې د افغانستان په تخریب کې له چا سرہ مرسته وکري.
د افغانستان گاونډیان داسې پخپل غم اخته کیدل، اړ باسي چې زموږ په کورنیو چارو کې د لاسوھنې په ځای خپلو ستونزو ته توجه وکړي او ھمدا حالات موږ ته د پرمختگ ډیر ښه چانس په لاس راکوي.
پایله
طبیعي حوادث، اقتصادي رکود، جگړہ ایزې بدمرغۍ، وبا، طاعون، کرونا او او ځینې نور داسې حالتونه دي چې د یوې سیمې یا ھیواد چارواکي او ادارې یې اټکل نشي کولای او نه د ھغه مھال ناوړہ شرایطو ته تغیر ورکولای شي.
بریالي مشران او سیاسیون ھغه دي چې په ھماغو مسلطو شرایطو کې داسې پریکړې وکړي چې د ھیواد او ولس پخیر یې وي!
کله کله ھمدا ناوړہ شرایط یوہ ھیواد ته عجیب طلایي فرصتونه په لاس ورکوي.
له ھغه مھاله چې سویډني نوبل ډاینمنټ اختراع کړ، سویډن د وسلو او نورو تسیلحاتي اکمالاتو، د جوړولو ډگر ته ور ودانگل، خو د خرڅلاو لپارہ یې مناسب مارکیټ نشو پیدا کولای.
نور اروپایي ھیوادونه په اقتصادي، بشري، ، صنعتي، تخنیکي او نورو لحاظونو تر سویډن ډیر مخکې و. له دې ھیوادونو سرہ ځغاسته اسانه نه وہ خو ھماغه مھال لومړۍ او بیا څو کاله پس دویمه نړیواله جگړہ ونښتله.
ھغه داسې شر و چې د سویډن پکې خیر و.
د جگړو له پیل سرہ سویډن خپل ناپئیلتوب اعلان کړ.
اروپایي ھیوادونه په دوہ ډلو وویشل شول او جگړې پیل شوې. سویډن، په ډیر مھارت، په دواړو غاړو وسلې او مھمات خرڅول.
تر جگړې پس چې جگړہ ځپليو ھیوادونو خپل زخمونه څټل، مرھم پټۍ یې غوښتې، سویډن پرې مرھمونه او پټۍ پلورلې.
په پنځوسمه لسیزہ کې، دا سوړ، تیارہ او فقیر ھیواد دومرہ شتمن شوی و چې د جرمني، فرانسې، فنلنډ، او نورو ھیوادونو اتباعو غوښتل د ښه او مرفه ژوند په ھیله ھلته د اوسیدلو لپارہ لاړ شي.
ھغه روسان چې یو مھال،سویډنیان یې ھیواد ته د غلاو لپارہ ورتلل، اوس ھلته د ښې راتلونکې په ھیله په قاچاقي لارو ورتگ پیل کړی و!
سویډني مشران ھوښیار خلک و. فرصت په لاس ورغی نو بې درنگه یې د خپل ھیواد او ولس پخیر ترې گټه پورته کړہ.
افغانستان له سویډن څخه په لا ښه حالت کې قرار لري. ھغوی سرہ دوہ فرصتونه و؛ امنیت، او د وسلو خرڅولو ستر مارکیټ، خو افغانستان له سویډن څخه څو چندہ زیات طلایي فرصتونه په واک کې لري.
سرتاسري امنیت، د خپلو طبیعي زیرمو د را ایستلو قوي ارادہ، د حریصو گاونډیانو داخلي ستونزې، د بفر زون له حالت څخه پر تجارتي څلور لارې بدلیدل، د نړۍ د اھمو سیمو تر منځ د اتصال نکته کیدل او نور…
افغانستان د الله عزوجل په لار کې بې مثاله قربانۍ ورکړي او ښایي د ھماغو قربانیو په پاداش کې الله تعالی ورته د بې ساریو طلایي فرصتونو موکه برابرہ کړي وي.
په داسې ناوړہ حالاتو کې د امارت واک ته رسیدل او د یوہ ضعیفه او ناتوانه ولس په واسطه د کفارو د ستر او طاقتور جگړہ ایز ماشین، ناټو ماتیدل، د الله د عظیم قدرت ھغه مظاھر دي چې موږ ته د مرحوم علامه اقبال په ژبه وایي:
ہم تو مائل بہ کرم ہیں کوئی سائل ہی نہیں
راہ دکھلائیں کسے رہرو منزل ہی نہیں
ستر فرصتونه مو د کور دروازې ته راغلي. دا اوس زموږ د چارواکو او ا. ا پورې اړہ لري چې ځانونه په فرعي مسائلو لکه د ښځو کار، تحصیل او د دنیوي علومو اباحیت او فرضیت، ځانونه بسیا ساتي که له دې راغلیو طلایي فرصتونو څخه گټه پورته کوي
سویډن ته یو فرصت په لاس ورغلو، ځان یې د نړۍ شتمن ھیواد کړ، پر موږ لله الحمد د فرصتونو باران دی چې که گټه ورڅخه پورته کړو، افغانستان به د نړۍ پرمختللی او ھوسا ھیواد شي.
لوی څښتن به زموږ په وسیله د یوہ رښتیني اسلامي نظام څیرہ نړیوالو ته وړاندې کړي.
داسې یو نظام چې غرب ورڅخه په ویرہ کې دی، داسې یو نظام چې د غربي ظالم سرمایه داري نظام د بدیل په توگه نړۍ ته وړاندې شي او داسې یو نظام چې اسلام یې سیاسي نه وي بلکې سیاست یې اسلامي وي.
ھیله دہ زموږ چارواکي نور د وخت نزاکت وپیژني، په فرعي مسائلو ځان بوخت نه کړي او له راغلیو طلایي فرصتونو گټه پورته کړي؛ او که خدای مکړہ داسې ونکړي، فرصتونه ضایع کیږي، بیا ښایي داسې فرصتونه په پیړیو پیړیو په لاس رانشي، بیا زہ ھم د ھغه شعر پر ښیرا امین وایم چې وایي:
شتمنه خاورہ یې را کړې وہ، خو و مو بایله
خدای دې پر داسې ناشکرانو نور کرم نه کوي
والله المستعان
_______________________________
حفیظ الدین پیرزادہ
د مارچ ۱۷/ ۲۰۲۳ م
لندن
*****************************************
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.