کال ۱۴۰۲ل څنگه تېر کړو؟

عبدالوافي نایبزی

250

۱. هڅه وکړئ، چې له نور اغېزمنو اشخاصو سره اړيکې جوړې کړئ: اړیکې جوړول، ساتل او پالل ستاسې په شخصیت جوړېدنه او لوړونه کې ستر رول لوبولای شي، هم‌دا نن قلم راواخلئ، په تېر یو کال کې درته څوک، کوم ملگری/ې یا همکار مؤثر وو او چا-چا مو پښې وهلې، اوس يې وخت دی، چې پر نویو ملگرو هم فکر وشي.

۲. ځان‌جوړونې له‌پاره مشخص وخت وټاکئ: موږ ټول په یوه بڼه ځان‌ته وخت ورکوو، خو گډوډ! راځئ، داسې وکړئ، چې هم‌دا نن پر سپین کاغذ، یا د کمپيوټر پر مخ د ځان له‌پاره یو مهالوېش وټاکئ، د دندې یا بل کار تر څنگ مو په مهالوېش کې مطالعې، ورزش، کورنۍ، ملگرو او چکر ته ځای ورکړئ!

۳. نور مه ملامتوئ: تېر یو نیم کال ښايي د افغان ځوانانو له‌پاره د بدبختۍ کال وو، ځینو په‌کې دندې له لاسه ورکړې، ځينې جلاوطنه او مساپر شول او ځینو بیا ښايي خپل نږدې خواخوږي له‌لاسه ورکړي‌وي، خو په هر حال کې باید د ژوند د سختیو پړه پر بل وانه‌چول شي، هر بحران ته دې د فرصت په سترگه ولیدل شي، اوسپنه چې څومره ټکېږي، هومره پخېږي! ډاډه یم، که هم‌دا نن لاس په کار شو، د ځان، کورنۍ او نورو له‌پاره ښه ژوند برابرولای شو، یوازې استقامت، مبارزه او زغم په‌کار دی!

۴. د عاید موندنې مهارتونه زده‌کړئ: تر ټولو اړینه خبره د عاید ترلاسه کول دي، یو ځای مې لوستي‌وو، که تر ۴۰ کالنۍ شتمن نه‌شوئ، نو وروسته يې تمه مه‌کوئ، له ۴۰ وړاندې تاسې ځوانان یاست، مټې مو شیمه، مغز مو تېز او ملگري مو ډېر وي. هڅه وکړئ، چې هر کال د عاید گټنې په برخه کې نوی مهارت، نوی کسب، نوې زده‌کړه او نوې تجربه ترلاسه کړئ!

۵. ټولنیزې رسنۍ د خپلې گټې له‌پاره وکاروئ: گورئ، ټولنیزې رسنۍ کارول په اوس وخت کې په یو ضرورت بدله شوې‌ده، خو ستاسې خوښه چې دا رسنۍ د خپلې گټې له‌پاره کاروئ او که د وخت د ضایع کولو له‌پاره؟ لېنکېډ د دندې لټولو او مسلکي خلکو سره د اړیکو جوړولو، ټوېټر د نړۍ څخه د خبرېدلو، فیسبوک د خپل هېواد د اوضاع معلومولو او شهرت، ټېک ټاک د کمپيوټر او عاید موندلو او انسټاگرام د خپلو انځورونو له‌پاره وکاروئ!

۶. له‌خپلو ستونزو مه‌تښتئ: موږ ټول پوهېږو، چې «ستونزه» څه ده؟ باید هڅه وکړو، چې د خپلو ستونزو څخه د تېښتې پر ځای د هغوی پر حل‌لارو فکر وکړو، نشه کول مو یوه ستونزه ده، ډېر فلم لیدل مو یوه ستونزه ده، دنده نه‌لرل مو یوه ستونزه ده، له ژوند شکایت کول ستره ستونزه ده او هم‌داسې په لسگونه نورې بېلگې! خو ښه خبره دا ده، چې ته ژوندی يې، لا ساه اخلې او د دې ټولو ستونزو د حل‌لاره ستا په فکر او لاسونو کې ده، یوازې راپورته کېدل او کار کول په‌کار دي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.