سلام وطندار وپوښتلم، هر کال زرگونه محصلین له پوهنتونونو فارغېږي، خو کار او دندې ورته نهشته؛ دا به د هېواد پر اقتصاد څومره بد اغېز ولري؟!
زه هم ورته په گډو-وډو سره شوم دلته دوه موضوعگانې دي:
لومړی د محصلینو له حکومت څخه د دندو لوړه تمه ده، چې باید داسې ونهاوسي! او نه یو حکومت کولای شي، چې ټول فارغین دې پهخپل حکومتي سیسټم کې جذب کړي.
دوییم، د زدهکړو یا تحصیل ناسم سیسټم دی، چې محصل ته ژوند او روزګار نهښيئ، بلکې کتابونه او چپټرونه ورته ښيئ، کله چې یو محصل فارغ شي، نو نه له تخنیکي پلوه دومره وي، چې یو نهاد يې جذب کړي او نه د مسلک له اړخه دومره پیاوړی وي، چې حکومتي يا غیر دولتي اداره دې ورته اړتیا ولري.
په ټوله کې دا څو زیانونه لري:
• د بې کارۍ گراف لوړېدل:
د ۲۰۲۱ز په پای کې په ټوله نړۍ کې ۲۱۶مېلیونه وگړي بېکاره وو، د همدې کال ارقام بیا د افغانستان لهپاره ۱۳.۲۸سلنه وو، یانې د ټول هېواد به نفوس څخه ۱۳سلنو یې روزگار نهدرلود، اوس که نفوس ۴۰مېلیونه ونیسو، نو ۵.۳ مېلیونه بېروزگاره مو درلودل، خو په ۲۰۲۳ز کې بیا کیسه بل ډول وه، د ملگرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ اداره OCHA د ارقامو پر اساس اوسمهال په ټول افغانستان کې ۲۸.۳ مېلیونه وگړي بېړنیو بشري مرستو ته اړتیا لري، چې ۲۳٪ يې مېرمنې، ۵۴٪ يې ماشومان او ۸.۳٪ يې معلولیت لرونکي وگړي دي.
• له حکومت څخه نارضایتي:
موږ پښتو کې یو متل لرو، چې «وږې گېډه اېمان نهلري»، د نړۍ په معاصر سیاست کې دا یوه عامه خبره ده، چې د ناراضه ولسونو لاس اخر هم د خپل واکمنو گرېوان ته لوېږي، نو څومره چې په یو هېواد کې د بېکارۍ گراف لوړ ځي، هم به ورسره له حکومت څخه د ولس نارضایت لوړېږي، دا امکان نهلري، چې وږی ولس دې لهخپلو واکمنو څخه راضي او خوښ اوسي.
• د جرایمو کچه لوړېدل:
کله چې په یو هېواد کې بېکاري ډېره شي، نو دا له نورو ستونزو سره سره امنیت هم گواښي او ورسره د ناامنۍ گراف لوړېږي، همدا ناامني وي بیا چې اقتصادي پرمختگ له ځنډ سره مخکوي، د کاربازار کمرنگه کوي او بېشمېره نورې ستونزې له ځانه سره لري. د افغانستان غوندې بېوزله هېواد چې کابو ټوله اتکا يې په تېر او اوس کې په بېرونۍ مرستو ده، بېکاري پهکې په خورا اسانۍ سره ناامني او جرایم رامنځته کوي. عموما هغه هېوادونه چې په بېرونۍ مرستو متکي وي او خپلې کومې ملي اوږدمهاله پروژې او دندې ونهلري، بېروزگاره وگړي يې په ناامنۍ او فساد خورا په اسانۍ لاس پورې کوي.
• مهاجرتونو ته اړ کېدل:
د UNHCR د ۲۰۲۲ز راپور ښيئ، چې د ۲۰۲۱ کال تر پایه په ټوله نړۍ کې ۲.۷ مېلیونه کډوال له افغانستان څخه وو چې ډېری یې د ایران او پاکستان په هېوادونو کې کوربه وو. وروستي ارقام دا دی، چې د ۲۰۲۲ کال تر مارچ پورې ۱.۴ مېلیونه راجستر شوي افغان کډوال په پاکستان کې ژوند کوي او ۷۸۰۰۰۰ افغانان چې د کډوالۍ کارتونه لري او ۲.۱ مېلیونه چې سندونه نهلري، په ایران کې میشت دي. انډیواله دا یوازې د گاونډیو هېوادونو کیسه ده، اوس يې نو په غرب، اروپا او نوره نړۍ کې حسابوه، پهدې ټولو کډوالو کې یوه خبره عامه ده، چې په افغانستان کې روزگار او امنیت نهشته؛ کار او امنیت سره تړلې پدېدې دي.
• او په اوږدمهال کې له اقتصادي بحران سره مخ کېدل، چې بدبختانه پورته یاد زیانونه یا فکټورونه اوس موږ عملاً گورو.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.