د وطنوالو او د نړۍ  د پام وړ 

داکتر صلاح الدین سعیدی

524
د افغانستان د ګمرکاتو پېسې او عواېد د طالبانو د أمیر د ملاهيبت الله په نامه د قدرت په ګدې ناست کس په  شفاهي أمر بدون له دې چې د افغانستان عایداتو او مالیاتی سیستم ته ور داخلې شي په لا قانونه ( افغانستان کې خو هسې هم مدون قوانین نه شته) توګه ایستل شوي (اختلاس شوي) او قندهار ته او په ېوه روایت جي اچ کیو  مخصوصو چېنلو ته په اختیار کې ورکول شوي او استول شوي دي!
ملته او طالبه پرې خبر شه، ستا په سر څه روان دي!ً
هو
افغانستان کې شل کاله او بیا اوس اوس څه کم دوه کاله لاقانوني ده، د تعهد او د طالب د عفوی د فرمان!؟ نه په تضاد کې سلهاو سیاسی فجیع قتلونه روان دي خو د د امریکې  د خارجه چارو وزیر پرون بله خبره په هوا کړه او … وویشته چې طالبان تخلف کار دي او د رسمیت پېژندلو بحث په داسې حالاتو کې منتفی بولي! خو أمریکه دغه برخه کې د عملي کار خبر او تدبیر نه شته!
او هو نړېواله ټولنه د هغو افغانانو د پناهندګۍ ورقې او غوښتنلیکونه هغه وخت پروسسوي او اجراأت کوي چې مثلا د حصر وراثت ( د قرابت د تثبیت اسناد)، ولادت خط، نکاح خط او… مثنی او يااصل اسناد او اوراق د حاکم نظام ( د طالب نظام) د حاکمیت د ادارو له خوا صادر او یا تصدیق شوي وي او …
نو راشئ قضاوت تاسې وکړئ چې کذاب او غولونکي څوک او له هغه چې ځان بچ شوای، هغو ته ولې افراد او مهاجر احتیاج او مجبوروي؟ څه  دي او څه روان دي؟
د افغانستان د غمیزې حل قومي او سمتي حل نه لرو او نه لري کوم ته چې تېرو شلو کلو کې عمدا او قصدا ناروا هوا او قوت ورکړل شو او لا ورکول کېږي چې اسلامی اخوت، افغاني قوت او درست استقامت ته ماته ورکړای شي او ددوی د لوبو او مکاریو میدان ګرم وي! افغانستان کې تېر او نوي  قومي، ژبنیز مقاومتونه!؟، احزاب، ډلې او ټپلې د حل لار نه وه او نه ده!
افغانستان کې هغوی چې شل کله د ددې وضع د راتلو لامونه دي او شل کلن نظام کې یې بې عدالتیویو او افراطیت جوړولو ته بهترین روزن ځای، تحریک او أنګېزه شوي، دوی د حل لار نه دي. دوی خپله معضل او مشکل دی، څه رسه چې  د حل لار اوسي!
افغان ملته بېدار شه، لوبې بدې ، غولونکي او حتی د ابتدایی انساني منطق سره په تضاد دي! ددې خبرو په پوهېدو اوځان پوهولو کوم علمي لقب ته اړتیا نه شته!
ملته که بېدار نه شوې، غرق یاست/یې!
نوره خوښه ستا!
متحد او متفق او ېو قوت شئ چې نور نو زمونږ پر سر، زمونږ له حضوره او ارادې پرته پر مونږ لوبې او تصمیم ونه  شي نیولای! او ونه نیسي!
لومړي کې دنجات درې څلور ستر مشترک چترونه او مشترک د نجات په رهبرۍ او د هغه پر ایجاد کار وجیبه ده.
هو که دا ستر د نجات چتر اوس ېو نه وه نو حدأکثر ۵-۴  نه زیاد نه وي!
کله چې دغه استقرار ته ورسېدو  بیا په پوره تدبیر او له تأخیره پرته د ستر ملي چتر ، ملي مدتفعانو د ستر چتر د جوړولو اپاره په پراحه کچه کار وکړتی شي، أمور او کار دغه برخه کې لازمې همغږۍ ته پوره پوره اړتیا شته!
بیا تأکید کوو، ښکاره او انصاف خو هم دادی چې هغو چې پر خپلو بې کفایتونو او جبونیت، ډارې او د لازمې مسلکي زده کړې د نقص په وجهې، تېر لومړي درجه چارواکي او هغو چې شل کاله د افغانستان غېر قابل تکرار فرصتونه ضایع کړل د تخلفاتو او تېروتنو لړۍ يې اوږده ده. دوی چې ناکام وه بیا د زعامت او مشرۍ د تحمیل حق نه لري! او نه دې داسې لوبې او کانې کوي!
له بلې خوا اوس سوال له سره د زعامت پر سر معامله او استخباراتی توافق او د بن تکرار هم نه دی.
زمونږ تمرکز باید اول خلکو او ملت ته د عاجلو مرستو رسول او د اوسني کړکېچ نه د وتلو پر میکانیزم توافق دی هغه بل څه نه دي چې دلته یې شمېرم:
اردو او امنیتی ځواکونه د څه کم دوکلو کې غېر سیاسي کول.
سیاسی، ملي احزابو تقویت لپاره قانومی زمینه سازي او بستر سازی کول!
داسې تدابیرو باندې کار چې افغتن مجاهد، او اتل ملت د تصمیم اصلی مرجع شي! ېو وګړی ېوه رأیه د حل لار ده او بشریت له دې پرته بل څه نه لري!
ډېر ملی  او وطنپال سازمانونه او شخصیتونه په دې کار کوي او نن سبا به ېو ستر ملي چتر او سیاسیي آدرس او د ملت د آواز مرجع عرض وجود وکړي!
دا به د تمامیت خواهۍ مدعي نه وي او ملت به نه تعویضوي او د ملت د حاکمیت د تحقق لپاره به په سرعت کار او زمینه سازي کوي! د نفیې سیاست د منلو نه وه او نه دی او زمان د هغه باطل واای ثابت کړای دی!
د دوم بن تکرار د منلو وړ نه دی او د نورو د استخباراتی ادارو ټول شموله حکومت په رپښتیا ېوه بله دوکه  او د حل لار نه ده! …؛
و من الله التوفیق
داکتر صلاح الدین سعیدی
۲۲/۳/۲۰۲۳

 

*****************************************

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.