د ښځو کار او تحصیل 

حفیظ الدین پیرزادہ

432

ځینې مسائل د ځنځیر د کړ‎یو په څیر په یو بل پسې تړ‎لي وي، لومړ‎ۍ یې د دویمې د پایښت او دویمه

د دریمې د ثابت پاته کیدو لپارہ حتمي وي. چې بیا ھمدا د کړ‎یو تسلسل یو مضبوط ځنځیر جوړوي.

زہ په افغانستان کې د ښځو کار او تحصیل ته د ھمداسې یوہ ځنځیر د لومړ‎ۍ کړ‎ۍ په سترگه گورم او وایم:‎

که ښځو ته د کار او تحصیل اجازہ ورکړ‎ل شي، نو؛

۱- گیله من ولس به خوشاله او د امارت سرہ به یې پیدا شوی واټن کم شي.

۲- د امارت متضرر شوی کورنی مشروعیت به بیرته ورغیږ‎ي.

۳- د امارت د مخالفینو لخوا به په ولس کې د ځالو جوړ‎ولو احتمال  له منځه لاړ‎ شي.

۴- غرب او نورہ نړ‎ۍ به تر یوہ حدہ د اخلاقي اجبار له مخې افغانستان په رسمیت وپیژني،

ځکه نه پیژندلو ته بهیې کوم مبرَر موجود نه وي.

۵- افغان حکومت به وتوانیږي له نړ‎یوالې ټولنې څخه د تریاکو او نورو مخدرہ موادو د

مخنیوي په مقابل کېامتیازات تر لاسه کړ‎ي.

‏‎

۶- افغانستان به د نړ‎یوالې ټولنې یو محترم غړ‎ی شي.

۷- په غربي میډیا کې به د امارت پخلاف، د حاکمې جگړ‎ہ ایزې فضا وریځې، تَتې شي،

زھرجن تبلیغات به کمشي، چې په نتیجه کې به یې د ھمدې رسنیو لخوا د ااا ھغه تصویر چې

ھغوی د خپلو ولسونو په ذھنونو کېترسیم کړ‎ی، خپل ځای نسبتاً یو بھتر تصویر ته پریږ‎دي.

۸- افغان دولت به  وتوانیږ‎ي چې د نړ‎یوالو قوانینو په رڼا کې د امریکا او ناټو لخوا پرې د

 تپل شوې شل کلنېجگړ‎ې تاوان وغواړ‎ي.

۹- افغان حکومت به وتوانیږ‎ي چې ھغه مجرمین، داخلي/بھرني چې په افغانستان کې

 یې بشري ضد جرمونه ترسرہ کړ‎ي، د گریوانه ونیسي او د جرائمو نړ‎یوالې محکمې ته یې را کش کړ‎ي.

۱۰- د افغانستان کنگل شوې شتمني به ازادہ شي.

۱۱- افغان حکومت به د دوہ یا څو اړ‎خیزو معاھدو او نړ‎یوالو قوانینو په رڼا کې وتوانیږ‎ي

چې د غلو، مفسدینو اوملي خاینینو لخوا لوټ شوې شتمني بیرته ھیواد ته راوړ‎ي.

۱۲- ھیڅ دولت به و نه شي کولای د افغانستان دښمنان پخپله لمنه کې وساتي او یا کم تر کمه

پخپله خاورہ کې دسیاسي فعالیت اجازہ ورکړ‎ي.

۱۳- زموږ‎ د اوسني پرمختگ گراف به دوہ چندہ لوړ‎ شي، ځکه ښځه زموږ‎ د ټولنې نیمه

او یا تر نیمې ھم زیاتنفوس تشکیلوي

دا او دیته ورته نورې ډیرې گټې ھم شته.

ښځه د انسانیت د بقا ضامنه دہ.

پښتانه په عامیانه اصطلاح کې ښځه کورودانه بولي او افغانان په مجموع کې افغانستان خپل کور!

  دا ستر کورپر ښځو ودان دی، بې کور ودانو د دې کور وداني متصورہ نه دہ!

د ښځو د شرعي حقوقو ( کار او تحصیل ) په وړ‎اندې محدودیتونه وضع کول په حقیقت کې

د نیمې ټولنې د فلجولو په مانا دہ!

امارتي چارواکي باید د امارت د بقا او د انزوا څخه د را ایستلو لپارہ چې څومرہ ژر کیږ‎ي د

 ښځو د کار اوتحصیل په مخکې پراته خنډونه  لرې کړ‎ي! ھمدغه شرعي لار ھم دہ!

والله المستعان

___________________________

د مارچ ۲۰/ ۲۰۲۳ م

لندن

 

*****************************************

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.