په افغانستان کې د لیتیوم د فلز د ذخیرو د کشف ډرامه

سلطان جان کلیوال

538
د بن د توافقاتو نه وروسته د ښاغلی حامد کرزی د زمامداری په وخت په )۱۶۶۴ ) کال کې د انګلستان جیالوجیکې سروی او د متحده ایاالتو جیالوجیکې سروی ادارو، د افغانستان د جیالوجیکې سروی اداره په شریکه سره په خپل الس کې ونیوله، د تنظیمی جګړو په نتیجه کې د دی اداری وران تعمیر چې د بوت آهو د فابریکې او عسکری مسلخ په منځ کې جوړ شوی و، بیرته په ډیر بد کېفیت سره نیم و نیمکله ورغاوه. د دی دوه هیوادو ادارو بی له دی چې افغان دولت ته د خپل کار د اجرا پالن ور وښای په نامنظمه او نا هم اهنګه توګه ځنی جیو فزیکې څیړنی سرته ورسولی، ددی څیړنو او تحقیقاتو نتیجه ال نه وه څرګنده چې په )۱۶1۶ )کال کې د متحده ایاالتو د جیالوجیکې اداری یو ډراماتیک خبر خپور کړ چې په افغانستان کې د غزنی په والیت کې یی د یو ټریلیون ډالرو نه په زیات قیمت سره د لیتیوم د فلز زخیره میندلی ده. مخکې له دی چې د دی ګرمی اوازی په هکله څه و ویل شی بده به نه وی چې ګرانو لوستونکو ته د لیتیوم د عنصر په باره کې څه لنډ معلومات وړاندی شی. لیتیوم د ډیرو سپکو القلی فلزاتو د ګروپ د سودیم او پوتاسیوم نه وروسته دریم فلز دی. د اوکسیجن او آزادی هوا په اوکساید جوړوی، نو له همدی وجهی نه کله چې په خالصه توګه استحصال شی نو مقابل کې ډیر حساس دی او فورا بیایی په تیلو او یا نورو غوړو میعاتو کې ساتی. د اوبو په مقابل کې هم ډیر فعال دی، که په اوبو کې واچول شی نو داچې کثافت یی تر اوبو کم دی یعنی دا فلز د اوبو نه سپک دی نو د اوبو په سر پاتی کېږی. رنګ سپین یا نقره یی ډوله دی. د ا فلز په )1۱1۱ )کال د جان ارف وید سن (Arfvedson John (له خوا د پیتاالیت (Petalite (په نوم په یو منرال کې چې د التینی کلمی (Littes (څخه چې د ډبری معنی لری اخستل شوی دی.
 دا سپک فلز په ډبره کې و میندل شو. دا چې د سپکو فلزاتو دوه نور عناصر سودیم او پوتاسیوم له نباتاتو څخه په الس راغلی ول نو ځکه یی دی دریم سپک فلز ته د لیتیوم نوم ورکړ. په صنعت کې دا فلز په )1۱۱۲ )کال ګټی ا خستنی ته وړاندی شو . لکه څنګه چې وویل شو دا فلز هیڅ وخت په خالص ډول نه پیدا کېږی، د حاصلولو ښه او صنعتی سرس (Sources( یی دا الندی منرالونه دی:  سپودوماین ۴ نه تر ۱ سلنی پوری لیتیوم لری.  امبلیګونایت ۱ نه تر 1۶ سلنی پوری لیتیوم لری.
 لیپیدوالیت ۱ نه تر ۴ سلنی پوری لیتیوم لری.  زنوالدایت ۱ نه تر ۹،۲ سلنی پوری لیتیوم لری.  پتاالیت ۱ نه تر ۴ سلنی پوری لیتیوم لری.  تری فیالیت ۱ نه تر ۰ سلنی پوری لیتیوم لری.  لیتو فیالیت ۱ نه تر ۰ سلنی پوری لیتیوم لری. ځنی نور منرالونه هم شته چې دا عنصر تری په الس راځی. ټول هغه منرالونه چې د ا عنصر تری حاصلیږی هغه ټول د ناریه احجارو د یوه خاص ټیپ منرالونه دی چې پګماتایت ورته وای ) پګماتایت ناریه مواد دی چې د ځمکې د قشر د احجارو په درزونو کې راپورته کېږی، ورو ورو سړیږی او غټ دانه کرستالونه جوړوی( عالوه له دی منرالونو څخه په نننی صنعت کې د لیتیومو د فلز زیات مقدار د براین Brine له مالګینو اوبو څخه په الس راځی چې په خپل ترکېب کې د لیتیوم کاربونات مالګی لری. د لیتیومو د حصول دغه سرس د هغی ډبرین او منرالی سرس ته ارزانه تمامیږی. د لیتیومو نړیوال ذخایر: په تقریبی توګه متحده ایاالت ۱۰۶ زره ټنه لیتیوم لری او په نوره نړی کې یی زخیره تردی مهاله تقریبا 1۱ میلیونه ټنه محاسبه شویده. روسیه او چېن هم د لیتیومو لوی معدنونه لری، خو په اوسنیو شرایطو کې دا ورته ارزانه تمامیږی چې خپل د اړتیا وړ لیتیوم د چېلی له هیواد څخه واردوی.
لوی تولیدونکې هیوادونه یی چېلی، بولویا، ارجنتاین دی، افغانستان هم تر کانادا وروسته د دی عنصر لوی زیرمی لری. په افغانستان کې د یو پر پنځه سوه زره )۹۶۶0۶۶۶:1 )مقیاس د نقشی د راپور له مخی د لیتیومو معدنی زاخایر په الندی سیمو کې شتون لری: د بدخشان د والیت د تال بوزک، د کوکچې د دریاب مسیراو اشکاشم په سیمو کې. د کونړ د والیت د پچېګرام، پارون، کانتیوا، پاس ګوشته، جامنک، یاری کل، دروم ګل، پاشکې، سام ګل، دره پیچ او مارید په سیمو کې. د لغمان د والیت د الینګار، شماکت او شهیدان په سیموکې او د اوروزګان والیت د تګاولور په سیمه او همدارنګه د هیواد په نورو سیمو کې. د لیتیوم عنصر د عادی تخنیک نه نیولی بیا تر عالی او کېهانی تخنیک پوری د استعمال ډیره پراخه ساحه لری. د نړۍ د استحصالی لیتیومو نیما یی مقدار د شیشه سازی په صنعت، سرامیک )کراکرۍ(، المونیمی الیاژو، رابر جوړولو، ګریس جوړولو او نورو روغنیاتو کې کارول کېږی. په دی تیرو لسو پنځلسو کلونو کې د بطریو په صنعت کې هم تری کار اخستل کېږی،تراوسه یواځی د سل فونونو او الپ ټاپونو په بطریو کې د بیا چارجونکې مادی په توګه تری په پراخه پیمانه کار اخستل شویدی.
برسیره پردی لیتیوم د ځینو نورو سپکو فلزاتو لکه المونیم او مګنیزم سره ډیر قوی او کم وزنه الیاژ جوړوی. د دی برسیره دلیتیومو کاربوناتی فورم لکه لیتیوم کابونات یا لیتیوم سترایت په طبابت کې د ځینو امراضو د تداوی د پاره لکه نقرس یا Gout او عصبی یا Mental ناروغیو د تداوی د پاره هم استعمالیږی. د ۱۶1۶ کال د جون د میاشتی په 1۱ نیټه د متحده ایاالتو یوه پیژندل شوی جیالوجست ښاغلی هیوری ج ریسکې په نشنل جغرافیه کې په دی برخه کې یوه مقاله خپره کړه چې نوم یی و »د افغانستان د لیتیومو د شتمنی کېسه د غافلولو بله الر« یا (Elusive Remain Could Wealth Lithium Afghanistan( په دی مقاله کې ښاغلی هیوری داسی لیکلی دی : ــ په 1۱۱۱ کال کې د پخوانی شوروی اتحاد او افغان جیولوجستانو د )۹۶۶0۶۶۶:1 )مقیاس جیالوجیکې او معدنی نقشی د جوړولو کار په بشپړه توګه پای ته ورساوه. د پاڼو شمیره: له 5 تر6 افغان جرمن آنالین په درنښت تاسو همکارۍ ته رابولي. په دغه پته له موږ سره اړیکه ټینگه کړئ de.german-afghan@maqalat یادونه: دلیکنې د لیکنیزې بڼې پازوالي د لیکوال په غاړه ده ، هیله من یو خپله لیکنه له رالیږلو مخکې په ځیر و لولـئ ــ په 1۱۱۱ کال کې شوروی اتحاد افغانستان ته خپل عسکر ور داخل کړل، جنګ پیل شو او اکتشافی کارونه له یوی مخی توقف شول. ــ په ۱۶۶1 کال کې د متحده ایاالتو او انګلستان هیوادونو عسکر د القاعدی د زپلو په بهانه افغانستان ته ننوتل، د طالبانو رژیم یی را نسکور او د ب ن د توافقاتو په نتیجه کې یی د حامد کرزی تر مشری الندی یی ګډوله حکومت جوړ که. ــ په ۱۶۶۴ کال کې د بریطانیی د جیالوجیکې سروی، د متحده ایاالتو جیالوجیکې سروی او د افغانستان د جیالوجیکې سروی ادارو دری واړو په ګډه په نا منظمه او بی پالنه توګه د افغانستان د کانی منابعو د څیړنی او مطالعی د پاره هلی ځلی پیل کړی. ــ په ۱۶۶۱ کال کې د متحده ایاالتو جیالوجیکې مؤسسی و ویل چې افغانستان څه داسی معدنی زخیری لری چې الکشف شوی نه دی خوکه په کار واچول شی د دی هیواد په اقتصاد کې تغیر راوستلی شی. ــ د دوه کلونو په تیریدلو سره اوس د متحده ایاالتو هغه محدوده ډله چې چې د پنتګان د اداری پوری مربوط دی د خپلو نیمګړو او یواځی جیو فزیکې تحقیقاتو په نتیجه کې د لیتیومو د تریلیون ډالرو په ارزښت خبر ورکونه یو څه ډراماتیکه بڼه لری
 ــ زه د یوه جیالو جست په توګه دا نه هیروم چې په افغانستان کې به د )یو( نه بلکې څوتریلیونو ډالرو په ارزښت نا کشف شوی کانی ذخایر موجود وی، خو بیا هم د یو جیالوجست په صفت دا هم ډیره سخته ده چې بی له اکتشافی مراحلو له سرته رسولو، بی له محاسبی، بی د کوهی شرایطو له تحلیل، بی له ترانسپورتی ستونزو، بی له امنیتی ستونزو او نورو اونورو د تاثیراتو نه پرته دا ومنم چې افغانستان د لیتیومو د ذخیرو له کبله د تیلو سعودی عربستان جوړ شوی او یا به جوړ شی. ــ د یوه معدن د دقیقی سروی وروسته چې د معدن زخیره په صنعتی کتګوریو محاسبه شی، د معدن د استخراج نه د مخه د استخراج عملی امکانات باید و څیړل سی چې د ی څیړنی ته فزیبیلټي (Study Feasibility (مطالعه وایی. د دی مطالعی وروستی راپور مونږ ته د هر معدن ارزښت په جهانی مارکېت کې را وښایی.
ــ د نړی هیڅ کمپنۍ بی د فزیبیلیټی راپور له مطالعی څخه د هیڅ معدن په برخه کې پانګه اچونه نه کوی. هر څوک چې غواړی چې معدن یا معادن یوی کمپنۍ ته د استخراجی سرمایه ګزاری د پاره آفر کاندی نو د پروژی د عملی کېدو د پاره باید د نوموړی معدن فزیبیلیټی څیړنی او مطالعات د داو طلبی د پاره وړاندی کړی. په فزیبیلیټی راپور یا څیړنه کې الندی شیان په نظر کې نیول کېږی: 1 ــ د معدن دیزاین : (Design Mine (چې الندی برخی پکې شامیلیږی: الف: د معدن لیتولوجی یا د ډبرو نوعیت او په دی ډبروکې د مفیده مادی د موجودیت اندازه. ب: د معدن د احجارو میخانیکې خاضیت لک: )نرمی،سختی،درزداریت،شکستګی او نور. ج: په نوموړو احجارو کې د مفیده مادی انتشار او موقعیت او د معدنی کتلی منطقی څیړنه. ۱ ــ د کارد سامان اونورو امکاناتوبرابرول:facilities and equipment Mining الف: د لومړنۍ پانګی اچونی ټاکنه او د هغی برابرونه. ب: استخراجی طریقی او د هغی د بیدیل انتخاب. ج: د معدنی کتلی د ارزښت ټاکل او زمانی ارزیابی. ۲ : د معدنی چارو منجمنت او د بشری قوی ارزیابی:assessment labor and management Mine: ( الف: بی خطره تخنیک او روغتیایی حاالتو ته پاملرنه. ب: د معدنی کتلی د الس ته راوړنی څارنه. : Surface Facilities اسانتیاوی سطحی :۴ الف: معدنی خدمات. تر السه شوی مواد په مؤثره توګه بلی مرحلی ته رسول. : Regional Infrastructureشرایط منطقوی :۹ الف: ترانسپورت. ب: برقی انرژی. ج: د الزم مقدار اوبو تهیه. د: ارتباط اود اړیکو ټینګونه. د پاڼو شمیره: له 6 تر6 افغان جرمن آنالین په درنښت تاسو همکارۍ ته رابولي. په دغه پته له موږ سره اړیکه ټینگه کړئ de.german-afghan@maqalat یادونه: دلیکنې د لیکنیزې بڼې پازوالي د لیکوال په غاړه ده ، هیله من یو خپله لیکنه له رالیږلو مخکې په ځیر و لولـئ هـ : د کارګرانو د پاره د یوه مکمل شهرک د خوړولو په پام کې نیول. ۰ ــ اقتصادی ارزیابی د ځینو اټکلونو سره or) forecast including evaluation Economic:( (Ecology): په دی برخه کې دغه مطالب شامل دی: د معدن د بندولو طریقه د چاپیریال ککړتیا او ارزیابی، د ساختمانی چارو تقسیم او قات، د مارکېت د تغیر دایمی تحلیل، د تراسپورت بیلی بیلی طریقی په پام کې نیول، ناحساب شوی پولی ضایعات، د حساسیتونو مطالعه، د کارونو همغږی او ځنی نوری ضروری چاری. زه په دی کې څه شک لرم چې د امریکا د متحده ایاالتو تکنالوجی به دومره پر مختللی وی، چې ممکن یواځی د معدن په سر د جیالوجستانو یوه الوتنه یا پرواز له هوا نه دغه ټول څیزونه چې اشاره ورته وشوه خانته معلوم کړی وی؟ او بیا به یی په افغانستان کې یی د لیتیومو زخیره سنجولی وی او د موجوده جهانی قیمت له مخی به یی ورته قیمت ورکړی وی. د دی تر څنګ د جیالوجی د علم د اساساتو او د معدنی ذخایرو د خصلت له مخی بی له ساحوی کاراو په معدنی برخه کې بی د عملی اکتشافی میتودونو د سرته رسولو پرته د یوه معدن د اهمیت او د قیمت په باره کې خبری کول بی له دی چې د خلکو د اغوا او بلی لوری ته د پام اړونی او نورو سیاسی هدفونو د پاره تری کار واخستل شی بله کومه ګټه ځکه نه لری چې حقیقت نه لری.
دا و په دی هکله د ښاغلی هوری نظر.
ما تر ډیره حده د امریکا د متحده ایاالتو او د انګریزی جیالوجستانو هغه کارونه چې د افغان جیالوجستانو سره یی یوځای په دا تیرو دولسو کلونو کې سرته رسولی مطالعه کړی او لیدلی دی. د دوی ستر کار چې تر اوسه یی په افغانستان کې سرته رسولی هغه په ځینو خاصو او هغو سیموکې چې د دوی د تصرف الندی وی د جیوفزیکې تحقیقاتو څخه چې په کلی توګه د یوی سیمی د جیالوجیکې جوړښت یعنی د قشری احجارو د ټیپ او سترکچر په هکله د جازبوی او یا موجی طریقو په مرسته معلو مات وړاندی کوی، نوریی هیڅ ډول تفحصی او اکتشافی کار نه دی اجراکړی او د هیڅ معدن مکمله ارزیابی نه ده کړی، نو څنګه دا ډول ډراماتیک تبلیغات چې تر لسګونو نورو کلونو پوری به هم د دی هیواد شتمنی د هغه د وږو انسانانو نسونه ماړه نه شی کړلی د مسلکې کسانو پام ځانته ور واړوی؟ او په دی به معتقد شی چې د دی هیواد دا طبیعی زیرمی به دی هیواد ته تر دری ټریلیونو ډالروپوری سر مایه جوړه کړی؟ د دی فکر کولو نه د مخه دا فکر په کار دی چې دا معدنی ذخایر چې د نیم نه زیاته برخه یی همد اوس د زور مندانو او محلی چارواکو له خوا په غیر فنی توګه استخراجیږی، او د قاچاق په توګه نورو هیوادو خصوصا ګاونډیو هیوادونه ځی د فنی استخراج د پاره چې د یوه دولتی پالن الندی د ټول ملت په ګټه تر سره شی څومره بودجه باید و لګول شی، تر څو د افغانستان معدنونه استخراج او ګټی اخستنی ته چمتو شی؟؟

 

*****************************************

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.