امریکا: له افغانستان څخه د تخلیې رپوټ به په اپريل کې خپور شي

500
19 ساعتونه مخکې

جان کیربي ویلي دي چې له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د تخلیې بهیر د ارزونې کار نږدې بشپړ شوی دی او د اپریل په نیمایې کې به خپور شي. هغه وویل چې د دې رپوټ محرمې برخې به د کانګرس نظارتي کمیټو ته وښودل شي.

د دې رپوټ خپریدل د یوې اوږدې مودې راهیسې ځنډول شوي دي. د دغه رپوټ له خپریدو وروسته به کانګرس او امریکایي اتباع پوه شي یا په اصطلاح دا و ارزولی شي چې په بیړه کې ترسره شوې دغه تخلیه او د امریکا د تر ټولو اوږدې جګړې د ختمیدو پر مهال کوم کارونه غلط شوي دي. امریکا تر ۲۰ کلنې جګړې وروسته په ۲۰۲۱م کال کې په ډیره بیړه له افغانستان څخه خپل ځواکونه و ایستل.

له دې تخلیې سره سم د افغانستان د هغه وخت ملکي حکومت او پوځ چې د یوې اوږدې مودې راهیسې یې امریکا ملاتړ کاوه، دور عملاً پای ته ورسید او طالبانو واک په خپل لاس کې ونیوه.

له دې پوځي تخلیې وروسته د امریکا ولسمشر جو بایډن د دې بشپړ بهیر د ارزونې امر وکړ او دا یې هم وویل چې له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د وتلو ټول اړخونه باید وارزول شي.

ټاکل شوې وه چې دغه رپوټ باید د ۲۰۲۲م کال په اګست کې یعنې د امریکايي ځواکونو تر تخلیې یو کال وروسته خپور شي، خو تر هغه وخته پورې اړونده امریکايي ادارو خپل کار نه و بشپړ کړی او په دې توګه د دې رپوټ خپريدل هم له ځنډ سره مخ شول.

د چهارشنبې په ورځ د امریکا د ملي امنیت شورا ویاند جان کیربي وویل چې د دې ارزونې کار تقریباً بشپړ شوی دی او د بایډن حکومت غواړي راتلونکې میاشت هغه خپور کړي: «مونږ تمه لرو چې ولس ته به د دې ارزونې پایلې د اپریل تر نیمایي پورې خپرې کړو.»

جان کیربي زیاته کړه چې د دې رپوټ هغه برخې چې محرمې درجه بندې شوې دي او عام خلکو ته نه خپریږي، هغه به د کانګرس نظارتي کمیټو ته وښودل شي.

له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو تر تخلیې وروسته د بایډن د حکومت مخالف جمهوري غوښتونکو استازو پر حکومت فشار اچولی دی چې د ارزونې دا رپوټ او د پوځي تخلیې اړوند د رسمي خبرو اترو پورې اړوند استاد هم خپاره کړي.

اوسمهال د دې پوځي تخلیې په اړه په دوو کچو کې تحقیقات روان دي، چې د یوې مشري یې مایک مک کال، د بهرنۍ کمیټې جمهوري غوښتونکی استازی کوي. مک کال په جنورۍ کې د بهرنیو چارو له وزیر انتوني بلینکن څخه د اړونده اسنادو غوښتنه کړې وه. پرون د چهارشنبې په ورځ د بهرنیو چارو وزارت له خوا مک کال ته د دغو اسنادو لومړۍ دسته وسپارل شوه.

ټاکل شوې ده چې نن د پنجشنبې په ورځ به انتونې بلینکن د بهرنیو چارو همدې کمیټې ته حاضریږي او اټکل کیږي چې نوموړی به له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د وتلو په اړه له ډیرو ستخو پوښتنو سره مخامخ شي.

دویچه ویله

*****************************************

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.