محبس او قفس- یولسمه برخه

عبدالقیوم

511

ب:ـــــــــــــــ

 د لوی احمد شاه بابا کورنۍ، اته ځله لویو جګړو او فتوحاتو، د  شېر سرخ  د جرګې د یو شمېر لویو مشرانو د نورمحمد خان علیزي (مېرافغان) او محبت خان په ګډون ووژل سول؟ دا هغه پوښتني دي چي مستند کول او جوابونه  ورته لرل پکاردي. مثلأ لیکل سویدي شاه حسین صفوي د ایران هغه پاچاه وو، چي د احمد شاه بابا مشران لکه  نیکه یې ( دولت خان) د مشر زوی نظرمحمد خان  سره یو ځای ونیول او اعدام یې کړل. د دولت خان څخه پاته دوه نور زامن هریو  (زمانخان او رستم خان) یې له ښهرصفأ څخه و ارغستان ته وشړل. صفویانو لمړي په ارغستان کي د رستم خان خاني ومنل، خو په بدل کي یې ورور( زمانخان ) د احمد شاه بابا پلارد ګروګان په شکل یو وړ، په کرمان کي یې له ځان سره ساتۍ، صفویان لږ وخت وروسته رستم خان هم اعدام کړه، مګر زمانخان له صفویانو سره ګروګان پاته وو؟. په تاریخ کي ماسټرۍ او ډاکترۍ لرونکي پوهان مسؤلیت لري په شریکه سره یوه واحده خبره ولیکي.

 ۱-  احمد شاه بابا څو ودونه (څومېرمني) کړي وه؟ مېرمني یې د چا وچا لوڼي وې؟.

۲ –  څو اولادونه یې نارینه (زامن) او څوښځينه (لوڼي) وې؟

    تر دغه اوسه دا خبره هیڅ مورخ سپینه کړې نه ده، ځکه په تاریخونو کي هم ما ونسوای کولای روښانه لیکلي څه پیدا کړم. نو له یوشمېر دوستانو څخه مي د جواب مندلو په اُميد پښتني وکړې په تاسف سره قانع کونکی جواب مي پېدا نکړه، د بیلو بیلو عکس العملونو سره به مخامخ کيدم. د مثال په توگه عمده یې داسي وو.

۱ – دي خبري ته دي څه پام سوي دئ؟ ولاکه ما ته هم سم معلوم وي، ورکه یې کړه څه گوتي په وهې.

۲ – هغه وخت د ښځو نوم لیکل او شمېر ښوول څه شرم وو، خو ویل کېږي  زامن یې ۶ شپږ وه. د مېرمنوپه باب يې خدای سته څوک سم معلومات نه لري او چیري لیکل سوې هم نه دي.

۳ – څه يې کوي تردې ځای هرلوی لیکوال په خاصه پښتانه لیکوالان په ځغاسته تیر سوي دي. ته هم ځان تیرې تېرکړه. په داسي پښتنو کولو يو شمير کورنۍ خفه کیږي. دا چي تیرو لیکوالو څه نه دي پر لیکلي  سبب یې هم دغه وو.

زما د پوښتني او غوښتني په اساس ښاغلی حبیب الله غمخور صاحب له سويډن څخه  خپل کوښښ وکړی وو، ماته یې ولیکل.”ما هم ستاسي دغوښتني پر بنیاد د ډېرو وپوښتل، وروسته مي په هندوستان هیواد کي د هلي پوهنتون له استاد پرفیسورخالد رشيد صاحب سره دا موضوع شریکه کړه.

ښاغلي استاد په لیک کي ماته و لیکل چي” احمد شاه بابا اته(۸)زامن لرل.۱ – ميرزا سلیمان، ۲ – ميرزاتیمور، ۳ – ميرزا سکندر، ۴ – ميرزاشهاب، ۵ – ميرزا داراب، ۶ – ميرزاپیروز، ۷ – ميرزایذ دان بخش، ۸ – ميرزا سنجر. په درو(۳) ښځو يې پوهيږم، ۱ – قذالباشه، ۲ – بلوڅه، ۳ – پو پلزی”.

یو شمېر تاریخ لیکونکي بیا لیکلي چي احمد شاه بابا زامن شپږ وه او د تیمورشاه مور بهسود واله وه. تردغه ځاي لیکوال نورمخته نه ځي زه يې په علت نه پوهیږم چي دا ولي؟

د زامنو په هکله يې نو د پرفیسور خالد رشيد صاحب معلومات یقینی دي. دا ځکه چي وروسته مي د حقیقت التواریخ افغانستان په ۵۸ص کي لوستل د احمد شاه با با زامن اته (۸ )وه. لکه:۱ – تیمور، ۲ – سلیمان، ۳ – شهاب، ۴ – داراب، ۵ – سنجر، ۶ – سکندر، ۷ – یزدان بخش، ۸ – پروېز.

 سیال مهمند بیا د لوی احمد شاه بابا زامن  ټول ټال پنځه ښي :۱ – تیمور،۲ – سکندر، ۳ – سلیمان، ۴ – ایوب، ۵ – پر وېز .

   د سیال مهمند په لیکنه کي د (ایوب) په نوم د احمد شاه بابا زوی راپیژني مگر د نورولیکوالو  په لیستونو کي دا نوم نسته.عطایي صاحب هم د احمد شاه بابا زامن (۸ ) لېکلي دي.

 نه مي په کېسو کي او رېدلي دي، نه مي په کتابونو کي ولوستل، چي د احمد شاه بابا په زامنو کي تر تېمور،سلمان او سکندر څخه بغېر نورو زامنو یې د پلار په ژوند کي څه وظیفې لرلې، بیا د احمدشاه بابا تر مرګ وروسته دا (پنځه) واړه  وروڼه څه سول؟ ولي هیڅ محقیق دا خبره نه ده روښانه کړې او یا یې څوک نه روښانه کوي؟ “

   کله چي په مستونگ کي وزیرشاولی خان او تیمورد نصیرخان قلات سره په جنگ کي ماته وخوړل، نو خپله احمد شاه بابا د نصیر خان قلات مقابلی ته ورغلی. د احمد شاه بابا او نصیرخان قلات ترمنځ جگړه ونه سوه. ترمنځ يې جوړه وسوه. جوړه داسي وه چي د نصیرخان قلات د کورنۍ یوه ا نجلی يې واحمد شاه بابا ته ورپه نکاح کړه. همدغه حقیقت التواریخ ۵۹ ص. ځیني وايې چي بې بې مير گوهره د محبت خان بلوڅ خور يې و احمد شاه بابا ته ور په نکاح کړل.

   ښاغلی علی احمد کُهزاد صاحب لیکي: ترجمه” سره له دې چي د احمد شاه دراني د ښځو او پدې توگه د زامنو هریوه صحيح شمېره معلومه نه ده معمولاً شپږ زامن د سدوزو د سلسلی د حکومت په مؤسیس پوري تړل کېږي “؟.

همدغه دئ چي په حیات افغانی کي د تیورشاه مور بهسودواله ښئي.

   د لیکونکي نظر: دا چي له پېژندل سو دوستانو څخه می یو شان جوابونه وانه ورېده، نو په دې باوري سوم چي تاریخي پېښو ته زموږ ښاغلیو لیکوالو سمه توجه نه ده کړې او نه یې کوي.بنا پرکومو پټوغرضونو او اهدافو چي سته د تاریخ د دې برخي څیړل ترسر تیرکړه سوېده. دا ځکه علي احمد کهزاد په افغانستان کي لوی تاریخ پوهه وو، هغه لیکي چي د احمدشا دراني د کورنۍ صحیح شمېره معلومه نه ده. زما په باور  احمد شاه بابا نژدې لس کاله په ایران کي د نادرافشارسره وو. هلته د قزلباشو د کنډک قوماندان پاته سوی وو. نه د ټول پښتنو، ازبکو او قزلباشو قوماندان. دا ما ته سمه او دقیقه نه ښکاري.

   قزلباش: د لومړي شاه اسماعیل د سپایانو يوې برخې ته يې چې د شعیه مذهب پر خوا وه او د صفوي پاچهۍ د پلویانو څخه تشکيل شوې وه. د دې جهته چې سرې خولۍ يې پرسرکولې قزلباش ويل. ورو،ورو ټول صفوي لښکرپه دې نامه ونومول سوه. په تاریخو کي راغلي چي شاه اسمعيل صفوي یوزیات شمېرقوي صورته ترکان په خپلو پوځونوکي شا مل کړه، او د وخت په تیریدو سره يې د سني مذهب څخه شعیه مذهب ته واړول، شاه اسمعيل صفوي د دغه ازبک نسبه سني ترکانو په مټ یوه لویه د شعیه مذهبو امپراتوي جوړه کړه.

  د نادر افشار په فوځ کي د  ټولو افغان میشتو (پښتنو، ازبکو او قزلباشو) لوی قوماندان نور محمد خان علیزي (مېرافغان) وو. ا حمدخان هم  د نوموړي ترقوماندې او آمرلاندي وو. خپله احمد خان د یوه  لوی غونډ مربوط د قزلباشو د کنډک قوماندان وو، چي د نادرافشارد کورنۍ د حفاظت مسؤلئیت يې پر غاړه وو.

    همدغه نن ورځي څخه پوره ۵۷ کاله مخکي ۱۹۵۵ م کال کي دالمان «شپېگل» نومي مجلي په خپله ۵۱ گڼه کي یو مضمؤن خپر کړی، هلته داسي لیکل سوي وه”په ۱۷۴۷م کال کي کله چي دپارسیانو پاچا نادر د محا فظي قطعی د آمر لخوا و وژل سوو د پارسیانو د سپرو د قطعې یوه افغان اصل افسر احمد چي د لسو زرو جنگي سپرو په مټ يې د نادرد طلا خزانې، د ساتلو وظیفه په غاړه لرل، د خپلو سړو په مرسته هغه ټول خپل وبلل چي کوه نور هم پکښې وو او ځان يې پاچا و باله “.

پس د احمد شاه بابا لمړۍ واده هلته په ایران کي سوی دئ او تیمورشاه هم هلته په مشهد کي پیداسوی دئ. هغه وخت په ایران کي د بهسود والو شتون یوه د قیقه خبره نه بریښي.

    تکرار د حوادثو، ښاغلې غلام محمدغبارصاحب د خپل ا ثر په۳۵۴ص کي لیکي : ترجمه “څه وخت چي نادرشاه په ۱۷۳۸م کال د کندهار ښارله شاحسین هوتک څخه ونیوئ، ذالفقارخان او د هغه زوی يې دایران مازند ران ته تبعید هلته یې اول مسموم او بیایې مړه کړه. مګر احمدخان په مازندران کي د خپلي مور سره ژوندی پاته سو پدغه وخت کي احمد خان  ۲۰ کلن وو چي د نادرشاه دربارته ورسېدئ “.

لیکونکئ : احمد شاه بابا په ۱۷۲۲م یا ۱۱۰۱زیږید لئ دئ او په ۱۷۳۸ م یا ۱۱۱۷هجري شمسي کي د کندهارله زندانه ازاد او مازندران ته یووړل سو د حساب له مخي باید احمدخان (۱۶) کلن وي نه (۲۰) شل کلن.

   راځم خپلي خبري ته د احمد شاه بابا مخکي ډیر پخوا د ميرويس خان نیکه کورنۍ او ډېر څه لیکل سوي دي، د هر امپراتور پاچا هر څه باید ولیکل سي. نه پوهيږم کوم رمز سته چي د بابا هغې باید ونه ښورول سي او ونه لیکل سي باور مي دادئ چي احمدشاه بابا نه باید په یوه کورنۍ، یوه قوم، یوې منطیقې او یوې ژبې پوري وتړل سي. په یوه قوم او ژبې پوري د لوي احمد شاه تړل د جاهلو دوستانو او یا ذاتي د ښمنانو کار دئ.

څه وخت چي صفوي نادر افشار د کندهار ښار (د هوتکو د پاچهې مرکز) د نیولو اراده وکړه،  د هغونظامي قواو چي د هوتکو د حکومت و راپرزولو لپاره کمارل سوي وې مشري یې د عبدالغني خان الکوزي  پرغاړه وه. تر سختو محاصرو او جګړو وروسته صفویانو(عبدالغني خان) کندهار اشغال کړ، د هوتکي مرکز تر اشغال وروسته نادرافشار د عبدالغني خان په مؤا فقه، شاه حسین هوتک د خپلي کورنۍ سره او هم یې د زمانخان او لادونه( ذوالفقارخان، د ذالفقار خان مشر زوی، احمد خان (وروسته احمدشاه) دایران وه مازند ران علاقی ته د بندیانو په ډول ولیږل سول.

    نادرافشار خپلو قوواو ته هدایت کړی وو چي د زمانخان مشر زوی زلفقار، د زولفقار  زوی (   )  او  د مېرویس خان زوی شاحسین  هوتک د دوی د کورنیو غړي  مسموم  بیا ووژل سي. همداسي عمل ورسره وسو،  مگر د زمانخان کشر زوی (احمدخان وروسته احمدشاه) ژوندی پرېښودل سو؟. تکرار د هغې کېسې چي صفویانو کلونه وړاندي د احمد خان پلار ( زمانخان) هم د پلار (دولتخان) او  وروڼو(نظرمحمد خان او رستم خان) تر وژلو وروسته له ځان سره وړی  په کرمان کښي یې ساتلۍ وو. څو  په ۱۷۱۹ م کښي یې زمانخان له کرمان څخه راوړي د هرات د حکومت په ریاست یې وټاکی؟

د دې خبري معلومات کول چي عبدالغني خان الکوزي د خپل خوريي ذالفقارخان او د ذالفقار خان د زوی په وژلو څنګه خفه نه سو؟.

     بیل بیل روایتونه سته واي کله چي نادرافشارپرهند د حملې کولو په نیت خوځيدئ، په دغه وخت کي یې د احمد خان مشر ورور ذوالفقارخان د هغه زوی ،مير حسين یا شاه حسين او د کورنۍ ټول غړي یې مسموم او بیا مړه کړل. مگرد مازندران د علاقی مسؤلیت یې واحمد خان ته وسپاره؟. سوال دادئ چي د حکومت کولو او کاري تجریبه لرونکۍ، د قوم مشري خو د څو دیرش کلن ذالفقار خان سره وه چي د زمانخان مشر زوی وو، ولې نادرافشار ذالفقارخان، د احمد خان مشر ورور، د زالفقار خان زوی او د مير ویس خان زوی شاه حسین ټول د ښمن وبلل، مسموم او مړه یې کړه، د هغه وړوکي وروربیا نه دا چي وژني یې نه بلکي د خپلو او لادو محافظت په کوي؟.

د حقیت التواریخ افغانستان ( از امېر کبیرتا رهبر کبیر) په۵۷ص کي راغلي دي چي احمد شابابا ترپاچا کیدو مخکي هم نادرافشاردځان سره هند ته بیولی وو. بلې تیر سوي دي ظالم امپراطوران، خو نادرافشارپه ظلم کي ترهیچا کمی نه لاره. نادر افشاریوه ورځ خپل زوی او ولیعهد رضاقلې خان پر ډېره وړه خبر ه ړوند کړه. بله ورځ پر خپل دې کار پښیمان سو. نو خپل هغه ټول افسران چي درضاقلې خان(دده دزوی) د ړنديدو پر وخت هلته حاضر وه هغوی يې ټول ووژل. په دې چي ولي يې دده ددې عمل (د خپل زوی د ړندېدو) پر وخت دده مخه ونه نیول.

   ظفرکاکا خیل په۸۵۵ص کي لیکي:”څه وخت چي نادرافشار په خپله خوابگاه کي د خپلو ایراني سردارانو لخوا ووژل سو احمد خان د نادرافشارد مرگ د بدلې اخیستلو په غرض خپل پوځونه راجمعه کوي، ازبک هم د ځان سره ملگري کوي او دایرانی پوځ سره د جنگ اراده ښکاره کوي ولی دا چي د نادرافشارد قتل په سازش کي ټول ایراني پوځي سرداران شریک وه، نو احمد خان او ازبکو ته د ټول پوځ سره مقابله گرانه وه. په دې موقع احمد خان دا غوره وبلل، چي د نادرافشارد خزانې څه قیمتي جواهرات ترلا سه کړي، او خپل وطن ته ولاړسي. چي په دغه جواهراتو کي کوه نورهم د احمد خان لاس ته ورغلی. “

   مگر ميرغلام محمد غباردافغانستان درمسیر تاریخ په تاليف کي روایت کړی دئ چي: “هغه وخت چي نادرافشاردایرانی افسرانو د لوري په فتح اباد قوچان کی په قتل ورسېدئ. احمد خان د نادرافشارحرم له تېري څخه محفوظ وساتۍ د نادرافشار حرم د کوه نورالما س وهغه ته بخشش ورکړی. “

نوټ: زه شخصاً د دې خبري سره موافق نه یم چي د (احمد خان وروسته احمدشاه) سر دي ازبک کندهار ته راغلي وي، که ازبک راغلي وي احمد شاه، تیمور شاه او لمسیانو یې نژدې ۷۰ کاله سلطنت وکړه، له هرات څخه تر کندهار او بیا له کندهاره ترغزني پوري د هیڅ ازبک د شتون بیلګه نه تر ستروګو کېږي، نه یې کومه  کلاه پاته ده، نه یې کوم کلۍ او نه یې د کومي کورنۍ سره د دوستۍ نښي سته.

رښتیا او لنډه خبره دا ده چي روښانه تاریخ مونه دئ، یچا یې لیکلو ته زړه ښه کړۍ نه دئ. ټوله جنګ، وژني، نړوني، چور او غصب، ولجه (غنیمت) شاهانو د ځان او کورنیود پاره کړي دي ولس استعمال سوئ دئ. د یوولسمي برخي پای

*****************************************

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.