حفیظ الله تُراب د دعوت سره په مرکه کې

540

حفیظ الله تُراب

د دعوت د دې ګنې هنری، او ادبي څېره

منوچهر اذري وایي: طنز د ژوند هنداره ده او ژوند بې له طنز ښکلا نه لري.

مرکه کوونکې: شېبه ګهیځ

یادونه: دا مرکه د دعوت مجلې په ۲۴۶ ګڼه کې خپره شوې چې اوس د دعوت مېډیا ۲۴ لوستونکو او  مینه والو ته وړاندې کیږي.

په طنز کې د انتقاد او ظرافت ارزښت په دې کې دی، چې دا ظرافت د انسان عواطف او انتقاد عقل راپاروي. کله چې لوستونکی په طنز کې ظریف انځور ویني؛ نو د خندا په بڼه غبرګون ښیي کله چې په انځور کې د ټولنې ناخوالو ته پام  شو؛ نو عقل راپاریږي او په انځور کې  د اجتماعي ناخوالو او بدمرغیو انځور وړاندې کېږي. دلته مو له داسې انځورګر طنز لیکوال سره مرکه کړې، چې لوستلو ته یې لوستونکي رابولو.

حفیظ الله تراب د میرزا حبیب الله زوی او د میرزا نورالرحمن لمسی د کونړ ولایت د پشد د تاريخي کلي اوسېدونکی دی. هغه په قام مومند او کورنۍ يې د میرزایانو په نامه یادېږي، چې له پېړیو راهیسي يې له لیک لوست سره اشنایي درلوده او ډېرو خلکو ته يې د زده کړې فیض رسېدلی دی. هغه لومړنۍ او د لېسې زده کړې د پشد، ارزګان، کامې او په لغمان ولایت کې سر ته رسولي دي. د پښتو ژبې د ادبیاتو پوهنځی يې تر هجرت وروسته په ننګرهار پوهنتون کې ولوست او په ۲۰۰۰ م کال کې ترې په لومړۍ درجه فارغ شو.

حفیظ الله تراب له تېرو دېرشو کلونو نه لیکوالي کوي، چې ټولې لیکنې يې د هېواد او له هېواده بهر خپرونو کې چاپ شوي دي. نوموړي په لومړیو کې شاعري کوله، خو وروسته يې د لنډو کیسو په لیکلو پیل وکړ، چې په ترڅ کې يې د ورکې، د پرښتې ځواب، سلګۍ په لوېدیز کې، طلايي مرغان، ژوندی مړی، رومانټيک منیجر، اوښکې او ریالېسټ جاسوس په نامه ټولګې چاپ شوې. د تلوېزوني ډرامو دوه ټولګې يې پرېوتې څېرې او د پړانګ پر ځای نومېږي. هغه همدارنګه له انګلیسي او دري ژبې نه ځينې کتابونه ژباړلي، چې نومونه يې د افغانستان اوسنۍ او پخوانۍ پولې، د کمپيوټر اساسات، چېرته چې ساه پوه نه وي، پر ټولنې ولاړه بیا رغونه او ځينې نور دي. یو اثر یې رښتینی اتلان او د شعرونو ټولګه يې پر ګلاب دي مرغلرې په نامه چاپ شوې ده. سربېره پر دې يې د هند او جرمني يونلیکونه، د خبرو هنر او يوه شعري ټولګه چاپ ته تیاره ده.

د حفیظ الله تراب د لیکنو ډېره برخه په داستاني ادب څرخي، چې په کې لنډې کیسې، تلوېزوني سیریالونه او فلمي سناریوګانې شاملې دي. نوموړي تر اوسه پورې ګڼې تلوېزوني ډرامې، سیریالونه او کلېپونه جوړ کړي، چې مشهورې ډرامې يې محلونه، پرېوتې څېرې، څپې، دنیا، پښتنه، د پړانګ پر ځای، خپلې مټې، سلام، د ګلاجان مادوري، محاکمه، د پاڼ پر غاړه او نورې نومېږي.

شېبه: د لومړي پوښتنې په توګه به دې ته راشو چې طنز لیکلو ته څنګه لیوال شوئ.؟

تراب صاحب: خبره داسې وه، چې په لومړیو وختونو کې زما د لنډو کیسو جوړښت یا سټایل داسې و، چې له دردونو سره به يې خندا هم درلوده. زما د لیکنې دا ډول لاره ډېرو خوښه کړه، خو لکه څنګه چې د طنز تعریف یا آداڼه ده، دې ته موږ طنز په دې نه شو ویلای، چې تراژیدي به هم وه. زما بشپړه طنزیه لیکنه د ګلاجان مادوري سیریال دی، چې له بده مرغه د نه امکاناتو له امله ټول فلم نه شو. نورې خورې ورې لیکنې مې په ټولګو کې چاپ شوي. طنز مې په دې خوښ و، چې یو خو يې له اره په ما کې د لیکلو متره وه او بله دا چې طنز د خلکو خوښېده او هم ورته اړتیا ډېره محسوسېده. څرنګه چې رښتیا ویل او پر نادودو ملنډې وهل د هر چا، په ځانګړې توګه د غلو او خاینانو نه خوښېږي، نو طنزونو به ما ته هم کله ستونزې جوړولې. که ما به پر کوم غله یا خاین طنز لیکلی و، نو پرته له دې چې ما يې نوم یاد کړی و، ډېری به رانه خپه او داسې به يې انګېرل، چې ګواکې همدا مې یاد کړی دی. پردي څه چې ان ځينې خپلوان به رانه هم خوابدي وو او فکر به يې کاوه، چې ګواکې ما سپک کړي دي، حال دا چې زما د لیکنې موضوع به عامه وه. د دې خبرې مانا دا ده، لکه په يوه مجلس کې چې څوک د خاینانو بد ووايي، خو په دې کې يو راپاڅېږي او ووايي، چې زه دې ولې یاد کړم؟!

شېبه: ولې مو مستعار نوم کارولی لامل یې څه و او هغه لیکنې مو چې په مستعار نوم خپرې کړې وې بېرته مو پخپل نوم خپرې کړي دي که نه؟

تراب صاحب: له تېرو دېرشو کلونو په ډېرو سختو او ترینګلو حالاتو کې به مې هم ډېرې تېزې لیکنې کولې. زه پخپله هم په دې پوهېدم، چې د هرې لیکنې له کبله زه وژل کېدای شم. ډېرو ملګرو به راته ويل، چې لږ نرم شم. له ځانه سره به مې هوډ وکړ، چې لږه ګوزاره وکړم، خو دا کار رانه نه کېده. په پای کې مجبور شوم، چې له حده تېزې لیکنې په مستعارو نومونو خپرې کړم. له بده مرغه تر سلو پورې چاپ شوې لیکنې به مې په مستعارو نومونو وي. اوس يې راسره يوه هم نشته، خو په ځينو کیسو پسې مې اوس خپه یم، ځکه هغه ښې ليکل شوې وې.

شېبه: تاسو د کلاجان مادوري سیریال یادونه وکړه؛ د ده سیریال موضوع څه ده او څومره فلم شوی و؟

تراب صاحب: د ګلاجان مادوري تلوېزوني سیریال ۳۰ قسطه و او کېدای شو چې تر دې هم ډېر شوی وای. له تخنیکي پلوه داسې لیکل شوی و، چې هرې برخې يې د نړۍ د سیریالونو په څېر کلېپ هینګر درلود. مانا دا چې هره برخه يې په داسې څه پای ته رسېده، چې راتلونکې ته د لیدونکو تلوسه  ورته ډېره وي او په سیریال لیکنه کې دا يوه ګرانه برخه ده. یاد سیریال زموږ د ټولنې هغه شل برخې په ځان کې نغاړلې وې، چې زموږ د ټولنې خلک يې له ناخوالو سره لاس و ګرېوان وو. کیسه يې داسې وه، چې اتل يې لوړ خیالات درلودل، خو د ټولنې په نبض نه پوهېده. هیلې يې لوړې وې، خو وړتیا يې نه درلوده. هغه د ښځو پر بې بندو باره ازادۍ مین و. د ګلاجان مادوري يو طنزیه سیریال و، چې په کې پر شاعرۍ، ژورنالېزم، ټلوېزون، مدني فعالیت، ډاکټرۍ، سیاست او حتی د جمهوري ریاست پر نوماندانو په منطقي انداز ملنډې وهل شوې او يو رښتینی داستان ښکاره کېده.. د دې سیریال منځپانګه له طنزي پلوه داسې وه، چې په ګاونډیو هېوادونو کې يې ساری نه و. موخه مې دا ده چې د دې طنز په الفاظو او مکالمو کې و، نه په ټوپونو او مبتذلو حرکتونو کې. د وخت د اطلاعاتو او کولتور وزارت زه وغوښتم،  د هغوی په غوښتنه مې پیل کړ، د پنځو برخو ناڅېزه بودجه يې ورکړه، په داسې حال کې چې افغان فلم او ملي تلوېزون يې مخالفت کاوه، شپږ برخې مې په داسې حال کې جوړ کړ، چې د بیک ګراونډ د موسیقۍ لپاره مې له خپل يوه ملګري روپۍ پور کړې. د شپږو برخو ليدو ته هيئت راغی او تر نندارې وروسته يې وويل، چې تر اوسه پورې دومره په زړه پورې سیریال موږ نه و ليدلی او نه مو په دېرشو کلونو کې کله هم دومره ډېر خندلي و. له بده مرغه د جهاني صیب او د حکیمي صیب د مشرۍ موده ډېره لنډه وه. د یاد سیریال سره مخالفت په دې کېده، چې د نورو دا نه لورېده، چې په پښتو ژبه دې داسې معیاري سیریال جوړ شي، چې په هېواد کې يې بېلګه نه وه. که چېرته نوموړی سیریال جوړ شوی وای، تر اتو میاشتو پورې يې د افغانستان خلک ډېر خوښ ساتلی شول او هم يې په تصویري داستاني برخه کې انقلاب راوست. څرنګه، چې د هغه وخت په حکومت پسات حاکم و، نو د کينې له امله د دوی دا نه لورېده، چې په پښتو ژبه کې دې يو داسې بریالی سیریال په لږو پیسو جوړ شي. د هرې برخې په شوټېنګ کې به افغان فلم دومره ځورولم، چې حد يې نه و. د بېلګې په توګه د سیریال اتل ته به يې يو پتلون هم نه اخیست. په پای کې ملي تلوېزون، افغان فلم او د کولتور وزارت له همکارۍ لاس واخیست او دا هغه ناپوهي وه، چې په تېرو شلو کلونو کې د فرهنګ په برخه کې چارواکو د افغاني فرهنګ د ښېرازۍ پر ځای د هغې د پښو وهلو لپاره کوله. د فرهنګي چارو ډېری مشران داسې کسان وو، چې له بهره راغلي او پرته له غلا يې بله وړتیا نه لرله او لږ تر لږه په دې نه پوهېدل چې هېواد ته په دې برخه کې باید څنګه خدمت وښي؟! هغوی زما دا سپېڅلی ارمان دړې وړې کړ او د زرګونو مینه والو پر انتظار يې خاورې واړولې. هغوی ګرم نه وو، هغو پښتنو لیکوالو یا فرهنګیانو چې پر لوړو دولتي چوکیو يې کار کاوه، يوازې معاش اخیستل يې توره ګڼله، نور نو نه د کومې ښې وو او نه يې هم دا جرات درلود چې د پښتو ژبې له حقوقو دفاع وکړي. ډېره هڅه مې وکړه، چې د ارګ د فرهنګیانو په وسيله د کرزي صیب سره په دې موخه وګورم، چې افغانستان باید خپل تلوېزوني سیریالونه ولري، د هندي او ترکي سیرالونو نه خلاص شي. زما فکر دا و، چې يو ښه سیریال د زرګونو غونډو او دفترونو نه پر ټولنه او خلکو سل ځله ډېر اغېز لري او زموږ هېواد ورسره پرمختګ کولای شي. له بده مرغه د ارګ فرهنګیانو هم هېڅ مرسته ونه کړه، يوازې سحر صیب مې يوه ډرامه د کرزي صیب دفتر ته ورسوله، چې مننه ترې کوم. وروسته مې ولسمشر اشرف غني په شمشاد تلوېزون کې وليد، خپل ډرامې مې ورکړې، خو په پایله يې پوه نه شوم. په هغه وخت کې چې به افغانستان ته په دې برخه کې کومه پروژه راتله، نو له مخکې به ورته غله په ګونډو ناست وو. کیسه به يې په داسې يوه چا ولیکله، چې هغه به لیکوال نه و، ډایرېکټر له هغه نه بدتر. پایله به يې دا شوه، چې په میلیونونو ډالر به ضایع شول، خو د هغوی جوړ شوی شی به داسې و، چې يوه لېوني به هم ورپورې خندل.

شېبه: د کیسې او اکسیرنې په نوم مو یو اثر دی، اکسیرنې څه مانا او د دغه کتاب د کیسو محتوا په څه څرخي؟

تراب صاحب: زموږ په کلي او یا سیمه کې چې کله زه ماشوم وم، نو د اکسېرنې نوم به کارېده. لکه يوه جنۍ چې به ډېره توره وه، نو يوې بلې به وويل، چې نام خدا سپوږمۍ راغله. همدارنګه که يو څوک به ډېر نری او وچ کلک و او بل به وويل، چې یاره پهلوانه له نظره مه شې، نو زما په اند داسې خبرو ته طنز وايي، ځکه نو په پښتو کې ما ته د طنز نوم اکسېرنه ښکاري، چې په هغه وخت کې به ډېری وخت اکسېرنې زړو ښځو کارولې.

شېبه: د ډالۍ مجلې په هکله ووایئ او هم دا چې یادې مجلې کې مو څه لاسته راوړنه درلوده؟

تراب صاحب: لکه څنګه چې مې پورته یادونه کړې، زما ټولې لیکنې د هنر په برخه کې دي. سربېره پردې د ډالۍ مجلې مسوول مدیر او د نورو ګڼو مجلو کتنپلاوی هم وم، چې په دې برخه کې د ګندهارا او الفت مجلې نومونه د یادونې دي. همدارنګه د دوه سوه په شاوخوا کې مې سیاسي لیکنې کړي، چې زما په خپل او مستعارو نومونو په ورځپاڼو کې خپرې شوې دي. ما د داستان لیکنې په برخه کې ډېر ستاینلیکونه، د اتلولۍ مډال او د اطلاعاتو او کولتور وزارت نه لومړۍ درجه جایزه تر لاسه کړې ده. زما د لنډو کیسو او ډرامو موضوع ګانې له بېوزلو نه دفاع، د خاینانو غندل، د ملي ارزښتونو ساتل او پالل، ولس ته رښتیا په ګوته کول، پر چټیاتو ملنډې وهل او د بې ننګه او مزدورو افغانانو پر رسوا کولو او غندلو راڅرخي. همدارنګه د خاینو ګاونډیانو جنایتونه مې په جرات سره رسوا کړي دي.

ډالۍ مجله د ابرار خیریه موسسې له خوا چاپېده، چې زه يې مسوول مدیر وم. د ادارې د فعالیتونو، معلولیت، ادب، تاریخ، ساینس او تخنیک، طنزونو او غوره شاعرۍ په برخو کې به يې لیکنې خپرولې. ډالۍ يوه منلې او د خلکو د خوښې مجله وه.

شېبه: د شاعرۍ په هکله مو ووایئ؛ په (پر ګلاب دي مرغلرې) شعري ټولګې کې مو د محتوا او فورم له پلوه کوم ډول شعرونه راغلي؟

تراب صاحب: زما د شاعرۍ ډېره برخه غزلې دي. د محتوی له پلوه مینه، درد، ارمانونه، پښتونولي، د هېواد پر حالاتو ژړا، بغاوت او ډېر نور څه په ځان کې لري. له بده مرغه زه د ناخوالو په راتګ ډېر مخکې پوهېدم او باید هر لوستی افغان پرې پوه شوی وای، ځکه مې نو يو وخت په خپل غزل کې دا بیت هم ولیکه چې،

د خزان وچې پاڼې هم لوی غنیمت وګڼه

ترابه دې وطن کې تمه د بهار مه کوه

شېبه: د هېواد حالات کړکیچن دي؛ نو د علمي کادرونو او فرهنګیان وتل به څنګه اغېزه ولري؟

تراب صاحب: له هېواده د يوه موچي او عادي افغان وتل هم ډېر زیان لري. د هغو خلکو وتل، چې حساب پرې کېدای شي خو بیا ډېره د خپګان او اندېښنې وړ خبره ده. له دې سره هېواد په يوې دښتې بدلېږي او په دښتو کې لېوان بیا پرته له وېرې په خپله خوښه هر څه کولای شي.

شېبه: تاسو څنګه د هېواد پرېښودو ته اړ شوئ او څومره کړاو سره مخ شوئ؟

تراب صاحب: له بده مرغه پاکستان ته د تللو زخمونه او کېسې مولا هېرې شوې نه وې، چې درې لسیزې وروسته بیا دې ته اړ شوم، چې د خپلې کورنۍ سره هېواد پرېږدم. له تېرو څلوېښتو کلونو راهیسې د افغانستان د حکومتونو هره دوره هغه د کفن کش کانه ده، چې یو له بله بدتر او تر ښو يې بدۍ ډېرې دي. په نوره نړۍ کې د حکومت دا دنده وي، چې خپلو خلکو ته د ژوند اسانتیاوې برابروي، له بده مرغه زموږ په هېواد کې چې کوم سیاسي بدلون راغلی، نو لومړی کار يې دا وي، چې پر خپل ولس او خلکو وطن تنور کړي. دا خلک لږ تر لږه دومره شرم او حیا هم نه لري، چې د هېواد پر میلیونونو یتیمانو او کونډو يې زړه درد وکړي. موږ د جمهوریت پر غلو نیوکې کولې، چې له بد نه بدتره شوه او هغه د چا خبره له بارانه لاړو ناوې ته کېناستو. همدا علت دی درې میاشتې کېږي، چې په قانوني توګه جرمني ته راغلی یم. تر اوسه پورې مې دلته کوم فرهنګي فعالیت نه دی پيل کړی او د مسافرۍ د کاغذونو په برخه کې لا منډې ترړې وهو.

شېبه: د نظام له بدلون وروسته د ډرامې او فلمونو راتلونکی څنګه وینئ؟

تراب صاحب: په هېواد کې لا پخوا د فلم او ډرامو چارې د حساب وړ نه وې او اوس خو ورسره  اوسنیو واکمنو د ابد لپاره خدای پاماني وکړه. له بده مرغه د جمهوریت په دوره کې هم ډېری فرهنګي چارې هغو خلکو ته سپارل شوې وې، چې پخپله له فرهنګ نه خبر نه وو او یا يې هم په ارزښت نه پوهېدل. په یاده موده کې دې برخې ته هېڅ کار ونه شو او که کومې پروژې به په دې برخو کې ورکول کېدې، نو موخه به يې غلا او د ځانونو مړول وو. د يوه هنري کار لپاره به يې په میلیونونو ډالر واخیستل، خو منځپانګه به يې د خندا او ملنډو وړ وه. په دې برخه کې که به چا وړتیا او مینه لرله، بې مسلکو خلکو به وخت نه ورکاوه.

شېبه: د نورو هېوادونو په پرتله د سینما په برخې کې موږ ډېر شاته پاتې یو؛ نو ډرامو او فلمونو په برخې کې څه کول پکار دي؟ 

تراب صاحب: تر هغو چې په هېواد کې سیاسي بدلون رانه شي، په هېواد کې خو د فلمي صنعت د ودې لپاره یو ګام هم څوک اخیستی نه شي. ډرامه او سیریال د هرې ټولنې د اصلاح او د خلکو د شعور لوړولو تر ټولو اغېزمنه وسیله ده. ډرامه داسې ژانر دی، چې میلیونونو خلکو ته ګټه رسولی شي. ډرامه د يوه ملت د کولتور تر ټولو لویه برخه ده، داسې چې ډېر څه په ځان کې رانغاړي. زما هم ستر ارمان دا دی، چې که امکانات ومومم، په دې برخه کې خپل هېواد ته ستر کارونه وکړم. هڅه به وکړم، چې په راتلونکې کې دلته د سیریالونو په جوړولو پيل وکړم.

شېبه: کډوالي طبعاً بدې پایلې لري او بیا په ځانګړي ډول د کادرونو وتل. تاسو پیغام له افغانستان وتلي کادرونو ته څه دی؟

تراب صاحب: د پښتو متل دی چې، تيږه پر خپل ځای درنه ښکاري. يو انسان که څومره ستر هم وي، خو په پردي هېواد کې يې ارزښت لږ وي، ځان ورته پردی ښکاري، د يوازیتوب له امله په ډېپرېشن اخته کېږي. که پردی وطن جنت هم شي، هغه د غني خان وینا رښتیا ده، چې

دا وجود د خاورې دی نه پايي جنتونو کې

دا د خاورې ګل مست وي د خاورې په ګلونو کې

له يوه هېواده د کادرونو وتل دا مانا لري، لکه يو موټر چې په يوې خطرناکې لارې په شپه کې بې څراغه روان وي. له بده مرغه بله لار نه وه، د بې عزتۍ او ظلم له ژونده بیا دا ښه ده، چې انسان په يوې وچې بېدیا کې په يوازیتوب کې ساه ورکړي.

شېبه: د دعوت رسنیز مرکز، مجلې او ویبپاڼې په هکله مو نظر او د لا پرمختګ لپاره څه کول په کار دی؟

تراب صاحب: د دعوت له خپرونې مننه کوم، چې له ما سره يې مرکه وکړه. دعوت يوازینۍ خپرونه ده، چې د وخت جبر يې مخه ونه شوه نیولای. لسیزې وشوې، چې خپرېږي، په داسې حال کې هغه رسنۍ چې ډېر مادي امکانات يې درلودل، په لږ وخت کې له منځه لاړې، خو دعوت لا لګیا دی، خپلې هلې ځلې کوي. ملي ارزښتونه او ملي ګټې پالي او له دې سنګره په تشو لاسونو دفاع کوي.

کاشکې د دعوت خپرونه په فزیکي توګه په اوسني وخت کې هېوادوالو ته رسېدلای شوای، تر څو د ازادۍ او خپلواکۍ دوښمنانو ته دا جوته شوې وای، چې داسې څه لا شته، چې تاسې څاري.

شېبه: له تاسو او وخت ورکولو مو نړۍ مننه جناب تراب صاحب؛ ان شاءالله چې د ژوند په هر ډګر کې کامیاب او ځلاند اوسئ. د کډوالۍ  ژوند مو له رنګینو ډک او ښې شېبې ولرئ. د هغه ورځ په هیله چې افغانستان اباد او هر تللی علمي کادر دې بېرته خپل هېواد ته وګرځي.

تراب صاحب: خدای مو ژوندۍ او درنه لره.

د دې لپاره چې لوستونکي مې په خپله مرکه ډېر ستړي کړي نه وي، نو د سنجیده او غمجن شعر پر ځای به خپل يو څه خوشالوونکی غزل هغوی ته ډالۍ کړم.

د کلام بیلګه:

             غزل

ساقي ما به خراب کړې دا شراب چې لرې ته

له پاسه پرې د سرو شونډو کباب چې لرې ته

په ټول ایمان يې وایم چې بېخي پرېښته ښکارې

په دغو اداګانو کې حجاب چې لرې ته

تر اوسه لا د قاف ښاپېرۍ ورکې پسې ګرځي

د کوم لباس لپاره انتخاب چې لرې ته

ثاني يې د ښکلا او طراوت په جهان نشته

په دواړو اننګو کې کوم ګلاب چې لرې ته

اخر به دې د حسن صفت يوسې تر اسمانه

باور وکړه جانانه يو تراب چې لرې ته

***************************************

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.