مولانا جلال الدین بلخي رومي

ډاکټر لمر

745

د ۱۴۰۳ کال د روژې درېیمه

کله چې زه د کابل د حبيبيې لېسې متعلم وم، نو په دوولسم صنف کې مو د دري معلم ښاغلی يار محمد خان وو. ښاغلي يار محمد خان به په پښتو کله کله ملنډې هم وهلې، چې يوه ورځ يې داسې اپلتې وويشتلې: در پشتو روزمره لغات نو مېسازند. رادیو را ژغډبلی مېګويند، قلم را علمسوټی و رُباب را شرنګسوټی و موټر سايکل را هم ټپ ټپی! با وضعه کردن سوفيکس «تون» چندين لغت ساخته اند، مانند روغتون، پوهنتون، روزنتون، پالنتون و برای کناراب هم لغت غولتون را استفاده میکنند، اما برای تخته پاک لغت ندارند!

د ښاغلي يار محمد خان څرکندونې ډېرې په زړه پورې وې، کله به له عرفانه ګړېده او کله به يې هم د فُتبال يوه يا بله پېښه يادوه. داسې انګېرنې به يې هم کولې، چې ګواکې دی د افغانستان د فُتبال په ملي ټيم کې لوبېدلی دی، چې له پلاني او بيستانکي سره يې د فُتبال په لوبغالي کې ډغرې وهلې دي او داسې او هسې ګولونه يې وهلي دي، بس دی به آخته وو او موږ به ورته غوږ نيولی وو.

ښاغلی يار محمد خان د دري ژبې تکړه استاد وو، چې د دري په ګرامر او د اشعارو په سپړلو، شننو او توضیح کولو کې يې ځانګړی استعداد درلود. په حبیبيه کې له مینې او یا هم له کرکې یو شمېر متعلمينو ورته يارمحمد بُز ويل، کېدی شې څېره به يې وُزګړ ته ورته کېدله، خو يار محمد خان ږيره خرېيله او لشمک وو، لکه مرحوم احمد شاه مسعود غوندې کنډوه ږيره يې نه درلودله، چې کابليانو به د «بُز کابل شېر پنجشېر!» په اصطلاحاتو نازولو! زه له وروسته پاتې سيمې کابل ته راغلی وم، نو د کابليانو په دې ډول اُلفت او شفقت مې سر چندانې نه خلاصېدلو.

استاد يار محمد به کله د ملايانو کيسې کولې، کله به د صوفيانو په صفت بوخت شو یا به د عارفانو په ننګونه لاهو شو. ده به ويل! د عرفان کچې ته هر څوک نه شي رسېدلی. داسې ګومان وکړی، چې د سلو ملايانو عقل د يو صوفي په جوب کې پروت دی او د سلو صوفيانو پوهه بيا د عرفان د يو غړي له دانش سره برابره ده! خو ما په افغانستان کې نه تر ننه کوم په پوهه سمبال صوفي وليد او نه مې هم کوم پياوړی عارف مخې ته راغی، بس خدای دې خير کوي، چې نور به څه کېږي!

د طالبانو يو مشر مې د امريکايانو له يرغله مخکې په ۲۰۰۰  م کال په يو اروپايي ملک کې ليدلي وو، نو ما ورته وويل، چې مولانا صاحب هلته پورته کېنه! خو ملا محمد عباس آخوند راغبرګه کړه، چې دی ملا دی او د مولانا کچې ته لا نه دی رسېدلی، نو که ملا ورته ووايم، ښه به وي! ما هم ورغبرګه کړه، چې سمه ده ملا صاحب! نو په دې ډول مې د القابو يوه نوې پېښه په ذهن کې ثبت کړه. له هغه مودې ۲۳ کلونه تېر شوي دي، نو اوس به ملا صاحب يا مولانا وي او يا هم د عرفان کچې ته رسېدلی وي، شېخان خو په طالبانو کې بيا ډېر دي.

د امریکايي اشغال په ترڅ کې مې د بل طالب الدين ښاغلي حماسي صاحب ګڼشمېر انځوريز وضعونه ليدلي دي، نو حماسي صاحب هم د اسلامي ټولنې، فلسفې او تاريخ په برخه کې ښه زبردست شخص دی، خو ما يې څه موده مخکې يوه مرکه د «مهماني سيار» په نامه يوې تلويزيوني خپرونه کې ولېدله، چې په يوه برخه کې له حماسي صاحب نه پوښتنه کېږي، چې په کور کې يې په کوم نامه يادوي، نو حماسي صاحب ورته وايي، چې يو ورور ته يې لالا وايي، بل ته يې ګل آغا او یو بل ته يې ګل لالا! خو ده ته حماسي صاحب «شيخ حماسي صاحب» وايي. د شيخ د کچې په اړه هم ورته لنډه نغوته کېږي، نو حماسي صاحب يې په ځواب کې وايي، چې شيخ د موډرنو علمي نومونو له دوکتور سره پرتله کېدلی شي. زما په ګومان ننني طالبان هم غواړي، چې د ډاکتر يا پروفيسور لقبونه خپل کړي، نو حماسي صاحب ته به نور الدوکتور الشيخ الحماسي وايو!

په مدرسو کې چې څوک شامل شي، نو طالب العلم شي، خو په جومات کې څوک چړي شي او څوک هم منجور يا موذن شي، خو ملا، امام، مولانا او حافظ القرآن بيا خپل مقام لري، چې څوک پکې د ديوبندي شیخالاسلام او څوک هم پکې بيا د الاذهر شيخ الحديث شي! په خانآقوو کې بيا کيسه بله ده، څوک صوفي دی، څوک مولاعلي او بل بيا عارف شي، خو ما ته د فارسي هغه متل راپه ياد شي، چې وايي: قصاب زياد شد ګو مردار شد!

کله چې زه ځوان وم، نو د انجينير، قاضي، ډاکټر، پروفيسور يا جنرال له نومونو سره آشنا وم، خو په افغانستان کې د مروجو علمي القابو سره چندانې بلد نه وم، خو د رسنيو له پراخې دودونې سره د پوهنپال، پوهنمل، پوهنيار، پوهنوال او پوهاند له علمي نومونو سره هم عادي شوم. په افغانستان کې نظامي رتبې هم د يو شمېر وګړو په القابو کې خپل ټولنيز اغېز لري، چې نن سبا څو تنه کاغدي مارشالان، بګېل ستر جنرالان او تښتېدلي ډګر جنرالان او رټل شوي ګڼشمېر جنرالان لرو، د ډګروالانو، ډګرمنانو، جګړنانو، تورنانو، بريدمنانو او څارندويانو شمېر له حسابه تېر دی، چې هغه ساتنمنان او نور غوړه مالان مو هم له هېره ونوځي. افغاني يوتوبران هم د القابو په هديه او نوښت کې ښه نوښت لري، چې يو افغان يوتوبر ښاغلی فيصل هم بيا ټولو خپلو مخاطبينو ته «حاجي صاحب» وايي. رحمن بابا څه ښه وايي:

که څوک تله د انصــاف په لاس درکړي

خپل ټټو او د بل آس به برابر کړې

نه پوهېږم، چې د دغو پورتنيو القابو په اړه به ښاغلي يار محمد خان نن سبا څه نظر درلود، خو د دري ژبې لاسبري يې لا هم زما او د نورو فکرونه مغشوشوي. زموږ استاد ښاغلي یار محمد خان يوه ورځ د مولانا جلال الدين بلخي او شمس تبريزي په اړه یو نکل وکړ، چې له خبرو يې داسې شک و شوبه را څرګندېدله، چې ګواکې مولانا پر شمس تبرېز مين وو، خو لومړی يې د مولانا دغه لاندينی شعر وویلو:

من قوت ز عشق ميپرستم

ګر عشق بميرد من بميرم

دغه شعر يې تر يو بريده تشریح کړاو بیا يې د مولانا او تبرېز کيسه داسې پيل کړه. وايې چې يوه ورځ د مولانا شاګردانو شمس تبرېز پر يوه پوزي لوڅ لپړ څملولو او يوه سپينه رویجايي يې ورباندې واچوله. کله چې مولانا راغی او دغه صحنه يې وليدله، نو ډېر احساساتي شو او په خولو کې ډوب شو او ويې نه شوی کولی، چې له شمس تبرېزه رویجايي بيرته کړي، خو د خپلو تودو احساساتو په بهير کې يې شمس تبرېز ته یو شعر وويلو! هغه مهال ښاغلي يار محمد خان ياده کړه، چې د شمس تبرېز په ستاينه کې مولانا ډېر شعرونه ويلي دي او بيرته د مولانا پورتني شعر ته ورواوښت او په خپل انداز او انګاز يې دکلمه کړ. د شمس تبرېز په اړه یو مشهور شعر دی، چې مولانا ورته ویلی دی:

پیــر من، مُــــــريد من، درد من دوای مـــــن

فاش بګويم اين سخن، شمس مـن خـــدای من

از تو به حق رسيده ام، ای حق حق ګذار من

شکر تو را ستوده ام، شمس من خــــدای من

په آريايي برېښناپاڼه کې چې ليکوال يې زياتره زاړه چپيان او په تېره پرچميان، ستميان يا افغانستانيان او یا د هغوی غوړه مالان دي، يوه ليکنه ولوستله، چې د غربي او اروپايي همجنسګريو رنګ يې اخیستی وو، نو د مولانا جلال الدين او شمس تبرېز يادونه هم پکې شوې وه، چې ګواکې د دري ژبې په مشاهيرو کې هم همجنسګرايان ول، چې بېلګه کې يې د يو شمېر اديبانو او شاعرانو نومونه هم ياد کړي ول، چې د همجنسګريو خويونه يې درلودل، خو دلته د مولانا جلال الدين په اړه څرګندونې رااخيستل شوي دي، نو د مولانا يوه بله کيسه مې په يوه تبصره کې بيا ولوستله. په تبصره کې ياده شوې وه، چې ګواکې شمس تبرېز يوه ورځ په جومات کې وو، چې مولانا هم مسجد ته راغی او شمس تبرېز ته نږدې شو، خو شمس تبرېز ترپ کړاو د جومات له مهرابه د آذان په مُنار غوټ ننوتلو او کله چې مولانا د مُنار سر ته ورورسېدلو، نو شمس تبرېز له مُناره ټوپ کړ او په پرواز شو، چې له همغه ورځې تر ننه يې مړی او ژوندی ورک دی! کله چې يو څوک دغه کيسه واوري، نو د فارياب ملا لنډی يې نېغ سترګو ته ودرېږي او د آيتونه ويل يې په غوږونو کې په شرنګا شي! خو د يو شمېر ځپلشويو ښځو مړې سترګې او د فرخندې سوځېدلي اندامونه د زيارت، مسجد، مهراب او مُنار تر څنګ سترګو ته سره غبرګ شي!

د روژې لومړنۍ ورځې شپې لږ درنې وي. د ننني پلشمي په ترڅ کې مې د مولانا په يو شعر سترګې ولګېدلې، چې محتوا يې ما ته ډېره ښايسته ښکاره شوه، چې نن ورځ هم انسانانو ته د تفکُر يوه اغېزناکه پاڼه پرانيزي. په شعر کې د انسانيت څرک ډېر پياوړی دی، چې هر څوک له یو شمېر پوښتنو سره مخامخ کوي، چې ګواکې يوه زرنه يا څو زرنې مخکې هم انساني ټولنه له بې عدالتيو، ظلمونو او نامساواتو سر ټکولو، خو نن هم د دين په رڼا کې نجونه په افغانستان کې د تحصيل حق نه لري. خور، مور او مېرمنې ته د ميراث حق نه ورکول کېږي. پېغلې او يا ښځې لا هم په بدل کې ورکول کېږي يا په سپينو او یا سرو زرو تلل کېږي! بس دا به وايو «خدايه ته رحم وکړه!»، د مولانا شعر په لاندې ډول دی:

ګفت من با دیــــــن ندارم هېــچ کار

پېش من ديــــــن ها ندارند اعـــتبار

چونکه آورديم هر ديــــــن جــــديد

اخـــــــــــــــتلاف بېشتر آمـــد پديد

کــــــينه ها و دشـــــمني بسيار شد

جنګهای مـــــذهـــــــبي تکرار شد

خــون مردم رېخت بر روی زمين

بار ها و بار  ها با نـــام ديــــــــن

نه مسلمانم، نه ترسا و نه جــــهود

سر به حکم عقــــــل مېآورم فرود

عقل ميګويد که عشــــق بې کران

است در همـــــــزيستي با ديګران

دين ولې ګويد که خـــــون کافران

ګر برېزي اجــــر داري بې کران

ديګـــــر اندېشان هم آخر آدمــــند

دين چرا ګويد که مهدورالـــــدمند

من به اين علت ندارم دين و کېش

تا برېزم خـــون همنواعان خوېش

تو هم ای فرزند تنها از خــــــــرد

با تمـــام مــــــردم روی زمـــــين

دوستي کن بهترين ديـن است اين

له بده مرغه افراط او تفريط نن هم په ټولو اديانو، مذاهبو او فرقو کې ليدل کېږي. مسلمانان د سُني او شيعه په نامه په لسهاوو نورو مذاهبو او فرقو وېشل شوي دي. عيسويان هم په اورتودوکس. کاتوليک، پروتستانت، اېوانګليست او لسهاوو نورو څانګو بېل شوي دي. يهودان «جهودان» هم له اختلافاتو بې برخې نه دي، ځکه اشکېنازي یهوديان ځانونه اصيل ګڼي او دا خپل نور بدل ګڼي، خو ټوله نړۍ ورته بيا فاشيسته ښکاري. هندوان، بوديستان او سېکان هم په څو لارو يا څلورو روان دي.

د دغو ټولو اديانو ظلمونه د نړۍ په بېلابېلو برخو کې تر سترګو کېږي. په هندوستان کې يې په نويمو کلونو کې د بابريانو جومات ړنګ کړ او د کشمېر خودمختاري يې ختمه کړه! په ميانمار کې يې مسلمانان سټ کړل، خو مسلمانان هم په خپلو کې ښکېل دي، نن سبا په ګڼشمېر اسلامي ملکونو کې جګړه روانه ده. روسيه هم له ناټو او لوېديځ سره په اوکراين کې نښتې ده او وايي چې د روسيې د پوپنا کېدو د مخنيوي جګړه کوي. د اسراييلو او پلستينيانو جګره خو ۶۰ کلنه شوه. په انګلیستان کې هم د کتوليکانو او پروتستانتانو مذهبي لمبه بله ده. د جيوپوليتيک جګړو نقشې لا هم د نيوکولونيستانو پر مېزونو پرتې دي، چې هلته او دلته کرښې تېرې شي او بټۍ يې تودې وساتل شي. د تاريخ په لمن کې د صليبي جګړو یادښت ساتل شوی دی او د لومړۍ او دويېمې نړېوالې جګړې پرهرونه لا هم تازه دي.

د مولانا جلال الدين بلخي رومي له نامه ښکاري، چې د ننني افغانستان په بلخ کې زېږېدلی دی او د افغانستان په فرهنګي وياړونو کې شمېرل کېږي. څه موده مخکې مې له يو ځوان سره تليفوني خبرې کولې او زه يې د تورکيې د قونيا ښار ته دعوت کړم. په خبرو کې يې ياده کړه، چې د تورکيې په هره سيمه کې داسې تاريخي ځايونه شته، چې لوی توريستي مرکزونه لري او نغوته يې وکړه، چې ما ته به د تورکيې ځمکنی جنت راوښيي!

ما ورغبرګه کړه، چې زه يو علمي کانګرس ته چې د تورکيې په استانبول کې وو، څو کاله مخکې تللی وم. په تورکيه کې خورا ډېر تاریخي ځايونه شته، د قونيې په ښار کې يې پر مولانا جلال الدين رومي هم یوه لويه مقبره جوړه کړې ده، چې هر کال ورته له لسو ميليونونو زيات خلک ورځي، چې د مولانا عيادت او زيارت وکړي. دا خو د تورکانو هوښياري ده، چې په تاريخي سيمو کې ښايسته توريستي مرکزونه جوړوي، چې خلک په سفر ورشي او دوی په کار بوخت شي.

ملګري مې راغبرګه کړه، چې د حج د تګ نيت لري. ما ورغبرګه کړه، چې نيمه پېړۍ مخکې به افغانانو ويل، چې که په افغانستان کې يو بل زيارت جوړ شي، نو بلاتشبیع قبله به افغانستان ته راوګرځي او حج به بیا په افغانستان کې کېږيږي.  زما په ګومان اوس به د زيارتنو شمېر پوره شوی وي، ځکه نن سبا خو د مرحوم حبيب الله کلکاني مقبره کابل ته راوړل شوې ده او د مرحوم علي مزاري، مرحوم برهان الدين رباني، مرحوم احمدشاه مسعود، مرحوم مارشال فهيم، مرحوم جنرال رازق او د لسهاوو نورو مقبرې په لويو زيارتونو اووښتي دي، نو په افغانستان کې به اوس د زيارتونو شمېر پوره شوی وي، چې د قبلې او حج کچې ته ارتقا وکړي، که نه جنرال جُرآت خو په پاکستان کې لابي کوي، مګر مقبره يې د مرنجان پر تپه لا مخکې له مخکې جوړه شوې ده، چې دا به هم په زيارتونو کې وشمېرل شي، ځکه زوی يې مخکې هملته خاورو ته سپارل شوی دی او د مرنجان په پوښتۍ کې نور د جمهوريت شهيدان هم ډېر دي او مولانا هم وايي:

ای قــــوم به حـــج رفته کجـــــــايد کجاید

معشـــــوق همین جاست بیاييــــــــد بیایید

دل بدست آور که حج اکــــبر است

ز هزاران حج یک دل بهــتر است

د مولانا جلال الدين تفکُر او د انسانانو پروني او ننني کړه وړه سړی د سوچونو په څپو لاهو کړي، چې له ځانه سره وايي، چې ای کاش ليونی او سپېلنی وی او په هېڅ خبر نه وی، نو کېدی شي، چې ژوند به مو آرام او کرار تېرولی، ځکه د دونيا په ښه او بدو به خبر نه وی. کله چې مې تحصيل کولو په افغانستان کې د مجاهدينو او ملحدينو تر منځ سړه جګړه په توده اوښتې وه او بيا مجاهدين او ورپسې طالبان واکمن شول، نو هغه مهال د عمر خيام د شعرونو يوه ټولګه مې په روسي ژبه تر لاسه کړه، چې يو بيت يې په روسي کې داسې وو، چې عمر خيام وايي:

Разум

Разум сегоднья в не весокой цене

Нерзумный поженает плодый в двойне

Пренеси того что лещает разум

Может счастие улубнёться тогдо и мне

عقل

نن سبا دلته د عقل ارزښت نـه شتـه

سپېلني او لېوني وړي ګټې په تشــه

راوړه هغه څه چې عقل کوڼ شــي

چې دلته هم د ګټو ګڼه ګوڼ شـــــي

ما مې د خپل ملګري دعوت ومانه او نيت لرم، چې تورکيې ته سفر وکړم او بيا د قونيې ښار ته هم ولاړ شم، چې د مولانا جلال الدين بلخي رومي مقبره وګورم، له خواخوږو سره يې ووينم، له امکاناتو سره سم به د تورکيې نور تاريخي ځايونه هم له نېږدي وګورم. مګر د افغانستان نننيو واکمنو ته به نغوته وکړم، چې په افغانستان کې د امنيت تر څنګ د نجونو لپاره د تحصيل او کار زمينه برابره کړي، ځکه فکري، ټولنيزه او انساني آزادي په پوهه کې ده.

په افغانستان کې د توريزم او د اقتصادي پياوړتيا لپاره ګڼشمېر طبيعي، تاريخي او کلتوري امکانات شته، چې د توريزم په وده کې به حياتي رول ولوبوي. د بدخشان په واخان کې د دونيا بام لرو، په سمنګان کې د رستم تخت لرو، په پکتيا، وردګ، لوګر کې بيا ګڼشمېر د بودا د دوران تاريخي ځايونه لرو، په باميان کې د ځپل شوي بودا تر څنګ بند امير لرو! د افغانستان رنګارنګ غرونه مو بيا بل ښايست لري او په غرونو کې مو کتاکومبونه «سمڅې» بيا خپل ارزښتونه لري، نو په افغانستان کې بايد د اسلامي ارزښتونو تر څنګ د ټوليزو انساني ارزښتونو د ودې لپاره زمينه برابره شي، چې په افغانستان کې هم توريزم وده وکړي او د افغانستان په اقتصادي وده کې جوت ګامونه واخيستل شي.

و من الله التوفيق

*****************************************

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.