محبس او قفس – یوولسمه برخه

عبدالقیوم

839

محبس او قفس

لوی احمدشاه بابا

یوولسمه برخه

دال ــــــــــــــــــــــــــــ

د هوتکي دولت تر نیولو او له منځه وړلو وروسته په کندهار کي د صفوي نادرافشار د امپراتورۍ استازولي (گورنر) او واکدارعبدالغنی خان الکوزی کوله. دا روښانه نه ده چي عبدالغني خان له کوم وخته د نادر افشار په فوځ کي ننوتۍ وو؟ صفوي اشغال(نادرافشار)  په کندهار کي میشت هوتک ووژل یا فرار سوه،مځکي، باغونه او کورونه ځیني پاته سول. څوهوتکي کورنۍ چي پټ یې د هوتکي نظام په خلاف له صفویانو سره اړېکي وې هغوی  په کندهار کي پر ځای پاته سوه. لیکل سوي دي چي عبدالغنی خان الکوزی د زرغوني انا وروروو. که څه هم یوشمېرنور بیا عبدالغني خان د زرغوني انا  ورور نه بلکي تربور لیکلی دئ، چي زه ټینګ بار نه لرم. د هوتکي نظام تر ماتي وروسته یوشمېر نور پښتانه د خپلو شخصي ګټو او عرضونو په خاطر د نورمحمد خان عليزی په شمول د نادرافشار په پوځ کي شامل سوي دي.

 لیکل سويدي  واي کله چي نادر افشار تر یولسو میایشتو جنګ  وروسته په ۱۱۱۰ ش کي هرات تصرف کړه، بیا یې عبدالغني خان ځانته رانژدې کړه، د دولسو زرو ابدالي جنګیالو مشري یې ورکړه، همداسي نورمحمد خان غلجائي ته یې هم د څلور زرو غلجومشر وټاکئ. نادر افشار د همدغو پښتنو څخه د توران، ماورالنهر، داغستان او هندوستان په فتحه کولو کي کار واخېست. دغه عبدالغني خان وو چي د عثماني سپه سالار سر یې د نادر افشار په پښوته کوز کړ،  تر هغه وروسته نادر افشار عبدالغني خان د کندهار ګونر(والي) وټاکه، او احمد (وروسته احمد شاه) یې د ازبکو د قطعې قومندان وټاکه. بیا یا دونه کوم تاریخ مو سم نه دئ لیکل سوئ. دتاریخ سپیناوی به څو تنه د تاریخ ډاکتران په شریکه کوي.

څه تاریخونو بیا لیکلي دي چي په  ایران کي د ننه  د ټولو  افغانې قواوو لوی مشر نور محمد خان عليزی(میر افغان) وو. کله چي په ۱۳۴۷م کال کي نادر افشار هند ته نژدې د خراسان په خبوشان کي ووژل سو، بل ځای کي لیکل سویدي چي ۱۳۴۷م کال کي د خپلو یو شمېر افسرانو لخو نادر افشار د(قوچان) د سیمي په (فتح آبات) کي دشپې له پلوه و وژل سو او د هغه مالونه یې چور کړه. مګر د افغاني پوځ ټول  افسران کندهارته راغله. احمد خان (وروسته احمدشاه )  په کال۱۷۴۷م کال کي یعنی د نن ورځي څخه فقط۲۷۶ کاله مخکي د کندهار ښار په جنوب  کي د نادراباد په نظامي کلا کي، چي د شيرسرخ مزار هم د دې  نظامي چوڼی په منځ کي پروت وو. هلته د نورمحمد خان عليزي په غوښتنه جرګه را وبلل  سوه، په ۱۱۲۶ ش کال جرګه جوړه سوه، په جرګه کي ابدالیانو او غلجانو یو بل سره ردول د دې جرگې معلوم غړي محبت خان پوپلزی، سردار حاجي جمال خان باکرزی، نورمحمد خان عليزی،  موسی خان اسحاقزی، نصرالله خان نورزی، احمد خان  سدوزی او عبدالغني خان الکوزی وه، چي نږدې ټول د نادرافشار په پوځ کي لوی او واړه  افسران او سرداران وو.

    لیکل سوي دي چي د جرګي  د جوړي په نهمه ورځ د ملنگ صابرشاه لخوا د احمدخان د په لنګوټه کي دغنمو وږی وټومبۍ له هغه نه پس احمد خان احمد شاه او پادشاه کړه سو. ظفرکاکاخیل لیکي، ”  احمدشاه تر پاچا کیدو وروسته سمد ستی د نادرافشارد باج او خراج یوه قافیله چي د کندهارڅخه تېرېدل د هغه وخت په ارزشت شل لکه اشرافی کېدې. احمد شاه دغه خپل حق وگڼۍ قافیله يې لوټ کړه. هلته ایران د صفویانو د بیلو بیلو خانانو او قومندانانو تر منځ ووېشل سو، د نادر افشار یو ورور علي قلي خان ځان پاچا وباله، پاچا سمدستي خپل ورور محمد ابراهیم خان ړوند کړ، دصفویانو نورو بانفوذه خلګو په شریکه سره دغه دواړه ورڼه ووژل. کله چي احمدشاه  له واقعې خبر سو هلته  د خپلو پوځونو سره ورغلۍ د نادر افشار لمسی شاهروخ یې  هلته پاچا کړه، د شاهروخ د نظامي قواو د تنظم له پاره یې نورمحمد علیزی(میر افغان) ورسره همکار کړه.؟

 ظفر کاکا خیل لیکي: په کال۱۷۴۹م (۱۱۲۸) ش کي ابدالي او غلجي سردارانو او يوشميرد شيرسرخ د جرگې غړو په گډه د احمد شاه د هغو کړو چي دوی به نه ورباندي خبرېدل، شکایتونه کول او دې فیصلې ته ورسيدل چي احمد شاه له دغه مقام څخه لیري کړي. احمد شاه دغه پښتانه مشران ووژل. ” “دا پخپل ذات کي د احمد شاهي پاچهۍ لمړۍ د پښتنووژني وي.” د دې مشرنو د وژني په باب ما ته ډاکتر صاحب پیرمحمد د یوه خط پوا سطه داسي لیکلې دي : نورمحد خان علیزی خپله د کندهار د سنځري د کلي وو د اخند صاحب په نوم په سنځري کلي کي   یو زیارت پروت دئ. کله چي احمد شاه بابا ډېر شمېرخلگ د کودتاه په تور ونيول او د هغو له جملې څخه يې د کندهار د قومي جرگي مشران  هر یو لکه نورمحمد خان علیزی، مقلب په میرافغان، میان داد خان اسحاقزی، کریم خان ترین، مقصود خان بړیڅئ، عبدالرحمن بارکزايې، محبت خان پوپلزی او یو تن بل د  ټولو شمېر«۷» ته رسېدئ  دوی یې د کودتاه په اتهام ونيول بیله محکمې یې هغوی ووژل. ما ډاکتر پیرمحمد د سنځري د علیزود ډیرو مشرانو څخه لکه حاجي نبات اکا، ملک عبدالله خان، حاجي ښایسته گل خان، ادم خان اکا عیسی اکا او نورو څخه په کراتو کراتو د نورمحمد علیزي چي د سنځري وو پوښتني کړي دي، دوی  ټولو  په یوه خوله داسي وویل:«نورمحمد علیزی چي د سنځری وو او د ټول لوی کندهار دعلیزوقومي مشر وو. علاوه پر علیزو نورو قومونو هم دده احترام کاوه .

چون دی یو سیاسي سړي وو، نوعلیزوهمیشه دده غوښتني منلې، نفر يې ورکول، په بیگارو، اشرو کي يې  د هغه ملاتړکاوه . . . . . . د وی دا هم ویل چي دا خبري د یونسله بل نسل ته په شفاهي ډول ا نتقالیږي . . . ورسه د کلی د هر بزگر او مشر څخه پوښتنه وکړه چي سردي درخلاص کړي . ” د نوموړو مشرانو د وژل کیدو د وژلوطریقه هم یوه نوې لاره وه داسي : “متهمین يې ژوندی په جولونو کي واچول، د جولونو خولی يې وتړلۍ، بیا يې پیلان ورباندی وخیژول او د پیلانو تر پښو لاندي يې هغوی چختاڼ کړل، بیا يې په  بازاکي د خلگو د ډارولو دپاره وغورځول .

   مگرد سنځري خلگو خصوصاً علیزو تر خپلو منځونو پټه فیصله وکړل او د شپې يې سړي ښار ته ولاړل د نورمحمد علیزي جوال چي چختاڼي غوښو يې پکښي بوی کړی وو، راغلاکړې او سنځري ته يې را وړې. په دغه شپه يې لو ویاله پارچاو او د نورمحمد علیزي غوښي يې د لوی ویالې په منځ کي ښخي کړې. او بیرته يې ویاله پررا ایله کړه. کله چي سهارحکومت خبرسو پوځونو د نورمحمد علیزي په مړي پسي پلټنه پیل کړه او سنځري ته ورپسي راغله هرڅونه تلاښیگاني، وهل او ترټل چي يې وکړل هدف ته ونه رسېد ل.

    ډیر وخت وروسته د نورمحمدعلیزي دپاره د لوې ویالې څنگ ته لوي قبر خلگو جوړاو اوس هم د اخند صاحب په نوم شهرت لري. او تردې خبرو وروسته احمد شاه بابا دا سحق زوشفقت خان د وزیر په توگه د ځان سره ونيوې چي لږ وخت لاتیر نه وو چي هغه يې هندوستان ته د لښکرو سره ولیږې او وه دالقرارته نژدې يې په لاره کي مړکړه جسديې سند ته واچوې. ” دوستان کولای سي د احمد شاه بابا د میرزا محمودالحسني په قلم لیکلې کتاب “احمد شاهي تاریخ ” وگوري.

 په دې ډول د پانی پت مسئله، پانی پت: د هند د کرناپه ضلعه کي ديوه اباد ښارنوم دی. چی د ډهلي د ښار څخه د شمال پر لورد پنځه اتیا ۸۵ کيلومتره په فاصله لیري د جمنا د سند پرڅنډو پرته سيمه ده. په اصل کي دا د یوې پخواني قبیلي نوم وو چي پر دغه مځکه استوگن وه. د تاریخ په او ږدو کې درې ځله پر دغه سیمه باندي سختی حملې سوي دي او هرځل يې کورنه چورسوي، سړی يې وژل سوي دي.

لمړي ځل په ۱۵۲۶م کال کي د بابر او سلطان ابراهيم لودې ترمنځ جگړه همدلته وه.

د ووهم ځل په ۱۵۵۶م کال کي د اکبر او هیموبقال ترمنځ جگړه هم د لته وه.

درېم ځل په ۱۷۶۱م کال کي د احمد شاه بابا او مرهیټانو ترمنځ جگړه وه.

د پانی پت د جگړی ترگټلو وروسته سياسي تیروتنو ته هم ظفرکاکاخیل اشاره کړې ده، او ټول تاریخونه دا تیروتنه مني. او نورو لا دا خبري راوړي دي، چي د پانی پت د جگړی په ميدان کي د مرهیټا نو د قتل عام څخه  انگرېزانو گټه پورته کړه. افغانانو ته یوازي دغنایمو لکه په زرهاوو او ښانو، ۵۰۰۰۰ پنځوس زره اسونه،۲۰۰۰۰۰ دوه سوه  زره غوایي، ۵۰۰ پیلانو او د دوه ویشتو ۲۲ زرواسیرانو راوستل. او په دې اسیرانو کي مسلمانان هم شامل وه چي ابراهیم خان گردی هغه مسلمان ټول د احمد شاه بابا په هدایت سره ووژل.

د اسلامي قانون د قرآن (م) کریم د حکم پر اساس د اسېرانو وژنه ناروا حتی قتل بلل کېږي. زه خپله دا جکړه چي ډېرد سلوزرو افغانانو او تردې ډېرهندوانو پکښي خپل ژوند له لاسه ورکړی دئ پنځوس فیصده افغاني او پنځوس فیصده سیکان او هندوانو کورنۍ په غم ولړلي هیڅ نه ستایم او خپله څو،څوځله پر هند باندي حمله، د هغوی نیول او زورونه نه تا ئیدوم. د یوه بشر، انسان، افغان او تردې  ټولو  مهم لا دیوه مسلمان په حیث دا منم چي زموږ لخوا، زموږ د لوري پرهند باندي تېری سوی دئ هرڅه يې خراب سوي او خلگ يې وژل سوي دي . زه شخصا د خپل ناتوانه طاقت برابر د هند له بشر دوست ملت دوژل سوو، متضرر سوو کورنیو د پاته شونو څخه بخښه غواړم.

    دوستانو که چېري یو شمېر افغانان خپل تېری پر بل ملت روا وگڼو او بیځایه دلأیل وړاندی کړو. نو بیا ولي د انگرېزانو تېری زموږ پرخاوره وغند و؟ ولي دروس تېری زموږ پر خاوره وغندو؟ ولي د ناټو او امریکا د قواو اشغال و غندو؟ که خپل تېري ته هرڅونه بی ځایه د لأیل راوړ او ووایو چي  دهغه ځای یوشمېر اوسېدونکو(مسلمانانو)د احمد شاه بابا څخه د همکارۍ  غوښتنه کړي وه، پر مسلمانانو ظلم کېدئ د مسلمانانو مرستي ته ورغلي وو، خطونه راغلي وه او نور. بیا وګورۍ

    شاه شجاع د لوی احمد شاه بابالمسی خپله و انگرزانو ته ورغلئ وو د مرستي غوښتنه يې کړې وه. او د انگرېزانو سره یوځای وطن ته راغلی. امیر دوست محمد، افضل خان، عبدالرحمن خان، د سقاو زوی دوی ټولو له انګرېزانو څخه د مرستي غوښتني کړي وې.

   ببرک کارمل د محمد حسین خان زوی د یو سیاسي حزب مرستیال، د جمهور رئیس مرستیال خپله وروسانو ته ورغلی د هغو څخه يې د مرستي غوښتنه وکړل او دروسا نوسره یوځای وطن ته راغی.

   ښاغلی حامد کرزی د سناتورعبدلاحد کرزي زوی پر موتر سیکل د امریکا يی باډگاردانو سره افغانستان ته راغی.

نو که په دغه پورته ډولونه د پردیو قواو راتگ تېری بولو، پس زموږ دفوځ تلل پر دې خاوري ته د هغې خاوري نیول، د خلگو وژل د هغوي مالونه، حیوانات، نراوښځي د آسیرانو په نوم راوستل به نو څنگه وي؟.

د ولسونو وژنه چي ترڅو يې ستا پر خاوره، مال او نامؤس تېری نه وي کړې په ټینگه غندم. “لذت هغه وخت ښه دی چي د فضلیت سره یو ځای وي”. “هوښیار ته نه ښايې چي یوازي په فضلیتو پسي سرگردان وي او هغه د ژوند لوړهدف وگرځوي “.

زه د احمد شاه بابا مړانی، غیرت، مشرتوب او پښتونولۍ ته په درنه سترگه گورم ځکه يې بابا بولم، خو بابا ته هم وخت، ناوخت او لادونه دا نتقاد گوته نیولای سي. مثلاً

اول:- په خپله شپږویشت ۲۶ کلنه امپراتوري چي کافی وخت وو په هیواد کي باید ښووني او روزني ته پاملرنه او توجه سوې وای ځکه د یوه اسلامي حکومت د وظیفو څخه لمړۍ وظیفه داد ه چي ترخپل نفوذ او اقتدار لاندي ساحه کي د هغه ولسونو دتعلم او تربیې دپاره کاروکړي. چي متأسفانه دا لمړی شرط یې کم رنگه وو.

د وهم : دوهم او خورا  مهم شرط د اسلامي حکومت دادئ چي د خلگوامانت (مشرتوب) باید بیرته خلگوته سپارل سوې وایې. چي په ډیر خفگان سره احمد شاه بابا دا کار ونه کړۍ . ده باید دا امانت لکه څنگه چي جرگې  ده ته سپارلۍ وو، هغسي  بیرته خلگو ته سپارلئ واې. پاچهي یې میراثي کړې نه وایې . ځکه د قرآن (م) حکم او د اسلام ستر پیغمبر حضرت محمد( ص) او څلورو يارانو يې هر یوه همدغسي وکړل. خپل ځای نا سیي يې نه دي تعین کړي. ميرويس خان نیکه همدغسي وکړل .

باېد بابا هم ددوئ لاره تعقیب کړي وايې. خپل ځای نا سي يې نه وای تعین کړئ. پدې چي احمد شاه بابا خپل حاکمیت په جنگ او زورپه لاس نه وو راوړي. بلکي خلکو ورته امانت سپارلئ وو. او دغه د سلطنت په میراث پریښوولو بد دود يې نه وايې پرایښې.

په تاریخونو کي نیټي سره برابرې نه دي . په مازندران کي د مسؤلیت اخیستلو پر وخت چا ۲۰ – ۱۶ – ۱۵ – ۱۴ کاله حتی محمودالحسیني خويې لا ۱۰ او ۱۲کاله عمر ښودلۍ دئ د جرگې لخوا د ټاکلو پر وخت ۲۵ – ۲۶ – ۲۳کلن ښودل سوئ د ئ.

مگرد قیقي نیټي داسي دي احمد شاه بابا په ۱۱۰۱هجری شمسي کي په هرات کي زېږېدلئ د ئ. کله چي په ۱۱۱۰ هجری شمسي کي په هرات کي ابدالي حکومت د نادرافشار لخوا  د منځه وړل کېږي هغه وخت احمد شاه د ۹ کالو وو. چي کندهار ته د خپل مشر ورورذ لفقار خان سره راغلي. په کال ۱۱۱۷هجری شمسي کي، په  کندهار کي د شاه حسين هوتکي و اکداری ختم وه. پر دې مهال احمد خان د ۱۶ کالو وو. د دال پای.

*****************************************

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.