خاطرې

عبدالغفور لېوال

382

نرانو!
وه نرانو!

دوزخ ده ستاسو نارینتوب لاندې د لویې واکمنۍ جغرافیه
چې ښځینه يې په خپل ذهن کې
په ویره ویره
ستاسو له سلو زر کلنو خاطرو جوړوي

خو د تورسترګو،
انارتیو پېغلو
هغه چې شونډې یې له شاتو،
سپېنې غاړې یې شیدو نه جوړې شوې
او شراب ویشي
دغه جنت
ستاسو له ذهنه زېږېدلی باغ دی
چې له ښځمنو نه دا ستاسو د زرګونو کاله وړاندې تصور کرلی.

نرانو!
وه نرانو!
اې د تاریخ تپو تیارو ته په سجدو پرېوتیو
که سبا راشي
لمر به ډېرې سترګې وبرېښوي
تاسو به هم له رڼا خوند واخلئ!
خو ګورئ!
غوږ ونیسئ!
تاسو به نه یاست د رڼا څښتنان

هو!
دا به ښځې وي،
چې خپلو پلوونو نه څه وړانګې په خیرات درکوي.

تاسو به ډېر خلک وژلي وي د «نر غوندې!»
تاسو به ډېرې بورې کړې وي،
«د شېر غوندې ،
بهادر غوندې»
نران به یاست،
زمریان به یاست،
غازیان به یاست
د مېړنتوب له قوده برېتو به مو څاڅي وینې
خو «انسانیت» پسې د ستړیو مساپرو د زخمي لارو مشال به نه شئ
یو تک شین شال به نه شئ

د بورو، کونډو، ورارو
د جړ پنجړو
او په سپېرو خاورو بادکړیو ویښتو
د ماشومانو د خوږو خوږو خوبونو اتلان به نه شئ
که هر څه شئ،
د آزادۍ پیامبران به نه شئ!

تاریخ عجب بدلیږي
ښايي، تاریخ به باورونه او ننګونه هم چپه واړوي
څه داسې ورځ به راشي،
چې میندې وژاړي د (زوی) په زوکړه
پلرونه وشرمیږي،
چې بیا یې کور کې (نارینه) پیدا شو.

د انسانانو د هنر په لاشعور کې ولې
ملائیکې دي انځور شوې لکه ښکلې ښځې
چې دوه وزرونه لري
د «آزادۍ» په شانې؟
مګر شیطان نر دی
«اور» او «زنځیر» ورسره.

نرانو !
وه نرانو!
څومره یاستئ؟
چېرته یاستئ؟
د دوزخونو د مارانو، لړمانو، ښامارانو جنسیت ولې نارینه یادیږي؟
او په جنت کې وي بیا (حورې) ناستې؟
دوزخ د ښځو او جنت له نارینه ذهنه ریښه اخیستې
ښځو ته هغه ځای دوزخ ښکاریږي
چې نارینه ورباندې واک چلوي
چې نارینه په کې د اور په لوغړن نارینتوب قهر ښندي
او نارینه
چې هرځای ښځې په کې ښکلې وي،
مرۍ کې یې اوبه ښکاریږي
هلته جنت دی، هلته سوله ده او ژوند ښکلی دی.

نرانو!
اې نرانو!
ښه ورته وګورئ په برندو سترګو!
تاسو له ښځو څه تصویر اخیستی؟
او له خپل ځان نه مو عجیبه خاطره پریښې ده.

دوزخ د نرو واکمني ده،
او د ښځو د لرغونې حافظې ژورو کندو کې لمبې وهي لا
او
جنت
ښځو ته د ټولو نارینه وو لاشعور کې
د لاسو د غځولو هوس.

*****************************************

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.