خپل دا شعر هغې ځوانې افغان مېرمنې ته ډالۍ کوم چې د ایراني کوردۍ مهسا امیني د وژنې په پروتست او له هغې سره د پیوستون په غرض یې د کابل د یوه کور پر بام باندې یوه لیونۍ بغاوتي نڅا کړېده، خو په ایران کې هر افغان ته د «آشغال» خطاب کېـږي.
(آصف بهاند)
ته گډېـږه، ښه تاوېـږه
ازادۍ ته هوسېـږه
وهه څرخ، بیا راتاوېـږه
کوم مظلوم ته ښه گډېـږه
سر دې لوڅ کړه، پښې هم لوڅې
سل ځل تندر شه، رالوېـږه
ستا لمن چې گرده تاو شي
ته ډېوه یې رڼا کېـږه
د ملا تیر چې تاووې ته
کوم اخوند ته تندر کېـږه
په هرڅرخ دې چې پښې لگي
روڼ څراغ شه رڼا کېـږه
تـه یاغي یې، بغاوت کړه
و مظلوم ته سخاوت کړه
پوندې ووهه پر مځکه
ته سپوږمۍ یې، مهسا کېـږه
۰۱/۱۰/۲۰۲۲
هېدر سلیف
ډنمارک
***************************************
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.