محبس او قفس – لوی احمدشاه بابا

عبدالقیوم

472

محبس او قفس

لوی احمدشاه بابا

یوولسمه برخه

ذال:ـــــــــــــ

په یو شمېرکتابونو کي لوی احمد شاه ته ګوته نیول سوېده، دوی لیکلي چي بابا په کندهار کي د نادرآباد په نوم ښارونړاوه. په اصل کي نادر افشارپه کندهار کي کوم ښارجوړ کړی نه دئ. د هوتکي دولت مرکز یوازني ښار وو چي اوس د کندهار د زاړه ښار په نوم یادېږي. څه وخت چي صفوي نادر افشار د کندهارو اشغال ته ملا وتړل نو خپله د یولک فوځونو سره د هوتکي مرکز د له منځه وړلو په اراده را روان سو، چي يو شمېر ابدالي پښتانه ورسره مل وه، د ارغنداب له لوري راغله  د کندهار ښار (د هوتکو مرکز)  یې په خبلو توپونو باندي ډېر ووېشتۍ، پښتنو له ښاره ټینګه دفاع کول، نا درآفشار ښارله د باندي څخه محاصره کړ، د نادر افشار لښکري د شېرسرخ د کلي شمال ته ځای پر ځای سوې. هلته یې نظامي چوڼۍ  جوړه  کړه د ساتلو  له پاره قوي برجونه  ورته جوړ کړه، محاصره اوږده سوه، پدې وخت کي اشرف خان توخي همت له لاسه ورکړه د شپې له طرفه د دښمن (نادر) قواو ته تسلیم سو. کندهار د دښمن لاسته ورغئ، خو شاه حسین د نارنج په قصر کي  له ځانه دفاع کول، هلته ښهرصفأ  هم دوې مياشتي نور ځان وساتۍ، په وروسته کي سیدال خان  د نادرافشار لاسته ورغلی، نادر افشار د سیدال خان سترګي وکښې او ړوند یې کړ. په ۱۱۱۷ ش کي قلات ښارهم دښمن ونیوئ ، شاه حسین په قصر نارج کي بند پاته وو اخیر دنادر د ډېرو وعدو او بخښني په وجه نادر ته تسلم سو. د هوتکو حکومت پسله (۲۹) کلونو حکومت کولو څخه له منځه ولاړی.  خبره پر (نادرآباد ښار) وه، د جنګ او جګړو په دغه لسو کلنو کي  د نظامي چونۍ شا او خوا ته غیري منظم کورونه او دوکانونه جوړ سوي وه، په ۱۷۳۸ م  کال کي  دصفوي(اېراني) امپراطو قواوو د عبدالغنی خان الکوزي په مشری د هوتکو د اقتدار وروستی مرکز د کندهار ښار د نارنج له ماڼی سره یوځای ونړول. پسله هغه د غه  د ناردر افشارنظامي چوڼۍ د جنګ او محاصرې د وخت جوړ بازار د(نادرآباد) په نوم  و نومول سو. د نادر آباد په نوم و دغه ښار ته د نادر افشار تر وژني وروسته په ۱۷۴۷م کال کي ټول هغه فوځونه چي د نادرله پوځ څخه را بیل سوي وه، که افسران  وه او یا عسکر د احمد خان (وروسته احمدشاه) په شمول دغه نظامي چونۍ ته راغلل. څه وخت چي  د کندهار نوي ښار جوړ سو د نادر آباد ښار جوړ او پر ځای پاته وو حتی د احمدشاه بابا تر مرګ وروسته هم. تاریخ سلطانی ۲۴۵ صفحه کي بیلگل دا خبره بل ډول بیان کړېده هغه لیکي چي د نادراباد قلعه د شاشجاع تردوهم ځل پاچا کیدو پوري هم جوړه او گټه ځیني اخيستل کیده. ښاغلي محمد معصوم هوتک هم داحمشاهي  کندهار په نوم کتاب کښي په ۲۰ صفحه کي د تاریخ سلطانی خبري را وړيدي

     د کندهار ښار (هوتکي مرکز) د کندهار د اوسني ښار په جنوب غرب، د نادر آباد په شمال غرب کي د سرپُزي د غره د لمني شرق لوري ته موقعیت لاره چي قصر نارنج يې په منځ کي واقع وه، اوس يې هم  نښي او نښانې سته ټول خلګ د زاړه ښار په نوم پيژني.

   د لیکونکي له نظره: دا څو خبري باید په پام کي ولرو کوم چي تاریخ لیکونکو سمه توجه نه ده کړې. په بخښه غوښتني سره دا جرأت کوم چي څو جملي بربنډي لیکم پدي يې لیکم چي افغان یم د افغانستان په هر څه ځان شریک بولم : زما په باورخبره دا سي وه : په ۱۷۳۸م کال کي د نادرافشار قواو د یو شمېر افغانانو په مرسته  کوم چي مشري یې عبدالني خان الکوزي کول د هوتکو مرکز او قصرنارج و نړول سو، ورسره سم د ستي دغلجو د مځکو او ملکیتونه ضبط او غصب یې شروع کړه. هو د نادرافشار په آمر دارغنداب د رود پر د واړو غاړو پرتي مځکي چي د غلجو ملکیت وو، وعبدالغني خان ته د ښه نوکری په بدل کي ورکړه سوې دا کارایراني امپراتور نادرافشار وکړ.

   د وهم ځل لس کاله وروسته په ۱۷۴۷م کال کي څه وخت چي خپله احمد شاه بابا د جرګې له لوري  پاچا کړل سو، و هوتکي مرکزته نژدې او شاه وخوا پرتې آبادي مځکي او باغونه چي  د نادر افشار له غضبه پاته لاغلجي پر میشته وو د احمدشا بابا په فرمان د ټولو څخه ملکیتونه واخیستل سول او دوی فرار کړل سوه،  د ایران څخه را وستل سوي قزلباش کورنۍ  یې هلته مېشته کړه. د نمونې په توگه دا سمسورکلي، مخکي او باغونه چي ښار ته نژدې وې  درته یادولای سم.: چهاردیوال، چهارباغ، زلخان، گوندي گان، کاغانک، د خواجه خدرشاوخوا  دغسي څه نورکلي، د هلمند د رود پر غاړه د گرشک د ولسوالۍ شا وخوا کلي او مځکي لکه د او بازانو کلی او نور ضبط او قزلباشو ته يې ورکړه. چي له هغه تاریخه ترنن  ورځي پوري زموږ وروڼه قزلباش پرميشت دي.

   هغه وخت چي ما دښاغلې محمد معصوم هوتک صاحب د احمد شاهي کندهارپه نوم کتاب، د ښاغلي محمدظاهرافوق او ښاغلي غلامحبیب پوپل تر کره کتني وروسته ولوستل ډېر څه مي ترې زده کړه، لته خبره یومخ بل ډول وه.

  البته دا دکتاب دوهم ځلي چاپ وو، اصلاح سوي بڼه یې وه . چي ۲۰۰۸ م کي په کندهارکي چاپ سوې وه. دا بیان هلته داسي وو :” دا مقاومت تربې شمېره قربانیو وروسته مات سو او د کندهار ملي حکومت نسکوراو ښارد نادرې لښکرو دخوا په بشپړه توگه د منځه یووړل سو دکندهارخلکو په حقه سره افشارنادرته د (خوني نادر) لقب ورکړئ وو. ده د ښار پر اوسېدونکو غلجیوقومو باندي حکم وکړچي یومخیزه د ښاره ووزي هغوی يې په نشاپور او خراسان کي هغو سیموته تبعید کړل چي پخوا ابدالیان پکښې مېشته سوي وه. ابدالیان يې بیرته خپلي او لنۍ سیمي کندهارته راو ستل “. البته دا خبره هم دئ د تواریخ خورشید جهان په حواله لیکي. نوټ: زه نه پوهېوم چي ابدالیان چا او کله د دې سیمو څخه شړلي وو؟ ایا ابدالیان میرویس خان له کندهاره  شړلي وه؟ که نادر افشار؟ بیا پوښتنه د تاریخ ډاکترانو ته متوجې کېږي.

     دا هم د ښاغلي هوتک صاحب له کتاب لیکم. “د کندهارد او سنی ښارخښت په ۱۱۶۹ق د دوهمی خور په لمړۍ ورځ د احمد شاه بابا په آمر کښېښودل سول. خو د کندهارد ښار ترتاب ايښوولو مخکي احمد شاه بابا د خپل منشي «محمودالحسیني »په ټينگار په کابل کي هم د بالاحصارماڼي جوړه کړل . . . . . “

   د کندهار ښارد څلوردیوالونو لوی د یوال په منځ کي پرڅلورو برخوتقسم سو. د څلورو بازارو پواسطه، هرات  بازار، شاه  بازار، کابل  بازاراو ښکاپور بازار. د ښار څلرمه برخه قزلباشوته ورکول سول، چي تر اوسه پکښي او سي.

   د ښار په شمال کي شاهي دربار او د امپراتوري مرکزوو. د مرکزد ښه ساتنی په منظورد دبار یواړخ، د شرق او جنوب شرق لوري برودرانو او بل اړخ، د غرب جنوب غرب لوري قزلباشوته ورکول سو. او نوروقوموته له درباره  څه لیري د ښکاپور بازار یوې خوا او بلی خواته. داهغه قزلباش وه چي احمد شاه بابا د ځانه سره راوستې او څه نوريې وروسته دحرفوي کارونو د پاره راوستل .

نوټ: یوه هیله خدای دي وکړي چي لوستونکو ته داسي فکر پیدا نسي چي زه د فارسي ژبو او شيعه مذهبو ورڼو او خوندو په باب کوم بد نظر یا فکرلرم. نه زه له انسان سره مینه لرم. ماته ژبه، مذهب، رنگ او پوستکي هغه څه نه دی، چي یوه ته مي نژدې او له بله لیري کوي. دغه د ازبکواو قزالباشو مسئله هغسي  ده چي ما پورته بیان کړه، زما په باور.

نوردغه افغانستان ته د احمد شاه بابا سره راغلي قزالباش دي نه ازبک.

   بل شی دا دئ هغه څه چي تیرسوي دي هغه باید په هغه شکل ولیکل سې. هغه که ښه وه یا بد هغسي په تاریخ کي باید ثبت سي، په رښتیا سره د احمد شاه بابا او تیمورشا سدوزي ددوی دواړو په امپراتوريو کي لوی واکدار “محمودالحسني چي د شاروخ میرزا ددربارمنشي” وو هغه ایرانی جاسوس او هرڅه يې دلته  دایران دپاره سرته رسول، نوموړۍ د احمد شاه بابا او تیمورشا په د دربارونو لوي مقتدر منشي وو. محموالحسني د محمد تقی خان شیرازي پرلاس کندهار ته را وغوښتل سو، خپله شیرازي د نادرافشار تر وژلو مخکي په کندهار د عبدالغني خان سره وو. دمحمودالحسني یوکتاب د «احمد شاهي تاریخ » هم پاته دی.

    په نوموړي کتاب کي د افغانستان د نوم ذکرنه دی سوئ. او د احمد شاه بابا د اشعارو په د یوان کي هم د افغانستان نوم نه دی ذکرسوې. هلته د پښتونخوا ذکرسته. دا چي نادرافشار پارس نژاده نه وو، نو پر پارسیانو يې ډېر اعتماد نه لاره هغه وو، چي د عبدالغنی خان الکوزي څخه يې کار واخیست او د افغان ځوانانو يې لښکرپوځ د هوتکي واکدارۍ ترچپه کیدو مخکي جوړ کړئ وو او بیا د هوتکيانو ترځپلو وروسته وو چي نورمحمد خان علیزی او احمد خان سدوزی ته هم لاره خلا سول او په ایراني پوځ کي يې لوړ منصبونه پیداکړل. موږ باید اينده نسل ته تاریکه لاره په لاس ورنه کړو لکه موږته چي تاریخ غلط پاته او لیکل سوئ وو.

     یو شمېر لیکوالو په غلط لیکلي دي د احمد شاه بابا سره څلور زره(۴۰۰۰) ازبک عسکر یا پوځ کندهار ته راغله. څه سول هغه څلوزره ازبک پوځ چي د احمد شاه بابا، تیمورشاه او شاه زمان په سلطنتو کي يې نه د چا سره خپلوی وسوه او نه يې کومه کلاه ومسجد او کلی جوړ کړه، له هراته تر کابله یې کومه نښه نسته. بله خبره چي لیکوال لیکي د تیمورشاه موربهسودواله وه. که چیري د نوموړی موربهسودواله واي اول به د تیمورشاه پښتو ژبه زده وای،که يې مور پښتنه وايې زده کړي يې په پښتو کولې، او ولی يې د زده کړو دپاره ایران ته استولی وو. او ولي په کندهار کي ددې لوی امپراتوراخښیان، د تیمورشاه د ماما گانو یا بهسودوالو په هیواد کي کوم اثرنسته. پس دا خبره هم ماته سمه نه بریښی. ځکه د بهسودوالي د پلار او نوري کورنۍ معلومات نسته، که د تیمورشاه مورپښتنه وايې نو به يې حتمي په ډیر افتخارسره نوم لیکل کیداي، ځکه د یو طرفه د یوه امپراتورښځه او د بل امپراتور مور وه.

   اساسي خبره داده چي احمد شاه بابا په ایران کي او سيدئ. هلته يې واده کړی دئ، احمد د قزلباشو قوماندان وو. په ایران کي هغه وخت د بهسود والو شتون ته کوم د لیل نسته. د هوتکي او ابدالي ریاستو پر وخت د هیڅ بهسود وال دنوم ذکرنسته. او تیمورشاه يې په دې ایران ته د زده کړود پاره وا ستوئ چي ماما گان يې هلته وه ځکه د تیمورشاه مورنۍ خپلوان قزلباش وه.

 ویل کېږي مستنده نه ده چي خپله د تیمور شا ه د لسوښځو د جملې څخه درې يې ایرانې او دایران د لویو خلگو لوڼي هم وي . یوه يې خپله د نادرافشار لمسۍ، بله يې د محمد شاه گورگانې لوراو درېمه يې دا سحاقزی لور وه. د احمد شاه بابا د امپراتورۍ، تیمورشاه او زمانشاه دپاچهیو تر پایه قزلباش په همدې وجه ښه په غوره کي وه. د تیمورشاه او زمان شاه په حکومتو کي قزلباشو ډېر واک درلودئ. د کندهار څخه د پای تخت یا د مرکز په نقلولو کي کابل ته دا  دایرن ستراتیژي وه، چي د محمود الحسني، محمد تقی خان شیرازي پر لاس پر مخ وړل کیدل. زما په باور دایران هدف د ایرانه څخه د افغان دولت د مرکز لیري کول، د پښتنو څخه جلأ کول، چي نتیجه يې د دولت د پایو سوستیدل وه.

   دا یوازي تیمورشاه نه وو چي غوښتل يې پایتخت د پښتنو له منځ لیري کړي، د احمد شابابا په وختوکي هم د پایتخت د نقلولو دپاره د محمود الحسني لخواتلاښ کیدی. د نورو عواملو سربیره د تیمورشاه د مور، ښځو او د هغوی ددوستانوعلاقمندې هم پوره نقش لاره. او ښاغلی ظفر کاکا خیل، غبار، قاضي عطاو الله خان، سلطنت البیان، حقیت التواریخ او نور. دا ټولو  داخبري یو له بله را نقل کړي دي.  دوی یا نه دي متوجه سوي او یايې بنا پر بعضو د لأیلو نه غوښته چي روښانه خبره ولیکي. اصلا د نادرشاه په پوځ کي د ازبکوشتون سم نه بریښي بلکي د قزلباشوشتون رښتونی نه وو. که چېري قزلباش ازبک وي نوبیا د کندهار،هلمند ټول اهل تشيع ازبک دي؟. نه دا خبره هم سمه نه راځي ځکه ازبک ټول سني مذهب دي.

 د یوولسمي برخي پای.

***************************************

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.