د ناټو یو دېرشم هېواد

بریال حبیبي

563

د تېرې سه شنبې په ورځ د ۲۰۲۳ز کال د اپرېل په ۴مه نېټه فنلینډ هېواد په رسمي توګه د ناټو یا شمالي اتلانتیک تړون یو دېرشمه ګڼه غړی هېواد شو.

د ناټو لوی منشي ـ ینس ستولتنبرګ په بروکسل کې د ناټو غړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو غونډې ته وویل:
((موږ دلته د ناټو د سازمان مقر کې په لومړي ځل د فنلینډ بیرغ پورته کوو؛ دغه ورځ د فنلینډ، د اروپا د شمال او د ناټو د ټولو غړو هېوادونو لپاره یوه غوره ورځه ګڼله کېدلای شي.))؛ خو له بلې خوا په نړیواله کچه له ناټو سره د فنلینډ یو ځای کېدل د روسیې د ولسمشر ـ ولادیمیر پوتین لپاره یوه لویه ستراتیژیکه ماتې هم بلله کېږي؛ ځکه ده په اوکراین د برید له لاملونو نه یو هغه د ناټو د پراختیایي موخو مخنیوی یاد کړی وو او که رښتیا شي، نو دمګړۍ یې پخپل دې کار کې منفي پایله ترلاسه کړې ده.
که څه هم فنلینډ له روسیې سره د ۱۳۴۰ کیلومتره ګډې پولې په درلودلو د سړې جګړې پر مهال بې طرفه وو، خو څه موده وړاندې یې د روسیې له لوري په اوکراین د نظامي یرغل په غبرګون کې د بې طرفي سیاست ته شا او له سوېډن سره یو ځای یې د ناټو د غړیتوب لپاره غوښتنلیک وړاندې کړ.
لکه څرنګه چې ښکاره ده چې په ناټو سازمان کې د نویو هېوادونو غړیتوب ددغه سازمان د ټولو غړو هېوادونو په تائید پورې تړلی او سوېډن او فنلینډ هم د تېر کال په اوړي کې د یادو دېرشو واړو هېوادونو موافقه ترلاسه کړه، خو د ترکیې هېواد وروسته وروسته په دې دلیل بېرته مخالفت وښود، چې ګواکې یاد هېوادونه د تروریستانو ملاتړ کوي.
د ترکیې او فنلینډ د مذاکراتو او د دواړو هېوادونو د ولسمشرانو د لیدنې په پایله کې له ناټو سره ددغه هېواد یو ځای کېدلو ته لاره هواره شوله؛ خو په ترکیې سربېره هنګري (مجارستان) تر اوسه پورې د سوېډن مخالفت کړی او د سوېډن له ردولو سره سره ترکیه تور پورې کوي، چې یاد هېواد د کردستان د کارګرانو ګوند یا پ. ک. ک غړو ته پناوې ورکړې دې.
پر دې سربېره له ۲۰۱۵ز کال را په دې خوا هنګري د سوېډن د کډوالۍ پر سیاست نیوکې کوي او لومړی وزیر ـ ویکتور اوربان یې بیا ورسره پر دې جوړ نه راځي چې په آند یې سوېډن په دې هڅه کې دی، چې د دوی ګوند ـ فیدیس د اروپا د محافظه کارو ګوندونو له کټګورۍ نه بهر کړي؛ خو د ناټو منشي، بروکسل کې زیاته کړې وه چې:
((سوېډن مو یوازې نه دی پرې ایښی او یاد هېواد د ناټو غړیتوب ته ډېر نږدې شوی؛ هیله لرم چې اردوغان به له انتخاباتو وروسته په ناټو کې د سوېډن له عضویت سره مخالفت ته د پای ټکی کښېږدي او هغه به هم د اوړي آخرو کې د ناټو غړی هېواد شي.))
خو آیا د فنلینډ او ناټو غړو هېوادونو په اړه نور پوهېږو؟
فنلینډ ((چې رسمي نوم یې د فنلینډ جمهوریت او مساحت یې ۳۳۷۰۰۹ کیلومتره مربع دی، د اروپا په شمال کې موقعیت لري.
پلازمېنه یې هلسنګي/ هلسینکي او د نفوسو شمېر یې څه باندې ۵۰۰۰۰۰۰55 میلیونونه تنه اټکل شوی دی.
ملي ژبې او توکم یې فنلینډی او سوېډنی او دین یې مسیحي دی… .))
(شمال کې له ناروې، ختیځ کې له روسیې او لوېدیځ ته یې سوېډن موقعیت لرې… .)) د ((فنلینډ هېواد د سیندګیو د هېواد په نوم هم نومولی شوی دی ځکه چې له ۶۰۰۰ څخه زیات سیندګي او یو لږ شمېر رودونه لري چې له دې جملې څخه یواځې د اویولو رود د بېړۍ د چلولو له امله اهمیت لري…الوار، کاغذ، بېړۍ، ماشین آلات، اوسپنه او پولاد یې مهم صادرات او خوراکي توکي، نفت، کېمیاوي مواد، ترانسپورتي وسایل،ټوکر او… یې له وارداتو نه ګڼل کېږي… .))
ویلي کېږي چې د ((فنلینډ اوړی خورا صاف، تود او لنډ وي او ژمی یې خورا تیاره، سوړ او اوږد وي؛ د یاد هېواد شمال ـ لاپلنډ کې د ژمي نږدې دوه میاشتې لمر نه تر سترګو کېږي او د اوړي نږدې همدومره موده کې یې بیا لمر لوېده له اوسېدونکو نه هېر شوي وي… .)) او همدا لامل دی، چې شمالي سیمو کې یې ډېر کم خلک اوسېږي.

فنلینډ څو پر لپسې کالونه د نړۍ په کچه د خوشحالي و د فساد نشتون کې د نړۍ لومړی درجه هېواد پاتې شوی او د ملګرو ملتونو د سولې او اقتصاد انستیتیوت په خبره د ((۱۴۳۹ نمراتو په ترلاسه کولو سره د نړۍ له ۱۶۳ هېوادونو نه دې برخه کې ۱۴م باثباته هېواد دی… .))
هېره دې نه وي چې ((له هغه ځایه چې د ملګرو ملتونو د کړنلارې ۸ څپرکي، سیمه ییز جوړښتونه او ۵۱مادې، له ځانه هر اړخیزه دفاع د هېوادونو مشروع حقونه ګڼل، له همدې امله فرانسې، برېتانیا، لوګزامبورګ، بلجیم او هالند (نیدرلند) د ګډ امنیتي سیستم او دفاعي ملګرتیا لومړنی تړون، د کال ۱۹۴۸ د مارچ په ۱۷ به بروکسل (بلجیم) کې لاسلیک کړ.
دری میاشتې وروسته د بروکسل تړون هېوادونو چې ځانونه یې د شوروي اتحاد د احتمالي برید په مقابل کې کمزوري ګڼل او د سوسیالیستي کمپ اغېز هم مخ په ډېرېدو و، له امریکا متحده ایالاتو او کاناډا څخه وغوښتل چې له دوی سره یو ځای شي.
امریکا دا غوښتنه ومنله او د هغه خبرو په پای کې، چې د بروکسل تړون هېوادونو او د نوي پانګه وال بلاک هېوادونو لکه کاناډا، ډنمارک، ایسلند، ایتالیا، ناروې او پرتګال په ګډون په واشنګتن کې وشوې، د واشنګتن تړون، د کال ۱۹۴۹ د اپریل په ۴ لاسلیک شو چې وروسته د شمالي اتلانتیک تړون وبلل شو… .
په ۱۹۵۲ کال کې ترکیه او یونان د ناټو غړي شول. جرمني چې فرانسې یې په لومړي سر کې له غړیتوب سره مخالفت کاوه، په کال ۱۹۵۵ کې دا ویاړ ترلاسه کړ. په ۱۹۸۲ کې د اسپانیا په راتګ د ناټو غړي ۱۶ ته ورسېدل… .
د ۱۹۹۹- ۲۰۰۴ ترمېنځ ۱۰ پخواني کمونستي هېوادونه (چکیا، هنګري، پولند، بلغاریا، استونیا، لتوانیا، لاتویا، رومانیا، سلووینیا او سلواکیا) د NATO غړي شول. په ۲۰۰۹ کې البانیا او کروشیا، په ۲۰۱۷ کې مونتینګرو او په ۲۰۲۰ کې شمالي مقدونیا، هم له ناټو سره یو ځای شول او دا شمېر ۳۰ ته لوړ شو… .))

پای

***************************************

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.