ستر سړی

507

کارل سیګان ته د “ساینس-مشهوروونکي” لقب ورکړل شوی و. سیګان ډېر پېچلي ساینسي مفاهم عامو خلکو ته ډېر ساده بیانول. د دې لوی انسان په خبرو او کتابونو کې انسانیت، عاجزي، مینه او ارمانونه له ورایه ښکاري.
دی انسان؛ مینې، عاجزي، ساده‌ژوند او تفکر ته هڅوي.

ده له ناسا وغوښتل چې د وایجر ون په وسیله له ډېرې لیرې واټن څخه د ځمکې تصویر واخلي. هغوی ومنله او په ۱۹۹۰ کال یې له ۶ میلیارد کیلومتره واټن څخه د ځمکې دغه عکس واخیست چې لاندې یې تصویر کې وینئ.
سیګان د دغه تصویر له لیدو وروسته ځمکه یو کوچنی کم رنګه ټکی وباله او په ۱۹۹۴ کال یې د “د کمرنګه شنه ټکي” په نوم کتاب هم ولیکل چې انسان خپل اهمیت او په عین حال کې کمزوري ته هم متوجه کوي.

ده د “Cosmos” په نوم یوه ټلویزوني خپرونه چلوله چې آن تر ۱۹۹۵ کال پورې یې شاوخوا ۵۰۰ میلیون لیدونکي لرل.
سیګان په ۱۹۳۴ کال دنیا ته راغی او په ۱۹۹۶ کال ترې لاړ.
دی په هاروارډ پوهنتون کې د ستورپوهنې معلِم و. خو، ده د پوهنتون نصاب ته ډېر نه کتل، په خپل سر به یې ځینې تدریسي چارې مخ ته وړلې، چې له همدې خاطره د نورو معلِمانو او ادارې نه خوښېده، بالاخره مجبور شو چې له هاروارډه کډه بار کړي.
کله چې له هاروارډه لاړ، په ۱۹۶۸ کال یې په کورنیل پوهنتون کې د ستورپوهنې معلِمي پیل کړه.

له ده را وروسته د ساینسي مسائلو د ساده تشریح په برخه کې نیل ډیګرس ټایسن خورا مشهور دی، چې په یوټوب کې د “Star Talk” په نوم اوس هم خپرونې کوي. خورا پېچلي ساینسي مفاهِم تر عامو خلکو اسانه رسوي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.