روژه والې لنډۍ، شپږمه برخه

راټولوونکی: ګل آغا احمدي وردګ

873

ځه پړشمی دې په تلوار کړه

وخت دی ناوخته اوس به وشي اذانونه

چې د روژې مې ورته ووې

د تراوېح جامه کې راغلله مینه

چې د روژې خبر یې واورېد

جانان په وړینګه خوله ژړغونی شو مینه

چې راوتم را پسې نه شې

 هسې روژه ده یاره نشته دیدنونه

چې روژه ماتی را په یاد شوې

سلګو نیولې وم، تر ډېره ژړېدمه

چې روژه ماتی کړي تازه وي

چې بله ونیسي بیا وچه پاڼه شینه

چې ستا بېلتون مې خراب نه کړي

د پسرلي روژه مې نه خرابوینه

چې ستا جفا مې ژوبل نه کړي

دغه فرضي روژه مې نه آزاروینه

چې ستا روژه وي زما نه وي

په هغه ورځ ځانته په قهر وم مینه

چې ګرده مرده میاشت ختمېږي

زما لالی به روژې زېړ زبېښلی وینه

چې ګنهګار نه شمه خلکو

 سږ د روژې په باب شکمن شومه مینه

چې لوږه راغله ټول روژه شول

چې خواړه نه وي، څه روژه، څه بوزه وینه

چې مې زړګی کړي درنه صبر

 په روژه ماتي خدای ته دا دعا کومه

چې یاري نه کړې زور مې نشته

په ما د صبر روژه مه نیسه مینه

څله مې مخ ته آیینه نیسې

روژې زما په ښایست لوبې کړې دینه

څنګه چې نن روژه شوه تېره

داسې به تېر شي د بېلتون ساړه وختونه

څه دې چې کړل هغه دې وکړل

مړوند مې پرېږده پړشمی تیارومه

حال د بېوزلو به څوک واخلي

حال د نادارو به روژه کې څنګه وینه

خاونده بیا دې پړشمی کړ

چې مسافر وړکي به څه شی پخوینه

خاونده بیا دې په روژه کړم

د ورک جانان دیدن ته وږې ناسته یمه

خاونده بیا دې رمضان کړ

زما لالی به روژه څنګه تېروینه

خپل پړشمی مې رانه هېر دی

په فکر ستا یم چې جانان به څنګه وینه

خدای دې روژه کې را مېلمه کړه

په روژه ماتي به دې وکړم دیدنونه

خدای مې پاچا، رسول استازی

خیالي روژه به شفاعت راته کوینه

خدایه ډېورنډ په سېلاب یوسې

چې روژه ماتی د کابل په اذان شینه

خدایه زما روژه منظور کړه

 چې په بدل کې یې جنت لاسته راوړمه

خدایه قبول یې عبادت کړې

جانان په سرو شونډو روژه نیسي مینه

خدایه موږ داسې ماښام غواړو

چې نور د سولې روژه ماته کړو مینه

خدایه ناروغ لالی مې ښه کړې

زه به نفلي روژو ته کش ورکړم مینه

مهم ټکی: لنډۍ داسې اغیزناک شعر دی چې د انسان له زړه څخه سرچینه اخلي او د نورو انسانانو په زړونو کې ځای نیسي. له همدې کبله لنډۍ ته د (لنډۍ، مصرۍ، ټپه، ټکۍ، ناره) او داسې نور نومونه کارول شوي دي. لنډۍ نه یوازې دا چې د ټولنې د تعلیم یافته پاړکي په وسیله جوړېږي، بلکي د لنډۍ خاصیت داسې دی چې د ټولنې هر حساس ښځینه او نارینه انسان یې جوړولی شي که څه هم چې د سواد له نعمت څخه برخمن نه وي.

د (روژه والې لنډۍ) د سلسلې اوومه برخه به ژر خپره شي، له موږ سره اوسئ…

***************************************

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.