په انسان کې جنسي، احساسي او عاطفي وده

بهیج عثماني

474

په انسان کې جنسي، احساسي او عاطفي وده د انساني اړيکو په برخه کې له ودې سره يو ځای د زېږون له لمړنۍ شېبې څخه پيلېږي. تر درې کلنۍ پورې په هلکانو او نجونو کې يو ډول وي. له درۍ کلنۍ څخه وروسته د هلک او نجلۍ لارې بدلېږي خو دواړه له درې کلنۍ څخه تر شپږ کلنۍ پورې يوې بېلګې ته اړتيا پيداکوي چې ځان ورسره ورته کړي.
که چېرې پلار بې‌مسئوليته، بې‌پروا، غصه‌ناک، جګړه‌مار، وهونکی، بدژبی، قهرجن، ميرغضب او يا د ښځې هرې خبرې ته «هو صايب» وي ماشوم (هلک) د مور تقليد پيلوي او ځان ورسره لومړی خواخوږی او بيا همرنګه احساسوي او هم‌مهاله پکې کرکه او مينه يو ځای وده کوي. مور هم د مينې او يا هم د غصې او زور له لارې په آګاهانه او ناآګاهانه توګه ماشوم داسې روزي چې د دې خبرې ومني او په تدريجي ډول يې د مېړه تشه ډکه کړي.
دا رنځوره اړيکه په ځوانۍ کې يوه داسې پړاو ته رسي چې زوی ځان د مور خادم، ساتندوی او ژغورندی احساسوي. مور خپله لومړنۍ، وروستنۍ او بې‌پايه مينه ګڼي. کله چې مذهبي او دوديز باورونه پرې سرباری شي د ګناه او اوبال وېره يې لا د دې اړيکې تل ته ننباسي.
دا ډول ستر شوي هلکان له ښځو سره په مساوي اړيکه نه پوهېږي، ښځې ته د ځان په څېر د عادي او مساوي انسان په سترګه نه ګوري بلکه همېشه د ښځو تر اغېز لاندې وي او ځان يو ډول ترې ټيټ او کم بولي او دغه د ځان ټيټ ګڼلو حس د احترام، درناوي، زړسوي، حق او سلو نورو ښکليو نومونو تر پوښ لاندې پټوي.
په دې حالت کې ميندې په آګاهانه او ناآګاهانه توګه د خپل مېړه ځای زوی ته ورکوي او هغه څه ترې غواړي چې بايد مېړه يې ورته وکړي. که زوی واده وکړي د مور او نګور دښمني پيلېږي. که زوی د ښځې کومې خبرې ته غوږ ونيسي مور مروره وي او حتا تر دې چې شپېته کلنه مور د پينځه‌ويشت کلنې نګور سره په جامو، بوټانو او …. سيالي کوي.
د اکثرو افغان کورنيو ډېرې ستونزې له همدې ناسمې روزنې پيلېږي. هلک دا توانايي نلري چې مور ته نه ووايي او د خپلې مېرمنې سره يو نورمال ژوند وکړي.
کله چې مور مړه شي دغه ناسم روزل شوی هلک بيا د ښځې هرې خبرې ته «هو صايب» شي او په نتيجه کې د خپل ژوند ټول خواږه د هغه کرکې او مينې ترمنځ هېر کړي چې له درې کلنۍ څخه تر شپږ کلنۍ پورې يې په وجود کې وده موندلې وي.
د دې برعکس هغه نجونې چې له پلار سره ځان ورته او يو شان کړي له همداسې ستونزو سره مخامخېږي، نرينه له ځان لوړ، پياوړی، غښتلی او په هر څه پوه ګڼي. ټول عمر د يوه نرينه خولې ته ګوري چې څه امر ورته کوي.
ماشومان که هلکان وي او يا جينکۍ هغه وخت سالم او روغ سترېږي چې د مور و پلار ترمنځ اړيکه سالمه، مساوي او پر متقابل درناوی ولاړه وي. يو اړخيز درناوی د تباهي سرچينه ده.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.