په جنسي فقر اخته پښتون

سعدالله فطرت

935
په جنسي فقر اخته پښتون🤔🫣
زه ټیک ټاک ډېر نه کاروم داسې میاشت دوو کې یوه د شعر ویلو ویډیو ورپورته کوم
نن مې د شیرین درانۍ اکاوڼت سرچ کړ، 3.3 میلیونه خلکو فالو کړې
همداسې د زیبا ګل اکاونټ هم 14.3 میلیونه خلکو فالو کړی چې اکثره یې پښتانه دي ځکه دوی ډېرې ویډیوګانې په پښتو کوي.
د زیبا ګل او شیرین درانۍ په ویډیوګانو د پښتنو ځوانانو کمنټونه چې وګورې له خجالت او شرمه به دې سترګې پوچې ووځي.
حسان سواتي یوټیوب کې یو ویډیو کړې عنوان یې ورکړی:
“څوک چې ښځې سره ډېر کوروالی کوي واورئ، د یوې ښځې اهم سوال”
ای وروره 1.8 میلیونه پښتنو کتلې
یو بل ملا ویډیو جوړه کړې د پاسه یې پرې لیکلي:
د واده ړومبۍ شپه، خاص د مجردانو لپاره”
نور به دې ویډیو کې خدازده چیشی وي خو 5.2 میلیونه پښتنو مجردانو او واده کړو لیدلی او کمېنټونه لوستل خو یې سړی له شرمه وژني.
یوټیوب کې یې ویډیو باندې د ګلپاڼې یا بلې مشهورې سندرغاړې عکس لګولی وي او لیکلي یې وي د ګلپاڼې خرابه ویډیو وایرل شوه ای وروره شپږ نیم 6.5 میلیونه خلکو به لیدلي وي.
دا اوس فیسبوک کې همدومره ولیکه چې:
د زېبا ګل او شیرین درانۍ تازه ویډیو به مو نه وي لیدلې توبه خدایه توبه
ای وروره بیا دې حقه کې روژه کې د مسلمانانو میسیجونو نه ټینګ شه
ته راولېږه کنه یاره
میسنحر ته سر ښکاره که جواب راکه
وټساپ مې درته کړی وې ګوره
شی رالېږه
موږ مه هېروه
موږ چې فیسبوک کې څه رقم مسلمانان او ښه سړي یوو، عملي ژوند کې مو رنګ او خوند بل ډول دی.
که زموږ زړونه، ذهنونه او نیتونه لکه زموږ د فیسبوک پوسټونو په شان پاک وای درد دوا و؛ خو زموږ هرڅه نمایشي دي.
چې د جلۍ په نوم ریکویسټ راشي له قبلولو سره سم سلام ورواچوو.
ډېرې ښې لیکنې کوې
د شعرونو انتخاب دې ډېر ښه دی
عکسونه دې ډېر ښه راځي
وطني او ملي احساس دې د ستایلو دی
د وطن د نومیالي عالم، نابغه لیکوال او ملي شاعر ډاکتر احسان الله درمل لیکنې لوستو ته به یې زړه تنګیږي خو د زیبا ګلې او شیرینۍ لایو ته یوشپېته کمېنټونه کوي ورلیکي به چې:
واده نه کوې
نوره هم ښایسته شوې یې
چې دې بېډ کې زم درسره ناست وای
دا او هاغه
که یوازې د درمل صاحب له لیکنو مو پند اخیسته، په رڼو سترګو مو لیدای او د زړه په غوږو مو اورېدای د وطن نیمایي لوستی قشر خو به حداقل اصلاح او یو څه شعوري شوی و خو درېغه چې پښتون سلیم کوکو پسې مړ دی خو درمل، همیم، او نورو تکړه شعوري قلموالو ته یې مخ نه وراوړي.
خدازده پر موږ څه وشول، نه بیدارېږو، نه شعوري کېږو، نه یو کېږو، نه سمېږو، نه ښه کېږو او نه مو عقل سر ته راځي.
نه پوهېږم دا اوږدې خبرې مې چیشته ولیکلې، دا ګډې وډې چاته لیکم نه مې مخاطب معلوم دی او نه لوستونکی😪😔
‏زما درد د چا له درد سره سم نه دی
د پرهار غوندې مې اوښکې دي رنګینې
شیدا

***************************************

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.