طالبان ولې په غیر مشروع حالت کې خوشاله دي؟

شاه محمود میاخېل

415
د افغانانو او نړیوالو سره سوال مطرح دی چې طالبان ولې د نجونو د تعلیم د بندیدو په شمول د ښوونځیو او پوهنتونونو تدریسي بهیر ټکنې او بند کړې او کوښښ کوي چې ټولې نړیوالې ادارې او موسسې په یوه او بله پلمه بندې او یا مجبوره شي چې د افغانستان نه ووځي؟
د عقلانیت په بنیاد یوه مسووله ډله چې لږ عقل ولري داسې کارونه نه کوي، خو دا نوې خبره نه ده. په ۱۹۹۰ کلونو کې چې القایده او روسته طالبان رامنځته او حاکم شول، هغه وخت هم دوی تعلیمیافته کسان په پیښور او افغانستان کې په نښه کول، وژل او مجبورول چې نورو هیوادونو ته لاړ شي. دا د پاکستان پروژه وه چې ملي کسان له منځه یوسي او یا یې مجبور کړي چې د هیواده نه لرې لاړ شي.
همداشان په تیرو شلو کلونو کې تاسي ولیدل چې طالبانو تعلیمیافته کسان، مشران او هغه کسان چې ملي فکر یې درلود، په هدفي وژنو کې شهیدانول، په ښوونځیو او تعلیمي ادارو یې انتحاري حملې کولې او حتی دیني عالمان چې د دوی د نظریاتو سره مخالف و، له منځه وړل. دا هم د نویېمې لسیزې ادامه وه.
د دې ټولو اسلامي او بشري ضد کړنو فیصلو تر شا، طالبان او د دوی افراطي ملګري د پاکستان او ایران په شمول څو مؤخې لري:
اول دوی غواړي چې د افغانستان ولس بې سواده، فقیر او اړمن وساتي. بیسواده او فقیر ملت بیا د خپلو حقوقو غوښتنه نشي کولې. دا فرموله د هاشم خان صدراعظم د هغه روایت سره مشابه ده چې وایي هغه یو ځلې یو شمیر چرګان ساتلې و چې ډیر وخت یې دانه نه وه ورکړې او وږي و. بیا یې د کورنې خپل نږدې غړي راټول کړي و چې عملي درس ورته وښایي. هاشم خان چې چرګان خوشې کړي و، نو چرګانو ته یې دانې (خوراک) اچولې و. ګوري چې په اول کې چرګان په خپلو منځو کې په جنګ اخته و او هر یو کوښښ کوه چې دانه تر لاسه کړي. کله چې چرګان ماړه شول نو بیا یې دانې نه خوړلې او هاخوا دیخوا یې ورمیږونه نیغ نیولې و چې وګوري څه روان دي. هاشم خان د خپلې کورنې غړو ته ویلي و که افغانان ماړه شي نو بیا به هاخوا دیخوا ګوري او د دوی قدرت ته به خطر وي. ښه به دا وي چې دوی نه مړه شي او نه په خیټه ماړه شي تر څو دوی په افغانانو حکومت وکړي. طالب همدا فرموله په کار اچولې ده. ځکه دوی په وږې، بیسواده او ځپل شوې ولس په ښه توګه باداري کولې شي.
دویم طالب او نورې افراطي ډلې غواړي چې د اتیاومې لسیزې غوندې مدرسې په هرې ولسوالې او ښارونو کې جوړې کړي چې د دې بیوزله ولس ماشومان پکې شامل کړي تر څو یو بل نسل انتحاریان او د جنګ او افراطیت د سوخت مواد برابر کړي. کله چې افراطیت مدرسې په افغانستان کې وي، نو پاکستان او هم ایران د دوی نه په ښه توګه استفاده کولې شي او د نیابتي جګړو لپاره به یې استعمالوي خو پړه به په افغانانو او افغانستان اچوي. پدیتوګه به د افغانانو او افغانستان سره، نړیواله ټولنه مستقیمه مرسته نه کوي او هر څه به د دوی په کنترول کې وي چې دا د اشغال یو طریقه ده چې دوی به یې په افغانستان کې عملي کوي.
دریېم که په افغانستان کې مشروع نظام رامنځته کیږي، دوی مجبوریږي چې د ولس او هم د نړیوالې ټولنې په وړاندې مسوولیت ومني نو بیا دوی په ازاد لاس اوسنې ظلم او د بشري حقونو نه سر غړونه په خلاص لاس نشي کولې. په دی اساس طالبانو ته د مشروع نظام نه غیر مشروع قدرت ساتل مهم دي چې دغه پورته اهداف عملي کړي.
څلورم د پورته مؤخو د عملي کولو لپاره د طالبانو لپاره دا مهمه نه ده چې څومره کسان د هیواد نه وځي، څومره کسان د ولږې، خوارځواکې او د دوی د وحشت د لاسه مري، ځوریږي او یا تعلیمي ادارې بندې او فلج کیږي. دوی خپل خیر په غیر مشروع نظام کې ګوري تر څو د نورو د ګټو لپاره پروژې عملي کړي.
پنځم طالبان دومره عاید راټولولې شي چې د دوی چاره پرې وشي. د مرستو بندیدو په صورت کې دوی د ولس د فقر او بیوزلې پروا نه لري که ژوندي وي او که مړه، دوی ته توپیر نه لري.
که داسې نه وي، بیسواده او باسواده ټول پوهیږي که په یو هیواد کې غیر مشروع نظام چې د نړۍ سره اړیکې ونه ولري، بانکي سیستومونه او اقصتادي رشد نه وي، هلته ولږه او فقر زیاتیږي او باالاخره هغه هیواد د نیابتي جنګونو میدان ګرځي.
که مشروع نظام رامنځته کیږي، بیا به هلته د سیمو د هیوادونو مداخلې کمیږي او د سیمې او نړۍ افراطي ډلې به هلته ځای نه لري. که مشروع نظام رامنځته کیږي، بیا به افغانان د هیواد نه نه وځي او ملي موسسات به تقویه کیږي. همداشان افغانانو ته به په هیواد کې دننه او بهر په درنه سترګه کتل کیږي. هغه وخت به د ایران د خارجه وزیر پشان، د افغانستان په نامه خارجه وزیر ته نه وایي چې ملا متقي چطور هستې و منتظر حکومت همه شمول شما هستیم. هلته به ایرانیان او پاکستانیان لکه اوس په افغانستان کې ازاد لاس نه لري او ورسره به باالمثل عمل کیږي.
اخر به څه کیږي؟
طالب هم د دغه پیچلې نیابتي لوبو د مدیریت ظرفیت نه لري. هغه لاپې د امنیت یې چې کولې، هغه امنیت هم سر خوړلې دی. فزیکي او بشري امنیت ورځ تر بلې خرابیږي. انتحاري حملې، هدفي وژنې، غلاوې، اختطافونه، د دولتي منابعو لوټ، فقر او رشوت مخ په زیاتیدو دی.
زما په اند، هغه افغانان چې په خپلو کې سره اوس په هیواد کې دننه او بهر لاس او ګریوان دي، یو بل یې د غورونو نه نیولې دي، ښه به دا وي چې د یو ملي اولویت په توګه د یو مشروع حکومت راوستلو لپاره سره په ګډه کار وکړي تر څو ټول افغانان د فکري او سیاسي اختلافونو سره سره په افغانستان کې با عزته ژوند ولري.
که افغانانو لکه اوس چې په هیواد کې دننه او بهر یو بل د غورونو نه سره نیولې دي او همداسې دوام وکړي، فکر نه کوم چې دا وړې شړۍ شي او افغانستان به د نیابتي جګړو مرکز د همیش لپاره وي.
نوټ:
د غورونو قصه داسې ده چې دوه کسه چې غورونه یې درلودل، سره جنګ شوي او یو بل یې د غورونو نه نیولې و. د دواړو ساه تنګه شوې وه. بیا یې یو بل ته ویلې و چې جنګ به کوو خو یو بل به د غورونو نه نیسو ځکه د دواړه ساه بندیږي. اختلاف او مخالفتونه به وي خو داسې نه چې د ټولو ساه بنده شي او افغانستان د یو مړ هیواد په توګه په دنیا کې ځای ولري.

***************************************

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.