غزل

وسیم مومند

718
د ستورو په رپا سره مې زړه هم رپیده.
ګلونه د نسیم په بدرګه کې غوړیده.
……………
پرخه په کاسه کې ښه بدیل د مستو میو.
ساقی خانه خراب ورته له ورایه مسیده.
…………….
ګلونه د بهار وه ساقی وه سره جامونه.
ارواح ځما معطره او روان مې لمسیده.
…………….
په مينه مې باور وه او ګواه مې پریښتې .
جانان ته یادیدمه ماته هم را یادیده.
…………….
موسکا کې یې کمال وه. او په سترګو کې جادو.
له ورایه په کتو سره زړګۍ مې رغیده.
…………….
سیتار خوږه نغمه وه انګازه وه انګازه.
وږمه وه کرشمه وه ورته ناز نه ګډیده.
………………
کلي په ګدر به مازیګر وه شر او شور.
حسینه بلورینه به په بوی مې پوهیده.
………………
ځواني مې وه مستي مې وه هستې مې زندګي.
خو!شپه مې نرګسي وه خوږ احساس مې تخنیده.
…………………
وسیم که لامبوزن وه ها دعشق په سمندر.
خو سترګو دجانان کې بې حسابه غرقیده.
…………………..
وسیم مومند
احمدشاه بابا مېنه کابل. دروژی 17 مه کال 1402

***************************************

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.