مسکو کې د افغانستان په اړه د ګډ امنیتي تړون سازمان غونډه

497
2 ساعتونه مخکې

مسکو کې د طالبانو حکومت د سفارت سرپرست وايي د دې غونډې لویه اجنډا د افغانستان امنیتي وضعیت ؤ. آیا د افغانستان امنیتي وضعیت په اړه د روسيي اندېښنې مخ په ډېرېدو دي؟

په مسکو کې د طالبانو حکومت د سفارت سرپرست جمال ناصر غروال دویچه ویله ته وویل، د ګډ امنیتي تړون سازمان په رسمي بلنه یې دې غونډه کې د افغانستان په استازیتوب ګډون کړی.

آرمنستان، بلاروس، قزاقستان، قرغیزستان، روسیه او تاجکستان د ګډ امنیتي تړون سازمان دایمي غړي دي.

د افغانستان په تړاؤ ددغه سازمان غونډه کې، د غړو هېوادونو سربیره د ملګرو ملتونو د فعالې ډيپلوماسۍ سیمه ییز مرکز د بشري حقونو او سیاسي چارو سلاکار، په خپلواکو مشترک المنافع هېوادونو کې د ترهګرۍ ضد مبارزې د څېړنې ملاتړ ډلې مشرې، د سرحدي ځواکونو د قوماندانانو شورا د همغږۍ ادارې مرستیال او د روسیې په فدراسیون، بیلاروس، او مالدووا کې د سره صلیب نړېوالې کمېټې د سیمه ییز پلاوي له وسله والو ځواکونو سره د تعامل څانګې مشر ګډون کړی ؤ.

سرچینه وايي، ددې غونډې اجنډا تر ډېره د افغانستان پر امنیتي، سیاسي مسایلو، ترهګرۍ او نشه يي توکو پر وړاندې د سیمي هېوادونو پر ګډې همکارۍ ورټوله وه.

افغانستان کې د بهرنیو وسله والو د فعالیت په اړه د روسيي اندېښنې

جمال ناصر غروال وویل، د غونډې ګډونوالو ته یې د امنیتي اندېښنو په اړه ډاډ ورکړی.

دا غونډه داسې مهال رابلل شوې چې د روسيي د دفاع وزیر تازه په نوي ډیلي کې ویلي، چې افغانستان کې فعالو وسله والو ډلو خپل فعالیتونه د منځنۍ اسیا تر هېوادونو غځولي.

ښاغلي غروال په دې اړه دویچه ویله ته وویل: « دا د دوی تشویشونه دي، خو فکر  کوم سند او یا روښانه شواهد په لاس نه لري. که چیرې شواهد یا اسناد لري نو باید د اسلامي امارت سره یې شریک کړي تر څو پر ضد یې عملي اقدام ترسره شي.»

خو د شانګهای سازمان په غونډه کې د هند د دفاع وزیر هم د ترهګریزو فعالیتونو له ډېرېدو اندېښنه ښودلې.

په نوي ډیلې کې د شانګهای سازمان د غونډې په څنډه کې روسيي او هند په ګډو دفاعي همکاریو موافقه کړې.

د هند د دفاع وزیر راجینت سنګ د شانګهای سازمان له غړو هېوادونو غوښتي چې د ترهګرۍ پرضد یو موټی شي او هغو کړيو ته باید سخت ځواب ورکړي چې د ترهګرو ملاتړ او مرسته کوي.

د هند دفاع وزیر ظاهراً د چا نوم نه دی اخېستی خو دغه هېواد تل پاکستان د ترهګریزو ډلو په ملاتړ او مالي تمویل تورنوي.

محمد اسماعیل شاکر- دویچه ویله

***************************************

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.