په ناڅاپي ډول د سر د ګرځېدلو (تاوېدلو) سببونه څه کېدلی شي

ریاض احمد

662

کله ناکله د کار کولو یاهم د تګ پرمهال په ناڅاپي ډول د سر د ګرځېدلو یا تاوېدلو سره مخ کېږو، چې بیا مو په سترګو تیاره راځي او شاید داسې حالات کوم عام سبب ولري، خو ډېری وخت بیا ددې اړتیا پېښېږي چې ډاکتر ته مراجعه وکړو، نو راځئ چې نن ورځ د سر د ګرځېدلو ځینې عام سببونه ولولو.
که چېرته تاسې ملاست یئ، بیا غواړئ چې پورته شئ او کېنئ یا ولاړ یئ او په ناڅاپي ډول د سر د ګرځېدلو سره مخ کېږي، نو امکان لېدل کېږي، چې ستاسې د وینې فشار به ډېر کم شوی وي او په بدن کې مو د وینې دوران اغېزمن شوی. روغتیایي کارپوهان وایي کله چې یو څوک ملاست وي او بیا یو دم پورته شي، نو وینه یې په تېزۍ سره مازغو ته نه رسېږي، چې بیا په پایله کې د سر ګرځېدل رامنځته کوي. دوی زیاتوي که چېرته په تېزۍ سره خپل حالت بدلوئ او بیا د سر د ګرځېدلو سره مخ کېږي، خو که چېرته د سر د ګرځېدلو حالت مو ډېر لږ وي، نو له دې وروسته خپل حالت په کراره سره بدلوئ. خو که دې ستونزې ډېروالی وموند او په ښکاره ډول یې کوم سبب هم نه درلود، نو سمدستي ډاکتر ته مراجعه وکړئ.
روغتیایي کارپوهان وایي چې د سر د ګرځېدلو ستونزه د اوبو له کمښت سره هم رامنځته کېدلی شي. موږ په دې پوهېږو چې اوبه ژوند دی او د انسان د بدن له اړینو ضروریاتو څخه دي، کله چې د انسان بدن د اوبو له کمښت سره مخ شي، نو د وینې دوران یې اغېزمن کې د سر د ګرځېدلو ستونزه ورته پیدا کېږي.
دغه راز د سر د زخم یا د ضربې د خوړلو په صورت کې هم د سر د ګرځېدلو ستونزه رامنځته کېږي. که چېرته ستاسې سر له کوم شي سره ولګېږي، نو په ځنډ سره به د سر د تاوېدلو احساس وکړئ، خو که چېرته ستونزه ډېره شوه او زړه بدوالي او کانګې کول یې هم رامنځته کړل، نو سمدستي ډاکتر ته مراجعه وکړئ.
بله خوا د غوږونو میکروب هم د سر د ګرځېدلو سبب کېدلی شي. غوږ چې زموږ بدني اعتدال رامنځته کوي، د میکروبي کېدلو په صورت کې یې د سر ګرځېدل رامنځته کوي، چې په داسې حالاتو کې ډاکتر ته مراجعه کول اړین وي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.