میرګي ناروغي، نښې، لاملونه او درملنه

ریاض احمد

991

د میرګي ناروغۍ په اړه زمونږ په ټولنه کې ډېر منفي تبلیغات او اوازې خپرې وي، چې په کې انسان خپل شخصیت له لاسه ورکوي، خلک یی په پیريانو نیولی، لیوني او داسې نورو بدو خبرو باندې پیژني، همدا ډول داسې نور ډیر غلط مفاهیم خپاره شوي چې په اصل کې هیڅ حقیقت نه لري.
له داسې ناروغ سره د ټولنې عام خلک ناسته نه کوي، آن کورنۍ یی له ملګروسره یوځای ګرځیدنې ته نه پریږدي او یا هم په خپل چاپیریال کې د خوشحالیو په مراسمو کې لکه په ودونو کې ګډون، له ملګرو سره یوځای ناستې او ګرځېدو څخه هم محرومیږي.
زمونږ په هیواد کې له بده مرغه ددې ډول خلکو درملنه ناشونې بلل کیږي او فکر کوي چې دغه ناروغي به دده په مړینه له منځه ځي، او یا یې زیات نه زیاته معنوي درملنه کوي، یا خو یې په کوم ملا صیب دموي او یا یې له بده مرغه په زیارتونو ګرځوي.
خو، حالانکه میرګي د نورو ناروغیو په شان (لکه فالج او داسې نورې ناروغۍ) یوه ذهني ناروغي ده، چې د اعصابو په فزیکي بې نظمۍ پورې اړه لري، کله چې د انسان اعصاب د بریښنا په څېر یوه برخه د خپلې وظیفې ترسره کولو پر وخت له بلې برخې سره ولګیږي، د انسان دماغو ته سخته جټکه رسیږي چې له کبله یې د میرګي په ډول ناروغي رامنځته کیږي.
نښې او ډولونه:
د میرګي ناروغۍ یو شمېر نښې او ډولونه دي چې ځینې يې په لاندې ډول دي:
د ناورغ بې هوښه کېدل
د متیازو بې اختیاره تلل
ژبه د غاښونو منځ کې راتلل او چیچل
د بدن په غړو یا لاس او پښو کې لړزې راتلل او یا دېته ورته حرکتونه کول
د سترګو توروالی پورته ختل (په سترګو کې یوازې سپینوالی ښکاري)
د خولې سخت بندیدل
له خولې څخه لاړې او ځګونه راوتل.
همدا ډول نورې ډیرې نښې هم لري، چې له دوه منټو څخه زیات جریان نه لري، که چیرې کوم ناروغ په دغه حالت کې تر پنځه دقیقو یا زیات پاتې شي باید سمدلاسه روغتون ته ورسول شي، دغه نښې په عمومي ډول د میرګي (لوی میرګي) په سخت ناروغ کې رامنځته کیږي چې په طبي اصطلاح ورته Generalize and Focal Epilepsy ویل کیږي.
دویم کوچني میرګي دي، چې په کوچنیانو کې رامنځته کیږي، په دې کې کوچنیان د یو کار کولو پر مهال ناڅاپه چوپ شي (لکه دوی چې ړانده کاڼه یا ګونګیان وي)، چې په عام ډول ورته په طبي اصطلاح (Blank Seizures او یا Absence) ویل کیږي، په دې کې ځینې داسې کوچنیان ناروغان هم وي چې ولاړ وي او ناڅاپه راپریوځي، دېته (Atonic Seizures) ویل کیږي، چې زیاتره وخت د پریوتو پر مهال د ماشوم سر هم ماتیږي.
لاملونه:
په عام ډول خو دغه ناروغي د اعصابو په فزیکي بې نظمۍ پورې اړه لري، خو ددې نور لاملونه هم کیدای شي، لکه په وینه کې د شکر کمېدل، د مالګې یا تروشې کموالی، کلسیم اندازه ښکته کېدل، ذهني سکته، سر زخمي کېدل او یا هم دماغي ملیریا یې ستر لاملونه ښودل شوې دي.
همدا ډول د پنځه کالو څخه کم کوچنیانو کې د تبې راتللو ترڅنګ د میرګي جټکې هم کیږي، او په حامله میرمنو کې د فشار پورته کېدل، د بدن پړسوب او په متیازو کې د پروټین کمښت له امله هم د میرګي ناروغي رامنځته کیږي.
درملنه- لومړی تشخیص:
د میرګي ناروغانو لپاره تر ټولو لومړی ۹۰ سلنه سم او د دقیق تشخیص لپاره د تاریخچې اخیستنه ده، او بیا ددې لپاره ځانګړې نیورولوژوکي معاینې، او (EEG) معاینه ترسره کیږي، او همدا ډول د MRI، CT scan معاینې کیږي، د وینې شکر او کلسیم معاینه ترسره کیږي، او که چیرې د اعصابو د انفیکشن ګواښ وي نو بیا د ملا هډوکې څخه اوبه ویستل کیږي او معاینه یې کیږي چې (Lumbar Puncture) ورته ویل کیږي.
پاملرنه:
د میرګي راتلو پر وخت دې شیانو ته پاملرنه وکړئ!
د میرګي یا د جټکې راتلو پر وخت ناروغ باید په څنګ څملوئ تر څو یې ستونې ته څه لاړ نشي او که په خوله کې یې څه وي کوښښ وکړئ ترې راویبایسئ، که چیرې یې سختې جامې په تن وي هغه سستې کړئ او تڼۍ یې ورخلاصې کړئ، د ناروغ په خوله کې هیڅ شی مه وراچوئ او مه یې زور کوئ، او که چیرې ددغې حرکتونو دوران له پنځو دقیقو زیات شو نو سمدلاسه په بیړني حالت کې یې روغتون ته ورسوئ.
ځینې هغه عادتونه چې د میرګي ناروغانو لپاره منفي اغیز او دده ناروغي زیاتوي، لکه د شپې ناوخته بیده کېدل، ذهني فشار، ګرمي کېدل، د الکول استعمال او د تلویزون او کمپیوټر زیات استعمال.
درملنه:
د میرګي ناروغۍ درملنه ۷۰ سلنه په درمل سره شونې ده، او نور ۳۰ سلنه یې په احتیاطي ډول کنټرول کیدلای شي.
لومړی لاندې ټکي په نظر کې ونیسئ!
د میرګي ناروغ دې پوره خوب وکړي، ځکه بېخوبي اکثره ددې ناروغۍ د حملې لامل کیږي، همدا ډول ناروغ دې هڅه وکړي چې تیزې روښنایي کتلو او په تېز اواز د موسیقۍ اوریدلو څخه ډډه وکړي، او باید له سخت ورزشه هم ځان وژغوري.
که چیرې ناروغ ښځینه وي، نو دغه ناروغي د حمل پر مهال هم ډېره پېښیږي، باید جدي پاملرنه ورته وشي.
دویم د میرګي د له منځه وړلو لپاره لاندیني درمل استعمال کړئ!
ددې لپاره یو څه پخوانی درمل لکه Sodium Valproate، Phenobarbitone، Carbamazepine او داسې نور درمل، او همدا ډول نوی درمل لکه Levitericetam او Lamotrigine او داسې نور درمل څخه ګټه پورته کړئ.
د خوراک له لارې هم د میرګي درملنه شونې ده، لکه یو ځانګړی خوراک چې په اصطلاح Ketogenic Diet نومیږي، ورکول کیږي، او سربېره پر دې Vagal Nerve Stimulation او Epilepsy Surgery د لارو په واسطه هم ددې ناروغۍ درملنه شونې ده.
په یاد ولرئ چې د میرګي ناروغي د درملنې وړ ناروغي ده، په دې وجه د میرګي ناروغ په ټولنه کې د عادي انسان په شان ژوند کولای شي، او په منظم ډول درمل اخیستل دغه ناروغي له منځه وړلی شي، د نړۍ پر مخ داسې ډیرې مشهورې څیرې شته چې د میرګي ناروغۍ سربېره یې هم ستر شهرت او نومونه خپل کړي دي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.