ورزشکار کافي څښلو ته څومره اړتیا لري

ریاض احمد

327

کافي د هر هغه چا لپاره چې ورزش کوي ګټوره ده، ځکه چې دا د ورزش فعالیت زیاتوي او د ورزش پایلو ترلاسه کولو کې غوره والی راولي.
د استرالیا ورزشي پوهانو په دې اړه پر ۳۰۰ کسانو څیړنې ترسره کړي چې کافي څرنګه د یوه ورزشکار انسان پر بدن مثبت اغیز کوي.
د پوهانو د وینا سره سم کافیین بدن نشیط کوي، تمرکز غوره کوي، بدن ته انرژي ورکوي، تنفس ښه کوي، او دغه څیزونه په مستقیم ډول پر فزیکي فعالیتونو مثبت اغیز کوي.
پوهان زیاتوي چې د ورزش نه وړاندې (۴۵ نه تر ۹۰ دقیقو پورې) کافي څښل انسان نور هم چټکوي، د بیلګې په ډول له کافي څښلو وروسته د ورزش پر مهال تاسې درانه څيزونه په اسانۍ پورته کولی شئ، پر پورته ځای په اسانه ختلی شئ او یا هم منډه د نورو ورځو په پرتله زیاته ووهلی شئ.
همدا ډول د فزیکي فعالیتونو پرته کافي څښل نورې ګټې هم لري، د څیړنو له مخې کافي د الزایمر ناروغۍ په مخنیوي کې، د زړه روغتیا سالمه ساتلو کې، د شکر ناروغۍ په مخنیوي کې، د ګوتو ناروغۍ «نقرص» په مخنیوي کې او داسې نور ډیره ګټوره ده، خو باید چې استعمال یې له اندازې زیات نه وي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.