دخوب ګولۍ مو په دې ناعلاجه مرضونو اخته کوي

ریاض احمد

556

روغتیا پالانو په تازه څیړنو کې موندلي هغه انسانان چې د خوب ګولۍ استعمالوي د سرطان او تومور په څیر په وژوونکو ناروغیو اخته کیږي.
دغه څیړنې د انګلستان، فنلینډ او ناروې روغتیايي کارپوهانو په وسیله ترسره شوې پر بنسټ د خوب ګولۍ د انسان پر روغتیا منفي اثر کوي او په بدن کې د مختلفو ناروغیو میکروب ژوندي کوي.
دڅیړونکو په باور د خوب ګولۍ په بدن کې د سرطان تولیدوونکي حجرات فعال او خپروي. د روغتیايي څیړونکو په وینا د۳۰ زره د خوب ګولۍ استعمالوونکي کسانو له څیړلو وروسته معلومه شوه چې د خوب ګولۍ انسان د خوله، پوزې، هوا اخیستلو نل او سږو په سرطان اخته کوي.
د څیړونکو په وینا هغه کسان چې په زیاته اندازه او اوږدې مودې لپاره د خوب ګولۍ استعمالوي د هغوي د بدن دفاعي سیسټم کمزوری کیږي او ډیر ژر په مختلفو ناروغیو اخته کیږي.
هغه کسان چې په دوامداره توګه په اونۍ کې دوه ځلي د خوب ګولۍ استعمالوي په هغوي کې په سرطان د اخته کیدو خطر نسبت عامو خلکو ته ۲.۵ سلنه زیاته وي. درې کاله او یا له هغې څخه زیاتې مودې لپاره د خوب ګولۍ استعمالول په سرطان د اخته کیدو خطر درې چنده زیاتوي.
د یوې روغتیايي راپور پر بنسټ له ۲۰۰۵ز کال څخه تر روان زیږیدیز کال یعنې ۲۰۱۵ پورې ۸۴۰ لکه کسان د سرطان له امله مړه شوي چې د روغتیايي کارپوهانو په وینا دغه شمیر مخ په زیاتیدو دی.
روغتیا پالان په دې ټینګار کوي چې دځینو ناوړه عادتونو او غیری صحي خوړو ځان وساتئ او په دوامداره توګه ورزش کولای شي چې ددې ناروغیو خطر مو کم کړي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.