له افغانستانه د مغزونو او زړونو تېښته

پوهنمل دکتوراندوس رحمت ځواکمن

521

مهاجرت یا کډوالي یوه روانه طبیعي لړۍ ده، چې له پیړیو راهیسي د هیوادونو دننه او د هيوادونو له پولو بهر نورو سیمو او هیوادونو ته دوام لري.
وګړي د ښه کار او ژوند په لټون له کلیو ښارونو ته کډه کیږي. همدارنګه اوس په پرمختللو صنعتي هېوادونو کې ځانونه د ښارونو له ګڼې ګوڼې د ښارونو څنډو او شاو خوا ارامو سیمو ته رسوي او هلته استوګن کیږي. د نړۍ د ټولو هیوادونو ځنو وګړو،  لږو او یا ډیرو خپل اصلي هیوادونه د بیلا بیلو دلایلو له امله پریښي او نورو هیوادونو ته مهاجر شوی دي.
نورو هیوادونو ته د کار او ژوند لپاره په لږ شمیر او خپله خوښه تګ دومره  زیانونه نه لري او یو طبیعي حالت دی، خو د جګړو او نورو مجبوریتونو له امله له خپل هیواده د ګڼ شمیر وګړو کوچېدل د سختو او ناوړه پایلو لرونکې وي.
ځکه چې د مجبوریت له امله خپل اصلی ټاټوبی پریښودل هم پر کډوال وګړي او هم یې پر خپل اصلي وطن ناوړه اغیزې کوي.
فکر کوم په خپله خوښه او رضایت ډیر لږ خلک خپل وطن پریږدي، په دی هکله یوه خوږه لنډۍ هم شته چې وایې:
څوک په رضا له ملکه نه ځي
یا ډیر غریب شي یا د یار له غمه ځینه
همداسی له خپلو هیوادونو تللی ډیری وګړي په نورو هیوادونو کې هم د خپل اصلي ټاټوبي په ارمان وي او له وطنه لیری والی ورته یو دایمي درد وي.
په نورو هیوادونو کې که هر څومره سوکاله او ودان ژوند هم ولري خو بیا هم ورته خپل د خاپوړو ځای نه هیریدونکې وي.
امپراتور ستر احمدشاه بابا هم یو وخت د وطن ارمان کړی او ویلی یې دي:
د ډهلي تخت هیرومه چې را یاد کړم
زما د ښکلی پښتونخواه د غرو سرونه
وایې چې غازي شاه آمان الله خان هم د خپل وطن یو موټې خاوره له ځان سره ایټالیې ته وړی وه، او د هغې په رنګ او بوی به یې د وطن مینه ماتوله، هغه که په ژوند ونه توانید چې خپل مورني وطن ته وروګرځي نو د خپل جسد او آبدي خوب لپاره یې بیا هم خپله خاوره غوره کړه، لحد یې پر وطن شو او  د مزار جنډې به یې تل د خپل هیواد پر باد رپېږي.
دی ورته زیاتی کیسې او افسانې له پردیسو، مهاجرو او مسافرو راپاته دي او دا لړۍ روانه ده.
خو زما له دی لیکنې موخه له څلویښتو کلونو را دیخوا د افغان وګړو  ډله ییزی او جبري کډوالۍ  ته پام را اړول دي،  چې په نړۍ کې بیساری ده او پایلې یې هم خپله کډوالو افغانانو او هم یې خپل اصلی وطن ته ډیرې ناوړه دي.
لکه چې دمخه مې وویل،  د طبیعي پېښو، ناامنیو، سیاسي اختلافونو، جګړو او اقتصادي لاملونو له مخې کډوالي او مهاجرت اوږد تاریخ لري.

که لږ شاته لاړ شو پخوانی او اوسنی تاریخي او جغرافیایې حالت لږ وګورو نو داسې ښکاري چې زوړ ښکیلاک په نویو بڼو او نویو لارو چارو مخ ته روان دی. له پیړیو راهیسي د خپلو ګټو او بقا لپاره رنګونه او تکتیکونه بدلوي او نوی لارې چارې لټوي.
له پنځلسمې پیړۍ راوروسته هم مهاله  د امریکا د لویې وچې له موندل کیدو او کشف کیدو سره،  اروپايې پاڼوګانو د سوداګرو، طبیبانو، سیلانیانو او مذهبي تبلیغیانو په بڼو افریقا، اسیا او امریکا ته ځانونه ورسول.
د خپلو هېوادونو د راتلونکو استعماري تاړاکونو لپاره یې لاری پرانستې او د معلوماتو سرچينې یې ورته برابری کړي.
په افریقا او اسیا کې یې د بیوزلو هېوادونو د وګړو له کمزوریو، ناپوهیو او د نوموړو هیوادونو له شتمنیو ځانونه خبر کړل.
د قومونو او قبیلو ترمنځ یې د ښمنۍ و پارولی، خپل منځي جګړی یې رامنځ ته کړي او د وسلو او مغرضانه مرستو رسول يې ورته پیل کړل.
هماغه مهال نیږدی ټوله افریقا او زیاتره اسیایی هیوداونه مستعمره شول او د ځنو اروپايې هیوادونو لکه انګلستان، فرانسی، اسپانیې، ایتالیې، پرتګال، هالنډ،  بلجیم او نورو تر واک لاندی راغلل.
همداسی  په شمالي امریکا کې زیاتره اروپايې انګلو ساکسون نژادي ( انګلیسان، فرانسویان هالنډیان او نور) او په جنوبي امریکا کې لاتیني ژبي( هسپانویان، پرتګالیان او نور) ځای پر ځای او واکمن شول. همدارنګه استرالیا، نیوزیلاند او د اوقیانوسيې ځنې نورو ټاپوکانو ته هم انګلیسی او هالنډي بیړۍ چلوونکو ځانونه ورسول او نوی سیمي یې و موندي.
هماغه مهال د سوداګرۍ یوه داسی نړیواله کړۍ یا دایره رامنځ شوه چې، افریقایې وګړي په بیړیو کې امریکې ته د کار لپاره وړل کیدل. هلته به ورځنې د ځنګلونو په وهلو ، د کرنیزو ځمکو په رامنځ ته کولو،  درنو ساختمانې کارونو او نورو بیلابیلو برخو کې د مریانو او وینځو په توګه کار اخیستل کیده.
له هماغه تازه موندل شوې یا کشف شوی امریکې او همدارنګه له اسیا او افریقا به یې خام توکې اروپايي فابریکو ته راوړل او بیایی به یی پاخه صنعتی شوي قیمتي توکې د اسیا او افریقا بازارونو ته رسول.
اوس هم ستر پر مختللی هیوادونه په پرمختیایی په ځانګړی توګه جګړه ځپلو هیوادونو کې همدا لوبه مخ ته بیایی.
اوس چې په یو شمیر لویدیځو هیوادونو کې د زاړه عمر لرونکې زیات شوي، ځکه وګړي یی اوږده عمرونه کوي او د کار ځوانه قوه په کې له کمښت سره مخ ده، نو په یبلا بیلو نومونو له بیوزلو هیوادونو ځوان استعدادونه خپلو هیوادونو ته رابولې.
افغانستان چې اوږدې جکړی ځپلی او د ګوتو په شمار وګړو ته یې د زده کړو زمینه برابره شوی نو لږ شمیر یې د خپلو غوره استعدادونو په برکت متخصص شوي او د کار کولو لازم مهارتونه یې ترلاسه کړی دي.
یو شمیر ځوانان په دې وروستیو دوو لسزیو کې نورو هيوادونو ته د زده کړو لپاره ولیږل شول، هلته  یې زده کړی وکړي، ډیر یې بیرته له ګټورو مسلکي پوهو سره   خپل هیواد ته راستانه شول. په پوهنتونونو، روغتونونو، ساختماني او ودانیزو برخو کې  تازه په کارونو و ګمارل شول.  خو  متاسفانه له تیرو دوو کلونو رادیخوا په هیواد کې د سیاسي بدلون له امله، یو زیات شمیر هماغه په پرمختللو هیوادونو کې روزل شوی کادرونه له هیواده ووتل او لا نور هم له هېواده وتلو ته هڅول کیږي او له هیواده ویستل کیږي.
ګڼ شمیر روڼ اندي، پوهان، متخصصین، لوبغاړي، هنرمندان، خبریالان، مدني فعالین او نور ماهر وګړي له هیواده وتلي او دا لړۍ دوام لري. زیاتره يې د هماغو پر مختللو هیوادونو له خوا له خپلو کورنیو سره وروغوښتل شول، چرته یې چې زده کړی کړی وی، یا یې ورسره مسلکي، بشري، اقتصادي او یا سیاسي اړیکې لرلی.
د دا ډول مغزونو، د پوهې د څراغونو او له احساس او وطنپالنې ډکو زړونو تښتیدل او له هېواده وتل زموږ د بدمرغه هېواد پر ټپې سینه یو بل ستر ګوزار دی.
یو ځل د چپي واکمنۍ پرمهال، بیا د تنظیمي جګړو پر مهال او دادی اوس بیا د طالبانو د اوسنۍ واکمنۍ پر مهال د لوړو زده کړو لرونکي او روزل شوي افغانان له هیواده تښتي.
هیله ده هغه افغانان چې سرونه يې له خطر او ګواښ سره مخ نه دي، په هیواد کې پاته شي.
طالب چارواکې او نړیواله ټولنه باید په ګډه د ماهرو او روزل شویو افغانانو د کار او ژوند ډاډ او ضمانت ورکړي او د هیواد دننه ورته د ابرومند کار او ژوند رښتینی او عملي زمینه برابره کړي.
هیوادوال پوهیږي، چې افغانستان د خپل بیساري جغرافیایی موقعیت، طبیعي لاس نه خوړلو زیرمو، رناګارنګ غوره اوبو او هوا، په سلګونو غلو دانو او میوو، کرنې، مالدارۍ او نورو طبیعي اقتصادي وړتیاوو په لرلو سره د یوی بیسارې ښې راتلونکې لرونکې دی.
هیله ده سوله ټینګه شي، جګړه ورکه شي، باور لرم چې بهرنیان به افغانستان ته یو ځل بیا د سیلانیانو، سوداګرو او ګڼو نورو اقتصادي موخو لپاره ورګرځي او افغانستان به خپل تاریخي برم او ارزښت ترلاسه کوي.
د پوهو او مسلکي کسانو له هیواده وتل به په لنډ مهال کې د هغوی په ګټه وي خو په اوږده مهال کی هم هغوی او هم هیواد ته ډیر زیان لري.

پوهنمل دکتوراندوس رحمت ځواکمن
هالنډ/ ۳۰/۴/۲۰۲۳

***************************************

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.