آیا ام وزن زیاتوي

ریاض احمد

645

آیا ام وزن زیاتوي؟ له مثبت او منفي اړخونو یې ځان خبر کړئ!

ام د ګرمسېرو او استوایي سیمو مېوه ده چې نن سبا ور څخه په ټوله نړۍ کې د یوې ارزښتناکې مېوې په توګه ګټه اخیستل کېږي، چې په خوند کې یې بل هیڅ مېوه مقابله نشي کولای، او د خوراک یو شمېر لارې لري.
ځینې څیړونکي زیاتوي چې ام خوړل وزن زیاتوي، د همدې لامله ګټور هم نه دی، خو په دې مضمون کې به د ام ګټې، غذایي اندازه او هغه چې د وزن زیاتولو کې مرسته کوي که نه وړاندې کړو.

ام د خوند او رنګ تر څنګ د وېټامین A، وېټامین C، اوسپنه او پوتاشیمو اصلي منبع ګڼل کېږي.

ام بدن ته کې د کم شکر اندازه برابروي، له همدې امله بدن کې د انرژۍ کچه لوړوي او انسان ټوله ورځ چست او چالاکه وي.

ام د بدن دفاعي قوت پیاوړی کوي، په دې کې په لوړه کچه فایبر موجود دي.

یو مناسب ام کې ۱۵۰ کالوریز شتون لري، له ډوډۍ وروسته ام خوړل بدن کې د کالوریزو کچه لوړوي، له همدې امله د شپې لخوا ام خوړلو نه ځان ژغورل پکار دي، ځکه چې د شپې لخوا بدن کې کالوریز زیاتېدل وزن زیاتوي.

له روژه ماتي وروسته د امو د جوسو څښل د خېټې درد، د معدې پړسوب او دغه راز په لویو کلمو کې د ګازو د تولید مخه نیسي.

منفي اړخونه یې:
ام د مثبت اړخونو ترڅنګ منفي اړخونه هم لري، ځکه چې دا د ګرمۍ موسم مېوه ده او پخپل مزاج کې هم ګرمه ده، له همدې امله هغه کسان چې د وینې زیات ګرمایش لري په ام خوړلو کې دې خورا احتیاط نه کار واخلي.
د شکر ناروغ لپاره ام زیانمنیدلی هم شي، ځکه چې دا د وینې شکر زیاتوالی لري، همدغه لامل دی چې ام خوړلو سره د وزن زیاتېدو ویره هم وي، سپارښتنه کیږي چې باید مناسبه اندازه وخوړل شي، که چیرې زیات وخوړل شي بدن ته د کالوریزو کنترولول ستونزمن کیږي.
متخصصین وایي چې د ام زیات ګرموالي او یو شمېر کالوریزو رامنځته کولو لامله باید مناسبه اندازه وخوړل شي، چې هم یې له زیانونو بچ شئ او هم مو وزن زیات نه کړي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.