د رديف تعريف

گهيځ عابد

842

د رديف په اړه  که څه هم  هومره پلټنه او بحث نه دی شوی څومره چې لازم دي مگر په دې برخه کې د اوسنيو شاعرانو  رياضت او  لږ وډېرې هغه تنقيدي او څړنېزې ليکنې چې اوسنيو کره کتونکو او څيړونکو پرې کړې؛ موږ قانع کوي چې د رديف اړوند د خپلو اسلافو خبرې ومينځو او  پر  تيوري يې له سره غؤر وکړو. مثلاً د رديف دغه تعريف چې اوس هم زموږ په تدريسي کتابو کې  تکراريږي  او  څلی مو پرې جوړ کړی ايا بشپړ تعريف دی؟چې  هغه هم شکله هم وزنه هم مانا برخه چې د قافيې تر کلمو وروسته تر پايه راغبرگېږي رديف بلل کېږي.

دا پوښتنه ځکه پر ځای ده چې اوسني کره کتونکي د اسلافو په تعريف کې د هم مانا کلمو تکرار لازمي نه، اختياري گڼي ځکه رديف په شعر کې يوازې په يوه بڼه او يوه مانا د کلمو تکرار هم نه دی، بلکې د بيت له پاتې برخې سره يې داسې مانوي کوشير بولي لکه د پاڼې پيوند چې لوستونکى هډو پرې د پيوند گومان هم ونۀکړي.

د موسيقۍ له بشپړولو سره سره د مانا نوی والی او د مانا بشپړولو کې به هم خپله دنده ترسره کوي. که دا چار ونه کړي؛  په همغه يوه بڼه او مانا به رديف غبرگېږي مگر دا شرط به په خپله د عيبجن شعر سبب وي. مثلاً:

مه راځه گودر خاموش دی پکې شرنگ د بنگړو نشته

ترينه تللی هغه جوش دی پکې شرنگ د بنگړو نشته

دوه ماران دي د لستوڼي يو مطلب لري په زړۀ کې

که کرزی که صدر بوش دی پکې شرنگ د بنگړو نشته

                                                               (شعرستان:۵۰۷)

که د پورتنيو بيتو رديف په نظر کې ونيسو؛ د اسلافو د تعريف له زاويې ځکه سم دی چې په يوه بڼه او يوه مانا کلمې تکرار شوی مگر داسې نه ده. دويم بيت  هسې هم کمزوری دی  خو د رديف  تش تکرار د بيت عيب څرگند کړی دی ځکه رديف مانوي کوشير نه دی اخيستی.

داسې عيب د ډاکټر احسان الله درمل په وينا لکه د شپږمې گوتې غوندې اضافه بريښي، چې د ټول شعر خوند په اوبو لاهو کوي.

بر دې سربېره اوسني کره کتونکي پر دې اند دي چې د رديف د برخې مانيز توپير  خپله کمال ځکه دی، چې د لوستونکي ذهن په شعر کې له روانې مانا اړوي، دمه کوي او لوستونکي ته خوند زياتوي. د بېلگې په ډول استاد اجمل ښکلي د صاحب شاه صابر بيتونه راوړي مگر زۀ د ذوق او لنډون په پار د خان زمان کاکړ يو بيت راوړم:

بارانه مه ورېږه دا دښتې غنم نۀکوي

پښتون په لوږه دی عادت د مړۍ غم نۀکوي

په دې بيت کې (نۀکوي) برخه رديف دی چې لومړۍ مصره کې د (نه راټوکېدو/ نۀ رازرغونېدو) په مانا او په دويمه مصره کې (نۀکوي) په خپله مانا کارېدلی دی.

داسې  ډېرې بېلگې  ممکن له هر شاعر سره پيدا کړو چې د رديف برخه به په يوه بڼه وي مگر مانيز توپير به لري خو دلته د سيد جيلاني جلان بيتونه راوړو چې لومړي بيت کې رديف له حد اوښتلو يا د خورېدو، دويم بيت کې د مخامخ کېدو، درېيم بيت کې د زړۀ تورېدو او په څلورم بيت کې د پناکېدو/ اوښتلو په مانا دی.

چې مهربانه شي ښايست يې داسې وغځيږي

لکه د شنۀ پټي له پولو نه اوبه واوړي

د قهر قهر نظر لاندې  يې مظلوم شم داسې

لکه بې موره وری چې گوښی په لېوۀ واوړي

مينه کوه لکه گنی بند په  بند مه ما تېږه

په عمر خامې هسې نه چې بيا دې زړۀ واوړي

ته خو يې ډېر ډېر گواښوې په مرگ خو ياد ولره

د جلان کډه به ډېر ژر له دغه غرۀ واوړي

(۱۰:غمي)

 

په هماغه يوه مانا د کلمو د تکرار شرط چې کله کله عيب جوړوي او په مقابل کې يې مانيز توپير کله د شعر مانا ښکلې کوي؛ بايدۀ دي چې د شاعر صلاحيت يې وبولو او  له تعريف دا قيد وغورځو، پر ځای يې

د رديف ماناوي کوشير د بيت له پاتې برخې سره چې لازم دی؛ ذکر کړو او داسې ووايو : د بيت هغه برخه چې د قافيې تر کلمو وروسته  په  يوه بڼه تکرارېږي او له پاتې بيت سره هم وزنه او مانوي کوشير وي؛ رديف بلل کېږي.

***************************************

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.