د هغه افغان کورنيو څخه کرکه لرم

مروه رسأ

467
د هغه افغان کورنيو څخه کرکه لرم؛ چې ځوى/ځامن ىې وحشي، عياش، بې لارې، چهار عيب شرعي، جاهل، د فسق و فساد ډک وي او د سړيتوب/ انسانيت معيارونه ونلري، خو کورنۍ به ىې واىې چې ښځه ورته کوو او هلک به اصلاح شي.
او د خداى لپاره د مور شيدې، د پلار ډوډۍ او نمک ىې خوړلى، وعظ او نصيحت یې اوريدلى…..هلک اصلاح نشو، نو يوه پردۍ جلۍ څنګه دا ځناور او بې لارې هلک اصلاح کړي؟! جلۍ بيچاره د خواښې، ايندور ګانو، ليور ښځو د جنګو او پيغورونو او د خسر، ليورنو، ميړه، د لښکر لښکر ميلمانه او ماشومانو د خدمت به اوﺯګاره نه وي؛ خو دوى به ترې د ژوند د ملګرى اصلاح تمه لري. ښځه به خپل ويښتو ږمنځولو، ځان سينګارولو، نظافت، ډوډۍ خوړولو، چکر، استراحت، مديتيشن، خريد کول، درس/ مطالعه………. او د کور سمبالښت د هنرونو کارونې ته به وخت نلري؛ خو خلک به ښځه په غوږ وهي ” ﺯن هم گرفت، خو اصلاح نشد!” چې يو بيل وي او په دا سرونه ورته ووهۍ، چې ښځه بيچاره مو لکه نوکره او خادمه استعمالوۍ او نه مو وخت ورکړى چې دوى خپلو کې سره کيني، چکر ته لاړ شي، خبرې وکړي، يو بل درک کړي، په مينه يو بل ته د ښه او بدو لارښوونه وکړي، د يو بل نيمګړتياوې او اړتياوې په ښه ډول پوره کړي؛ نو څنکه داسې تمه کوۍ!؟ اخره کې داسې ﺫهنيت لرونکي کورنيو ته بايد وويل شي چې؛ ستاسو کور کې د بيګشو پشان قوى، د رمستريو پشان چالاک، د جان سينا پشان قهرمان، د چګورا پشان انقلابى مارکسيست، د ولټِر پشان فلسفي شخصيت، د جان ویسلی پشان واعظ او نور ګڼ شمير افراد شتون لري او ځانونه درته کامل شخصیونه ښکاري؛ نو دا غضب (ورور/هلک،ځوى…) مو ولې اصلاح نکړل چې د ښځې نه ىې د هغه د اصلاح تمه کوۍ!؟
اصلا داسې هلکانو ته بايد کورنۍ ىې واده ونکړي تر هغې چې يا په وعظ يا د بيګشو، جان سينا او رمستريو نه ښه وهل وخوري او لارې ته برابر شي.
 خداى دې د افغانانو افکار سم کړي؛ چې کله هم د خپل ځوى لپاره د پرديو انجونو ژوند په جهنم بدل نکړي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.