رسنیزه اعلامیه

465
رسنیزه اعلامیه
د قلم لار بنسټ اداره او رضاکاران د دغه بنسټ د موسس مطیع الله ویسا د غیر عادلانه نیوني په اړه سخت اندېښمن دي.
د الله تعالی په سپیڅلې نامه!
د قلم لار ټولني بنسټګر او مشر د ۲۰۲۳ کال د مارچ په ۲۷ مه نېټه د هیواد پلازمېني کابل، خوشال خان مېني کې په داسي حالت کې ونیول شو چې د مازدیګر لمانځه تر ادایني وروسته له مسجده راوتلو.
د هغه تر نیونې وروسته د هغه کور او مېلمستون هم په داسي ډول تلاشي کړل سو چې د امارت په اصولو کې هم دغه ډول تلاشي نسته.
وروڼه یې نیول سوي خو هغه بیرته خوشي کړل سوي دي.
د مطیع الله ویسا مبایلونه، کمپیوټر او د وروڼو مبایلونه یې هم وړل سوي دي.
سره د دې چي د هغه نیوني د افغانانو لخوا پراخ غبرګونونه لرل او ټولو یې د ژر خوشي کېدو غوښتنه وکړه، خو ویسا لا اوس هم د استخباراتو په بند کي دی.
قلم لار د اسلامي امارت پر مشرانو ږغ کوې چې مطیع الله ویسا ژر خوشي کړئ!
مطیع الله ویسا یو غیر سیاسي شخص دی چه د تولنې د خدمت لپاره یې د خپل ژوند لویه برخه وقف کړې ده، هیڅ چا ته تهدید نه دی او هیڅ سیاسي برنامه نلري.
د قلم لار بنسټ او د هغه د مشر کارونه ټول په پوره روڼوالي سره تر سره کېدل او ټول فعالیتونه یې د وطن د ماشومانو د سالمي روزني لپاره وو چې د ټولنیزو رسنیو له خوا نشر سوي دي.
قلم لار بنسټ د خپل بنسټګر نیونه غیر عادلانه بولي او د چارواکو ځخه غوښتنه کوي چي:
۱_ مطیع الله ویسا دي ژر تر ژره له بنده خوشي سي!
۲_د ویسا د روغتیا په اړه باید کورنۍ ته ډاډ ور کړل سي!
۳_ کورنۍ ته دې یې د ویسا د لیدلو اجازه ورکړل سي.
۴- ویسا ته د مدافع وکیل حق ورکړی سي.
قلم لار بیاهم له افغان مشرانو، ځوانانو،خویندو ،وروڼو، ملګرو ملتونو، بشرې حقونو ادارو، عفوې نړیوال سازمان او نورو ټولو اشخاصو او ادارو څخه مننه کوي چې له مطیع الله ویسا سره د عدالت لپاره یې په یوه اواز ږغ پورته کړو او د ده د ژر او بې قېد و شرطه خوشي کېدو غوښتنه یې کړې ده.
قلم لار په مننې سره د ټولو ادارو او اشخاصو څخه غواړي چې د هر انسان د اساسي او مدني حقونو درناوی دې وسي او ټولو هغه کسان چې له کوم جرم پرته بندیان دي، ژر دې خوشي کړل سي.
درنښت
د قلم لار اداره

***************************************

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.